
لېکنه: محمد عادل عزيزي
په چک ولسوالى کې د روان حالت په اړه چارواکي ولي چوپ دي؟ له تيرو دريو مياشتو را هيسې له کله نه چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه د وردګو ولايت د چک ولسوالى ته تللي دي د عامو خلکو ځورونې، وهل ټکول، د ناموس ښکنځلې کول او دغه راز نورې نارواوې هم راونې دي.
درې اونى وړاندې د چک ولسوالى څخه ځينې عام وګړي له ژورناليستانو سره په اړيکه کې شول له هغوى وغوښتل چې د دوى د حالت په اړه چارواکي خبر کړي او ورته ووايي چې په دغه ولسوالى کې د ملي اردو لخوا د خلکو په ځورونه باندې ځان خبر کړي او مخه يي ونيسي. دوى اعا کوله چې کله د دغه ولسوالى په هغه سيمو کې چې د ملي اردو پوستې شتون لري کوم بريد وشي زور يي له عامو خلکو باسي. دوى وهي ټکوي، او ان د ناموس ښکنځلې ورته کوي. سرنوشت ورځپاڼې په هغه وخت کې هم د خلکو له دې شکايتونو سره سم له مسئولو چارواکو سره اړيکه ونيوه او د دغه ناروا په اړه ورته وويل، د ملي دفاع وزارت وياند جنرال عظيمې خو بيخې بي خبري وښووده او ويي ويل چې ته په دې اړه کوم شکايت نه دى رسيدلى، د وردګو ولايت د والي وياند خو بيا دا تبليغات وبلل خو په څه ناڅه توګه هغه دغه پيښه تائيد کړه خو ويي ويل چې دوى به په دې اړه څېړنې وکړي، چې متاسفانه د دوى څېړنې لا تراوسه نه دي شوې او تراوسه د ملي اردو ځواکونه چې ډيرى يي دري ژبي دي په دغه ولسوالى کې خلک ځوروي او وهي ټکوي يي. د چک ولسوالى عام وګړي وايي چې تېره ورځ هم ورته حالت وو او ملي اردو ځواکونو دغه حالت وروسته له هغه شروع کړ چې د دوى يوه رېنجر د سړک د غاړې پر ماين وربرابر شو. دوى وايي چې د ملي اردو ځوکونو کابل ته ټول تلونکي موټر درول او د هر موټر سورولى ته به يي يو ځل ښکنځلې کولې او وروسته به يي ټول يو يو کنداغ وهل. دوى وايي چې که له يوې خو مونږ په ډيره سخته ګرمى په داسې حال کې چې روژه هم ده خپل کاروبار په ډيره سختى کوو، خو له بلې خوا د ملي اردو ځواکونو دغې کړنې تر ستونې راوستلي دي. په داسې يو حالت کې چې له يوې خوا هره ورځ د دوى په سيمه کې د جنګ له لاسه څوک د کور څخه د باندې نشي وتى، له بلې خوا په سخته ګرمى او اوږدو ورځو کې روژه نيسي، او له بلې خوا د ملي اردو ځواکونه هره ورځ دوى تر کنداغو لاندې کوي او د خپلو ملګرو غچ له دوى اخلي دوى په څنګه حالت کې ژوند کوي. چارواکي خو بيخي په دغه حالت ځان نه خبروي او بيخبري ښيي نو د داسې يو حالت مخه نيول څنګه ممکن دي. که چېرته هم دغه حالت څه نور دوام ومومي نو ليرې نه ده چې خلک نور د خپل ځآن غم په خپله وخوري ځکه له هغه چا څخه چې د دوى تمه ورته وه تمه يي ترې وشکيده او پرې بې باوره شول نه غواړي نور داسې يو حالت وزغمي.
د ياونې وړه ده چې مياشت وړاندې هم په دغه ولسوالى کې د موټر پر سپرليو باندې ډول ډول ځورنې شوې وې چې يو له هغو څخه هم په سپين ږيرو کسانو سينه کشي کول وو او بل هم د ناموس ښکنځاوې.