غزل

 
زه دې کړم دوکه تا شرارت وکه دا دې څنګه مينه محبت وکه
  ماته غمازانو لارې ونيوې تاته رقيبانو شيطانت وکه
  ما خو ته ستايلی يې په هر ځای کې تا زما وهر کس ته غيبت وکه
  ستا د تورو سترګو په خاطر ګله ما ستا د سګانو هم عزت وکه
  ستا په جفاګانوزما څه پروا تاخومحبت ته خيانت وکه
  ته مې کړې معبود مشکور بنده شوم ستا تا ته مې ټول عمر عبادت وکه
  مشکور