
تورتورد زلفان زانگی یاره پرسینه
باندی
ولی بی وعدی شولی لاړی په
میله باندی
سترگی یی دجام په شان تور
باڼه خنجرلری
سورخال یی تندی باندی سپین
مخ لکه لمرلری
سترگی تفنگچی شولی یاره په
لاله باندی
ولی بی وعدی شولی لاړی په میله باندی
ته په خپله گل یی دگلانوڅنگ
ته مه ورځه
ټول درنه شرمیژی بیازمونژکوڅوکی
مه گرځه
سپین غاښ یی مینځلی دی
یاره دنداسه باندی
ولی بی وعدی شولی لاړی په میله باندی
لژنظرخووکړه ته درکی دملنگ
په شان
شمعه یم ویلیگمه ته یی دپتنگ
په شان
خاوری دپښوراکړه ته ماته په
کاسه باندی
ولی بی وعدی شولی لاړی په میله باندی
کاشکی زه امیل وی چی لیلا په
غاړه کړی وای
کاشکی زرغون شال وی چی پر
سر یی اچولی وای
زه خوشحال یی بندیوان شوم پرسینه
باندی
ولی بی وعدی شولی لاړی په میله باندی
خوشحال(وردگ)