
پرانستې لار ته طالبان ولې خوشاله دي؟؛ لیکوال: ریچارډ لارډنر ، ژباړن: داود سليم
د افغان جګړې له تناقضاتو څخه يو دا هم دي چې ناټو او طالبان دواړه د خپلو عملیاتو د غښتلتیا لپاره په هغو کاروانونو تکيه دي چې له کراچۍ نه افغانستان ته راځي.
باغیانو په ناقانونه توګه له خصوصي امنيتي کمپنیو په ملیونونو ډالر له دې امله لاسته راوړي چې په هغو لاریو به بریدونه نه کوي چې له پاکستان نه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اډو ته اكمالات كوي، په داسې حال کې چې امریکا يې د مخنیوي هڅې کړې دي، خو دا مني چې احتمالاً تر دې دمه هم داسې معاملې کېږي.
وسله وال کله کله د لاریو دغه کاروانونه په پاکستان کې هم په نښه کوي، خو داسې ډېر کم رپوټونه ښیي چې په دغه هېواد کې دې داسې شوي وي چې امنيتي کمپنیو دې له باغیانو سره داسې معامله کړې وي، ځکه چې له پاکستانه راتېره شوې لار څه ناڅه خوندي ده.
د طالبانو قوماندانانو ويلي، چې د ناټو كاروانونو پر مخ د پاکستان له خوا د لارو تړلو په ختیځ او لوېدیځ افغانستان کې پر دوی د پیسو د لاسته راوړلو سرچينې وتړلې.
پاکستان دغه لار یو ځل بیا د ناټو لاریو پر مخ د جولای په لومړيو ورځو کې هغه مهال پرانستله چې امریکا د دغو پوځیانو د وژلو له امله بښنه وغوښته. امریکا او پاکستان د تېرې سه شنبې په ورځ یو داسې رسمي هوکړه ليک هم لاسلیک کړ چې افغانستان ته او له دغه هېواد څخه د تجهیزاتو د لېږد رالېږد لړۍ قانوني کوي.
د طالبانو یوه قوماندان چې په غزني کې د شپېتو وسله والو مشري پر غاړه لري، اسوشېټیډ پریس ته په يوه مرکه کې ویلي: ((د دغو اکمالاتو بندېدلو په رښتیا موږ خواشیني کړي یو او ستونزې یې راته پیدا کړې دي، له همدې امله زموږ په ګټو کې د پام وړ کمښت راغلی دی، ځکه خو زموږ بغاوت هغومره غښتلی نه و چې موږ يې پلان نیولای و.))
يوه بل قوماندان چې څو درجنه وسله وال په کندهار کې لاس لاندې لري، ویلي چې د امنيتي کمپنیو پیسې زموږ د بغاوت لپاره يوه مهمه سرچینه وه، ځکه دوی به دغه پیسې خپلو وسله والو ته ور کولې او وسلې، مهمات او نور تدارکات به یې پرې رانيول.
دغه قوماندان AP اژانس ته د ټلېفون پر کرښه ویلي: ((موږ له دې لارې په بنډلونو پیسې لاسته راوړلې، له همدې امله د ناټو اكمالات زموږ لپاره ډېر مهم دي.))
دواړو قوماندانانو دغه خبرې له دې امله له نومښودنې پرته کړې دي چې هسې نه ناټو او افغان ځواکونه يې په نښه کړي، دوی دا هم نه ده ښکاره کړې چې د ناټو له اکمالاتو يې څومره پیسې لاسته راوړلې.
د امریکا پوځ اټکل کړی و چې تېر کال له دې لارې طالبانو، مجرمانو او قانون ماتوونکو ته ۳۶۰ مليونه ډالر لاسته ورغلي وو.
د امریکا پوځ ويلي چې له دغو ۳۶۰ ملیونو ډالرو څخه ډېره لږه فیصدي یې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته لاسته ورغلې ده. خو دغه لږه فیصدي هم په ملیونونو ډالره کېږي او هغه وسله وال چې د جګړې لپاره په خامو موادو تکیه کوي، د خپلو عملیاتو لپاره په نسبي توګه لږو پیسو ته اړتیا لري.
