آیا ولسمشر رېښتيا هم داداري فساد ختمول غواړي؟

افغان ولسمشر حامدکرزي د توکيو کانفرانس څخه وروسته په هېواد کې د روان اداري فساد د مخنيوي لپاره هڅې ګړندې کړي، او غواړي هغه ژمنه چې د توکيو په کانفرانس کې يې له نړيوالې ټولنې سره کړې وه پرځای کړي، خو د شننونکو په آند چې د ولسمشر روانې هڅې به کومه مثبته پايله ونه لري، د دوی په آند چې تر اوسه هغه ادارو ته چې پکې اداري فساد اوج ته رسېدلی توجه نده شوي، پدې ادارو کې د ټيټ پوړو چارواکو څخه نیولې بيا تر لومړي شخص پورې ټول په فساد کې ککړ دي، که ولسمشر رېښتيا هم په ادارو کې فساد ورکول غواړي، او غواړي پاتې دوه کالونه چې د ولسمشر د دورې اخيري کالونه بلل شوی، خپل اعتبار بيا راژوندی کړي، موږ (عامه خلکه) به د ولسمشر د پرېکړو تر شاه کلک درېږو او تر هغې به خپلو همکاريو ته دوام ورکوو چې تر څو مو په وس پوره وي، د نورو ادارو تر څنګ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره، ملي شورا او یو شمېر نورې ادارې شتون لري، چې باید تر ټولو لومړی هغوئ ته توجهه وشي، ځکه دا وزارتونه او ادارې د هېواد سرنوشت ټاکوونکي ادارې او وزارتونه دي، ليکنه راڅخه اوږده نشي راځم اصلي ټکو ته.
د ملي شورا د دواړو جرګو زيات شمېر غړي خپله په اداري فساد ککړ دي، دا خبره هغه وخت پوره ثابته شوه،چې تېره ورځ د همدې جرګې يو غړي په دري ژبه د اداري هئیت څخه نيولې بيا تر ټولو وکيلانو پورې په اداري فساد ککړ وبلل، او ويې ويل: (مرګ بهتر است برای دولتمردان خاین افغانستان)، ده وويل د همدې جرګې غړي خپله په اداري فساد ککړ خلک دي، دوی به څنګه وکولای شي، په نورو ادارو کې فساد له منځه يوسي، دا خبره هغه وخت راڅرګنده شو، چې رسنیو خبر ورکړ ولسي جرګه د هېواد کورنيو او دفاع چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رئیس استحضاروي، اووروسته د نامعلومو ټليفونو څخه د جرګې هغه غړو ته زنګونه وهل شوي او تهديد شوي چې غوښتل يې ياد شوي چارواکي استحضا کړي دوی ته ويل شوي چې دوی بايد له دې څخه لاس واخلي، اصلي خبر هم همدا ده، که چيرې په ملي شورا کې کار ونشي او د دوی مخه و نه نيول شي، ليرې نده، چې ټولې ادارې به په فساد ککړ شي، همدا غړي په قراردادونو، غصب، ناوړه کړونو او يو شمېر غير اخلاقي کارونو کې لاس لري.
په کورنيو چارو وزارت کې د ټيټ پوړي چارواکي څخه نيولې بيا تر لومړي مقام پورې ټول په اداري فساد، ژبني، قومي، نژادي او حزبي تعصبونو لړل شوي، په لوژستيکي او نورو قراردادونو کې مستقيماً لومړی مقام لاس لري، ياد شويو تعصبونو يې شاوخوا ټوله سيمه او هېواد نيولی، هېڅکله یې هم د يو شجاع او زړور سرتيرې د شهادت له کبله د دوی کورنۍ ته د تسليت پيغام وانستوه، نه يې هم د دوی کورنۍ پوښتنه کړې، او نه يې تر اوسه کومه مرسته اوهمکاري کړې.
