دپېښور په ديوالونو ډوډۍ پخيږي

ليک:س ، سيرت
 
پنجشنبه (زیارت)   ٢٦ / ٠٧ / ٢٠١٢
دپخوانو مشرانو وينا ده چې کله به وچکالي راغله لمر بۀ په اميانه اصطلاح يوه نيزه راټيټ شو اولس به علماء ته رجوع وکړه چې که داستسقاء لمونځ وکړ ګوندى که خداى مو عرض واخلي او درحمت باران راباندې وکړي .دشينوارو دعبدل خيلو ميراجان بابا سره مو دجهاد په شپو ورځو کې شپه شوه مونږ به دنازيانو دپوستو دډزو نه ځان ساته لواړګى نه تر دوربابا او بيا تر عبدل خيلو چې رسيدو دماښار لړه تياره به خوره و دشپى ميراجان بابا دوچکالى کيسه وکړه بيا يې وويل زمونږ په افغانستان کې دظاهر شاه پاچاهي وه زه ځوان وم چې په هغه  کال  باران نه ؤ شوى زمونږ کلى ته يو بزرګ دينى عالم سره دشيخانو او مريدانو راغى مونږ ورته دماسخوتن دلمانځه وروسته دسيمى دسخت ژوند او وچکالۍ  فرياد وکړ ومو ويل څه وجه ده چې پر مونږ باران نه کيږي هغه وويل سهار وختى دلمانځه وروسته ماشومان ، زاړه او ځوانان   تر دي چې که واړه دغيږى ماشومان هم راوستى شي يوى لوړى غونډۍ  ته دباران دلمانځه دپاره راټوليږو دا وينا ما او نورو کليواو خلکو ته دحيرانتيا پدې وه چې دباران د لمونځ خبره مو دلومړى ځل دپاره ددينى عالم حاجى محمد امين صاحب نه واوريده . حاجى محمد امين صاحب په عاشق رسول مشهور ؤ او سهار يوې  لوړې  غونډۍ  ته دلارښووني مطابق وختو وچه پخه کړى ډوډى مو په ماشومانو خيرات کړ . په لمانځه ودريدو او د باران لمانځ راته حاجى صاحب بيا بيا تکرار کړ .بيا مو دلمانځه وروسته سرونه لوڅ کړل لاسونه مو دخداى په دربار کې لپه کړل چې اوږده دعا پاى  ته رسيده اسمان وريځى ونيوه او چې له غونډۍ  کلى ته راکوزيدو په کاسو کاسو باران پيل شو ديوه پټي  نه بل او بل نه بل او بو لارې  وکړى په حاجى صاحب مو څادر نيوه چې راته يې وويل مونږ په سوالونو غوښتى باران دى ښه ده چې راباندې وريږي دهغه  وروسته دکلى ملا امام مونږ ته وويل دى ته داستستقاء لمونځ وايي .  په دې کال حاجى صاحب په ډيرو سيمو کې داستسقاء  لمونځونه وکړل او دهمدې کال راپديخوا دباران دپاره داستسقاء لمونځ مونږ وپيژنده .دادى سږ کال په پېښور کې د څلور مياشتو را پديخوا باران ندى شوى لمر يوه نيزه راټيټ شويدى دشمس تبيرز غوندى بزرګان هم نشته دلمر  په څير  او بزرګ عالم حاجى محمد امين په شان علماء هم نشته چې دباران سوالونه وکړى ټولې پښتونخوا پر  پښتون حکومت اعتراضونه شروع کړيدى وايي ١٦ ساعته روژه نيسو او ١٨ ساعته لوډشيډنګ ( دبريښنا نشتوالى) زغمو هغه پښتانه چې دسياستوالو سره په سيالۍ کې به يې پښتنو ته ويل خپله خاوره خپل اختيار که حکومت زمونږ شو او تاسې  په رايو کامياب کړو سل يونيټه بريښنا به درته وبخښل شي دخيبر پښتونخوا په تاريخ کې چې څومره حکومتونه تير شويدى دومره زور او ظلم دپښتنو سره ندى شوى په کليوالو سيمو کې دومره بريښنا نه وي چې له  څاګانو اوبه پرې راووستل شي اولس په خپلو کړو پښتنو سياستوالو ته په رايه ورکولو توبه ګار دى .غريب کار او مزدورکارته که  دورځې  کار  پيدا شي په کار کې يې لمر وسوزوي دشپى دګرمى عذاب يې نور هم ور زيات شي دازميښت په ډول په پېښور کې دومره ګرمي ده چې په ديوالونو ډوډى پښيږي ديوې خو ا له اسمانه لمر يوه نيزه راټيټ شويدى او دبلې خوا پښتون حکومت پښتون اولس په ناڅرګند جرم کې را نيولى دى غوره داده چې دلوى خداى په دربار کې لاسونه لپه کړو او درحم او کرم سوالونه ترې وکړو .