
د دوهمې نړيوالي جګړې په ختميدو سره په ۱۹۴۵ميلادي کا ل کې د انګلستان او د نورو اروپايي استعمارې هيوادونو په مستعمراتو کې آزادي بخښونکی غورځنګونه منځ ته راغلل، د هند نيمه وچه د انګلستان له مشهورو او مهمو مستعمرو څخه شميرل کيده. په دغې نيمه وچه کې هم آزادي بخښوونکي غورځنګونو راوټو کيدل، چې په دغو غورځنګونو کې نه يوازې هندوانو برخه لرله بلکې د هندوستان ټولو مسلمانو، اسلامي غورځنګونو او د نورو عقيدو پيروانو هم د هند د نيمې وچې په آزادۍ کې مهم او با ارزښه رول درلود. د هند د نيمې وچې په آزادولو کې ډيرو سياسي، مذهبي او ملي ګوندونو برخه درلوده، خو په ټولو کې زياته برخه د هند د کانګرس د ملي ګوند وه چې د ټولو نه يې زيات مالي او ځاني تاوانونه وليدل او خپل هدف ته ورسيده .
لکه چې وويل شوو د هند د کانګرس ملي ګوند يوازې په هندوانو پورې اړه نه درلودله دا ګوند واقعاً چې يو ملي او سراسری ګوند و په دې کې د هند د نيمې وچې ټول مهم قومونه او د دينونو او مذهبونو پيروان شامل وو او په ګډه يې د يو هدف لپاره مبارزه کوله. په دغو ګوندونو کې د پښتونخوا سياسي او ملي مبارزينو، چې د آزادۍ لپاره مبارزه کوله هم برخه درلودله چې په دې کې د هغه ګوند مشر خان عبدالغفار خان او د هغه کورنۍ فعاله برخه اخيستله.
په دغه لنډه مقاله کې به لومړی د کانګرس ملي ګوند د تاسيس او فعاليتونو په برخه کې او بيا په دغه ګوند کې د خان عبدالغفارخان او د هغه د کورنۍ په ځانګړی توګه د عبدالغني خان د ونډې اخيستلو په برخه کې معلومات وړاندې شي.
د هند کانګرس ملي ګوند د تاسيس او د سياسي فعاليتونو د پېل په اړه په (( تاريخ کشورهای آسيا و آفریقا در عصر حاضر)) کې په لاندې ډول ذکر شوی دی : (( مهاتما ګاندې په ۱۹۱۶ ميلادې کال کې د عدم تشدد سياست غوره او دغه سياست د هند ملي کانګرس په رسمې روش باندې تبديل شو. دغه سياست په هندوستان کې د ټولو سياسي ګوندونو او سازمانونو او د هند د نيمې وچې د ټولو خلکو په ګټه باندې تماميده. په همدې دليل د ۱۹۱۸ م کال نه وروسته د هند ملي کانګرس ګوند د يو کوچنی سياسي سازمان څخه د هند د نيمې وچې په يو سراسری سياسي ګوند باندې تبديل شو.
د مهاتما ګاندې په بلنه د ۱۹۱۹ کال د اپريل د مياشتی نه وروسته د هند د پنجاب، بهار، بنګال، مدراس، امريتسر او نورو مهمو ښارونو کې د اشغالګرو استعمارګرانو پر ضد مظاهرې او اعتصابونه پېل شول او ددغو اعتصابونو او مظاهرو لړۍ تر ۱۹۲۷ م کال پورې خپل او ج ته ورسېدله او د هند د نيمې وچې په ټولو مهمو ښارونو کې تحريکونه پېل شول. ددغو تحريکونو په مقابل کې د برتانوی هند حکومت هم شديد عکس العملونه وښودل او دغه مظاهرې او اعتصابونه يې وځپل، چې په نتيجه کې د هند ملــــــي
کانګرس ګوند غړي چې نژدې لس ميليونو ته رسيدلی وو څو سوو زرو ته راښکته شول. ( ١ ) .
