د افغان وزیر سرمایه

 د افغان وزیر سرمایه
 نیویارک ټایمز
ژ: نعیم نسیم
(افغان مالیي وزیر دپلټنو لاندې )تر سرلیک لاندې تاسې یو راپور خپور کړې دی ،چې دافغان تلویزون پر راپورولاړ دی او زما دبانکي حساب په اړه و زه درسنیو ددې ډول راپورونو څخه خوښ یم ، خو بیا هم هغه څه ،چې زما په اړه خپاره شوې دي ناکره ، ګمراه ګونکي او دشخصیت وژنې دکمپاین یوه برخه ده . بانکي حساب ، خو زما دی او پیسې هغه دي ، چې له وزیر کېدو وړاندې په کې جمع شوې وې . ما ددې پیسو په اړه معلومات درې کاله وړاندې له اړونده چارواکو سره شریک کړې وو .
زمابانکي سټمینټ ،چې دشپږو کلونو په ترڅ دپیسو دلیږد رالیږد ( صادره / وارده ) معلوموي او له یوملیون یو څه زیاتې دي او دوی بیا په تېروتنه زما په پانګه کې شمیرلې دي .
واقعیت دادی ،چې ما دخپلو بانکي حسابونو په اړه معلومات شریک کړې دي او ټولې راکړې ورکړې مې دبانک له لارې په رسمي توګه تر سره کړې دي ،چې ټول حساب او کتاب دمالي پلټونکو لپاره جوت وي . ځکه ما نه غوښتل ،چې یو څه پټ کړم .
زه درې نیم کاله کیږي ،چې دمالیي وزیر په توګه دنده لرم ، خو له دې وړاندې مې دپنځلسو کلونو لپاره په مختلفو لوړو پوستونو دندې ترسره کړې دي ،چې زما دپانګې ډېره برخه دهمدې دندو له معاش څخه ده . دا ښکاره ده ،چې په حکومت کې مې ددندې پرمهال تل له اصلاحاتو او شفافیت څخه په وینا او عمل ملاتړ کړې دی. دحساب ورکولو او شفافیت په اړه زما جدي دریځ دی ،چې زه اوس دځنیو کړیو نه خوښیږم او دا دناکره معلوماتو دکمپاین یوه برخه ده .