د افغانستان له تر ټولو ډارونکي جنګي کومندان سره یوه ناسته


لیک : مګسي همېلټن
ژباړه : قسیم شینواری
نن په کابل کې د جمعې ورځ رخصتي ده، د پولیسو له یوې پوستې سره یوه ښځه چې بورکه یې اغوستې سوال کوي، خو څوک څه نه ورکوي. د خارجۍ په صفت خبریالې ته خلک ورګوري خو دا د خلکو د نظر له ځواب ورکولو ځان ساتي ځکه چې ویریږي چې د یوې خارجۍ دومره زړور ګام شاید هغه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
خبریاله وايي چې د یوه کور په ماربلو پوښل شوې کوټه کې، چې د مانهاټن هوټل له هغې سره یې توپیر نه و، دوستم له ما سره داسې روغبړ وکړ لکه د یوې له ډېرې مودې ورکې لور سره یې چې کوي. زه په سخته وېره کې وم، پښې مې لړزېدلې، د هغه د وحشیانه کړنو د شهرت له امله په سخته وېره کې وم. دا د ازبکو مشر د افغانستان تر ټولو قوي وارلارډ دی، د شمال غیر رسمي واکمن، د نږدې ۲۵۰۰۰ ملېشو مشر.
خبریاله وايي چې ما به له ځان سره د هغه په اړه هغه ادعاوې راپه زړه کولې چې د دوستم په امر به پر ښځو جنسي تېری کېده، په ۱۹۹۱ م کال کې یې له وژلو وړاندې د ښځو تیونه غوڅول، یا دا چې په ۲۰۰۱ کال کې دوستم په کانتینرونو کې د دوه زره طالبانو د وژلو او په یوه دښته کې د هغوي د جسدونو د خوسا کېدلو امر ورکړی و، یا دا چې بندیان به یې د توپونو خولې ته تړل اوبیا به یې هوا ته ویشتل. دغه جنرال تل دغه پراخه ادعاوې رد کړې دي.
خبریاله وايي چې دوستم یو مهربانه کوربه و او ما ته یې افغانستان ته زما پخواني سفرونه یاد کړل. هغه له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلو څخه وروسته افغانستان ته د ورپېښېدونکو ستونزو په اړه څرګندې خبرې کولې.
دوستم د هغه وخت په اړه څه فکر کوي؟ هغه وايي چې د ډېرو افغانانو په اند دا به له وخته مخکې وي او هېواد به له ګډوډۍ سره مخ شي. په دې اړه چې ګواکې افغان پوځیانو ته د بهرنیو پوځیانو په نسبت ښې وسلې نه ورکول کیږي او دا چې افغاني پوځیان یا د هغه خپل عسکر شکایت کوي چې د پوځي کالیو او بوټانو په ګډون هر څه یې بېکاره دي. دوستم ویل چې مونږ ناشکره نه یو، خو که څوک څه مرسته کوي باید چې په مناسب ډول یې وکړي. سړی د ښه کار کولو دنده لري.
خبریاله وايي چې افغان پوځ یواځې کمزوري سامان الات د هېواد د راتلونکي د امنیت په اړه نه دي اندېښمن کړي بلکې په تېره فروري میاشت کې امریکايي عسکرو په لاس د قران کریم سوځول او یا د مړو په جسدونو د میتیازو کولو کیسې هم د درناوي نه درلول توجیه کیږي.
دوستم وايي چې هغوي ولې دلته زمونږ د کلتور سپکاوی کوي، دغه راز پېښې یوازې او یوازې د بې باورۍ او غوسې لامل کیږي. په اردو کې تازه جلبېدونکي عسکر باید له دې وېرې پوره وڅارل شي چې د طالبانو جاسوسان نه وي. د امریکايي عسکرو له لورې د سپکاوي دغه راز کړنې د طالبانو په قوي کولو کې مرسته کوي او د باامنه حل راویستل ستونزمنوي.
خبریاله وايي چې لومړی ځل افغانستان ته په ۲۰۰۵ م کال د جولای په ۷ په لندن کې د بمي چاودنو څخه وروسته راغلې وه، په یوه پوهنتون کې اسلامي تاریخ لوستی دی او د اسلامي ترهګرۍ په لیدلو سره یې د فارسي د صوفیانه شعرونو اغېزه تر پوښتنې لاندې راغلې وه. د خبریالې په ذهن کې ډېرو پوښتنو ته باید ځوابونه پیداشي او د خلکو د مشورې پر خلاف یې کابل ته سفر کړی و.