د امریکا پوځ له یوه داسې قانون ماتوونکي پلټنه کړې چې د یوې امنیتي کمپنۍ مالک دی او په دې مشهور و چې طالبانو ته يې وسلې برابرولې او رسولې. دغه قانون ماتوونکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، له یوه داسې قراردادي نه پیسې ترلاسه کولې چې له امریکا متحده ایالتونو سره یې له دوو کلونو د زیاتې مودې معامله لرله، دغه قانون ماتوونکي یوې بې جوازه صرافۍ ته چې د باغیانو له خوا کارېده، ۸،۵ ملیونه ډالر ور کړي وو.
په ۲۰۱۰ کال کې د کانګرېس په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د لاريو قراردادیان د اکمالاتو کاروانونو د ساتنې لپاره محلي جنګسالارانو ته هر کال لسګونه ملیونه ډالر ور کوي چې ګمان کېږي له دې څخه به يې یوه اندازه طالبانو ته ورکول کېږي.
یوه امریکايي پوځي میجر جنرال ریچارډ لونګو ويلي چې دوی له یو شمېر بېلابېلو کمپنیو سره یو بل یو بلیوني قرارداد په تېر سپتمبر کې لاسلیک کړی چې له امله يې باغیانو ته د پیسو بهیر کم شوی دی.
دی زیاتوي، دا ډېر ستونزمن کار دی چې دغه ناقانونه لېږد په بشپړه توګه له منځه لاړ شي: ((زه فکر کوم دا به زما لپاره ډېره ساده خبره وي چې وړاندیز وکړم نورې پیسې به دښمن ته نه ځي، زه فکر كوم تراوسه هم مجرمانو ته پیسې ور روانې دي او زما په باور د مجرمانو او باغیانو تر منځ اړيکي شته.))
جان ټایرني چې د دغه رپوټ مشري ور له غاړې وه، وايي چې د دوی نوی قرارداد د لا زیاتې څارنې او احتساب سبب شوی: ((د امریکا دفاع وزارت بايد نور جدي ګامونه هم پورته کړي چې له یوې خوا زموږ پرسونل خوندي کړي او له بلې خوا زموږ دښمنانو ته د پیسو د بهیر مخه ونیسي.))
امریکا په پاکستان فشار واچاوه چې د ناټو اکمالاتو لپاره له دغه هېواد څخه تېره شوې لار پرانيزي، ځکه چې د منځنۍ اسیا لار د دوی لپاره هره میاشت سل ملیونه ډالره ګرانه پرېوته.
د طالبانو هغه قوماندان چې AP اژانس ورسره مرکه کړې وه، وايي چې شمالي لار د دوی لپاره ګټوره نه وه، ځکه چې ډېرې لږې لارۍ له جنوبي او ختیزو لارو تېرېدلې او قراردادیانو هم د باغیانو لپاره کمې پیسې وركولې، خو دا لا معلومه نه ده چې دا به د هغه نوي قرارداد پایله وي چې د پوځ له خوا پلی شوی، که څنګه؟
په غزني کې د طالبانو یاد قوماندان وايي: ((دغه لارۍ چې په هره لار تېریږي، موږ ته به جریمه راکوي، که چېرې دوی له دې انکار وکړي، تدارکات به یې ځای ته ونه رسیږي او یا به د سختو بریدونو له پایلو سره مخ کېږي.))
پر پاکستاني پوځیانو له بریدونو وړاندې، امریکا او ناټو خپل ۳۰ فیصده ناخطرناک او نامهلک تدارکات د دغه هېواد له کراچۍ ښار نه په دوو لارو افغانستان ته لېږدول.
له پاکستان تېره شوې لار به لا نوره هم مهمه شي، ځکه چې امریکا غواړي د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او دا یوه داسې پروسه ده چې لسګونه زره په تجهیزاتو او تداراکاتو بار کانتینرونه به په کې لېږدول کېږي.
په غزني کې د طالبانو قوماندان وايي: ((موږ اووه میاشتې انتظار کړی چې دغه اکمالاتي لار بیا پرانستل شي او زموږ عایدات یو ځل بیا پپل شي، اوس چارې بېرته عادي شوې دي.))