د کورنيو چارو وزارت سره يوځای د دفاع وزارت کارونه هم په همدېشان روان دي، دلته هم مشر د کشر په قصه کې ندی، پرون يې زړور زمري سرتيرې د هېواد په کوډ کې وژل شوی، دوی پرې حتی (خدای دې وبخښې) هم و نه ويل، او نه يې دا وويل، چې د دوی کورنۍ بل څوک د نفقې پيدا کولو لري او کنه؟ نه يې د کورنيو چارو له وزیر پشان د کوم سرتيرې په فاتحه کې ګډون کړی او نه يې هم د هغوئ د کورنۍ د پوښتنې لپاره څوک استولي، که په ورځ کې لسګونه سرتيرې د هېواد د ساتنې په نوم ووژل شي، دوی يې پوښتنه نده کړې، د تل په شان په خپلو ګټو پسې ګرځي، د کورنيو چارو وزیر خپله په قراردادونو کې لاسوهنې کوي، بيا پدې وزارت کې د دفاع وزير ځوی دی، هېڅ قرارداد د دفاع وزیر له ځوی څخه نه تېرېږې، بې لدې چې دی ته پکې سهم ورنکړي، دوی په پلازمينې مرکز کې په مزو سر وي او زموږ د کورنۍ غړي په سرحدونو کې ددوی امنیت ساتي، لاسته راوړنه د هغوئ وي وياړ پرې دوی کوي، خو کله چې سرونه د هغوئ ځي بيا دوی چپه خوله ناست وي حتی يوه فاتحه یې هم نه کوي، جنرال يفتلي د شهيدمحمداودخان د روغتون سره د مرسته شويو پيسو په ميليونونو ډالر خپل جيب ته کړل يوازې له دندې ګوښه شو نور ورته هېڅ هم و نه ويل شول، ربورټونه وايي چې د ياد روغتون مرسته شويو پيسو څخه شاوخوا ۱۰ ميليونه ډالر دفاع وزارت لومړي مقام ترلاسه کړي، له بل پلوه دوه اونۍ مخکې يو راپور داسې وويل چې د دفاع وزیر ځوی ۱۲ ميليونه ډالر د مختلفو قراردادونو څخه ترلاسه کړي د کار ترسره کېدا مخکې بل هېواد ته وړي او پښې يې سپکې کړي دي.
د هر څه سربېره عدلي او قضايي ارګانونه ډېر له فساده ډک دي، دوی د هغه چا پروا کوي او فکر يې ساتي څوک چې دوی فکر ساتي او د  هغه چا دوسیه له ستونزوسره مخ کوي، څوک چې د جيب خرڅ نه ورکوي، داسې قاتلين او تروريستان هم شته چې په موټرو کې يې انتحاري واسکټونه د يوځای څخه بل ځای ته انتقال کړي، قتلونه يې کړي ثبوتونه هم پرې موجود وي مګر د څو پیسو په مقابل کې خلاصېږي، خو هغه څوک چې يا د بل چا په ټس کې او يا هم په ډېر کوچني جرم نيول شوی وسې، د نه پیسو له وجهې په کلونو کلونو بې سرنوشته په زندانونو کې پروت وي.
د پورته ذکر شويو ادارو د لټيا او کمزورتيا له وجهې ليدل کېږي، چې د هېواد په مختلفو برخو کې افغان سرتيرې مخالفينو ته تسلېمېږي، د دوی تسليمې اصلي لامل دا ندی، چې دوی له مخالفينو سره مينه لري، مګر اصلي لامل يې دا دی، چې د پورته ذکر شويو ادارو لخوا يې پوښتنه نه کېږي، د پورته ذکر شويو ادارو لخوا يې ضمير وژل شوی او ذليل شوی دي، نن په يو پوسته کې چې په ليرې پروت ولایت کې موقعيت لري يو سرتيرې يې ووژل شي، هغه سرتيرې په ورځوورځو هغه ساحه کې پروت وي، څوک يې خواته هم نه ورځې ويره لري، چې د لارې په اوږدو کې د چا لخوا تر بريد لاندې رانشي، هغه شهید ته په کتو د نورو مرام هم کمېږي او حتی دې ته رسېږي، چې مخاليفينو ته تسليمېدل تر هر څه بهتره وګڼي.
ولایاتو ته د واليانو، ښاروالانو او ولسوالانو د ټاکل کېدو اداره (سيمه ييز ارګانونه) هغه اداره چې د پوپل صاحب د تګ وروسته يې ښه ورځ و نه ليده، هر پوست ته بيل بيل قیمت ټاکل شوی، ولايت ټاکل شوې پیسې، ښاروالي خپلې پيسې او ولسوالي خپل فيس لري، د راپورټونو له مخې سميه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لخوا شاوخوا ۱۱۶تنو ته ولایاتو، ۱۵۰ تنو ته د ښارواليو او ۳۵۰ تنو ته د ولسواليو د ورکړې ژمنې شوي دی، پوښتنه دلته راولاړېږي، چې آياکه څوک په پيسوڅوکۍ ترلاسه کړي، وروسته به دا شخص د خدای رضا لپاره کوم کار خلاص کړي، زه وايم نه هېڅکله نه! هر وخت چې پر يو څه پيسې ولګي مجبوراً بايد بيرته هغه پیسې ترلاسه شي، نو پدې حالاتو کې اداري فساد ختمېدل ډېر له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کېدای شي.
له ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د پورته ذکر شويو اداره له سره کتنه وکړي، ترڅو ولسمشر هم په خپل تګلارې کې بريالی وسې او وعده يې هم پورته شوې وسي.
صمد افغان