له نېکه مرغه، له کومو افغانانو سره چې خبریاله مخ شوې د هغوي ورباندې زړه خوږېدلی دی، ځکه چې هغه یوه ښځه وه، یوه کافره او یوازې. خبریاله وايي چې په لومړي سر کې په یوه محله کې اوسېدلم، بازار ته به تلم خو بورکه به مې اچوله. که څه هم ما د بدترین حالت انتظار یوست، افغانان مې ولیدل چې قوي او له غروره ډک ژوند لري، ډېر مهربان او بې ضرره، دومره شریف چې زمونږ په خپله ټولنه کې یې درک نه لیدل کیږي. هغوي چې له کالیو پرته یې زیات څه نه درلودل، د هغوي د سخاوت په اړه څه ویل هم په الفاظو سره مشکل دي.
خبریاله وايي چې برتانوي فوځ ته د ترهګرۍ، جنګ او زمونږ د ټولو تر منځ د کلتوري او مذهبي توپیرونو په اړه له نویو پوښتنو سره ستنه شوم او مسوولیت مې باله. ما غوښتل له افغانانو سره مرسته وکړم. د افغانستان د اوږدمهاله بیارغونې لپاره تر ټولو اړین شی زده کړه وه. د هېواد له ۵۰ سلنې زیات ماشومان ښوونځیو ته نه تلل او نه یې څه لوستل. د همدې لپاره ما مکتب ته د لاسرسی نه درلودونکو ماشومانو لپاره په کابل کې د کتاب چاپولو یو کوچنی خیریه ځای جوړ کړ. زه له ډېرو قاچاقبرو، خانانو ملکانو، د طالبانو له خواخوږو او نورو داسې اغېزمنو مشرانو سره مخ شوم چې ریکارډ یې د قرغې د ډنډ په څېر و. په افغانستان کې فساد د قانون یوه برخه ګرځېدلې.
 
دوستم باور لري چې طالبان ماتېدلی شي، خبریالې ته وایي چې خپل دولت ته ووایه چې د طالبانو شمېره له ۹۰۰۰ افرادو څخه زیاته نه ده. مونږ پوهېږو چې هغوي څوک او چېرته دي. که زه امر ورکړم، فکر کوم د هغوي د کړۍ د مشرانو له منځه وړل به له یوه کال څخه زیات وخت ونه نیسي. ما دا خبره په ډېرو ځایونو کې کړی ده.
په اوسنۍ اداره د دوستم تکیه حیرانونکې ده ځکه هغه واک ته د کرزي په رسولو کې او په تېرو ټولټاکنو کې مرسته کړې وه. هغه وايي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د کرزي ورځې په شمار پاتې شي. دوستم وايي چې هغه نیمه افغان نیمه امریکايي دی ځکه چې هغه ډېر وخت په نوموړي هېواد کې تېروي او هلته تجارتونه لري.
خبریاله وايي چې په افغانستان کې له سختو ستونزو سره مخ دي او دا چې د هغوي راتلونکی به څنګه وي په دې اړه زه له پوښتنې وېرېدلم ځکه چې د ښځو د حقوقو په برخه کې د ده خپل ریکارډ ډېر خراب دی. دوستم وايي د دې لپاره چې په ټولو برخو کې پرمختګ یقیني شي، افغان او امریکايي مشران باید په فعاله توګه د ښځو ونډه باوري کړي چې هغوي ته په تېرو کلونو کې ورکړل شوي حقوق خوندي کوي.
خبریاله په اخر کې په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه په ناوړه حال خبرې کوي او دا چې د امریکا له راتګ وروسته څه نا څه غوره والی پکې راغلی دی. په تګ تګ کې مې ورڅخه په ماهرانه ډول پوښتنه وکړه چې که هغه د یو زړور کس په توګه د یو نوي افغانستان د جوړولو لپاره څوک ویني یا پخپله باید کاندید شي. خبریاله وايي هغه نه غواړي چې کاندید شي خو خامخا په ذهن کې کوم بل څوک لري.
خبریاله وايي چې ما د افغاننستان د تر ټولو ستر سازش کوونکي څخه له دې زیاته تمه نه درلوده او رازئ هیله ولرو چې دا به د هغه تر ټولو غوره معامله وي.