په ۱۹۳۰ م کال کې مهاتماګاندې د سول نافرماني(( ملکي عدم اطاعت)) په نوم يو پروګرام اعلان کړ... ددې پروګرام معنی او مفهوم دا و چې د هند ملي کانګرس ګوند غړي او نور پلويان يې بايد د خپلو کارونو څخه استعفا وکړي او په اعتصابونو او مظاهرو کې برخه واخلی، چې دغه کار د هند په زياترو ښارونو کې عملي شو، په پيښو راو د هغه په شاوخوا سيمو کې دغه تحريک د سرخ پوشانو له خوا د خان عبدالغفار خان په مشرۍ پېل شو او د برتانوی حکومت له خوا وځپل شو. او بيا دغه غورځنګ د پښتنو په قبايلي سيمو کې پيل شو چې د برتانوی حکومت د هوايي حملو په نتيجه کې وځپل شو.))(٢ ) .
له دغو پيښو څخه وروسته د هند ملي کانګرس ګوند سره د خان عبدالغفار خان اړيکې ټينګې او مضبوطې شوې، او خان عبدالغفار خان تصميم ونيو چې په پيښور کې يو سياسي تحريک پېل کړي او خپل دغه تصميم يې عملې کړ او د خدايي خدمتګار په نوم يې يو سياسي ګوند تاسيس کړ.
په ۱۹۳۰ م کال کې د پيښو رپه اتمانزو کې لويه جلسه او مشاعره جوړه شوه په دې مشاعره او جلسه کې خان عبدالغفار خان د خدايي خدمتګار په نوم يوسياسي تحريک پېل کړ. دې جلسې او مشاعرې ته سياسي تحريک په دې دليل وايو چې دا د استعمار نه د آزادۍ په خاطر پېل شوی و، ددې تحريک د تاسيس او پېل په برخه کې د پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان په خپل کتاب ( ( زما ژوند او جدوجهد)) کې داسې وايي: ((مونږ خو چې تر اوسه پورې کومې جلسې کولی نو د ضلع او تحصيل په سطح وې، نو ما اراده وکړه چې اوس به مونږ د ټولې صوبي په سطح باندې يوه لويه جلسه وکړو ځکه ما چې کتل د خدايي خدمتګارو دې تحريک په پښتنو کې يوه نوی جذبه پيدا کړی وه. نو ددی د پاره ما دا مناسب وګڼل چې اول بايد د جلسې انتظام وکړو. د سرحد ټولو پښتنو له مو د شرکت دعوت ورکړو دا جلسه مو په شلم او يوويشتم اپريل ۱۹۳۰ م په اتمانزو کې مقرر کړه او د يوې مشاعرې بندوبست مو هم وکړو او ددی مشاعرې طرح داوه(( جنګ د آزادۍ له هميشه ځلمی وتلی دي)) ( ٣ ) .
په دې وخت کې په هندوستان کې د هند برتانوی حکومت مسلط و او ددی جلسې په مقابل کې يې هم عکس العمل وښود او غوښتل يې چې دا جلسه ناکامه شی، په دې برخه کې هم په پورتنی کتاب کې ذکر راغلی دی چې دلته وړاندې کيږي: ((..... چې د جلسې اعلان وشو نو زمونږ د جلسې د اعلان سره حکومت ډير په فکر او تشويش کې پريوتو او د اتمانزو په خانانو پسې حکمونه جاری شول، حکومت غوښتل چې دا جلسه په څه چل بنده شی، چې مونږ په دې بدنام نه شو، او د کلی خانان او خلک ددې څه مخالفت وکړی او مونږ له بهانه په لاس راشی، ليکن حکومت په دی فکر و فريب کامياب نه شو ځکه چې زمونږ د کلی خانان خو په خدايي خدمتګارۍ کې شريک شوی وو، صرف برنی محمد عمرخان زمونږ په خدايي خدمتګارو کې شريک نه وو،نوره کورنۍ يې ټوله خدايي خدمتګار وو. حکومت په ځينو سيندونو پلونـــه هم خلکو ته وران کړل، خو په دې کامياب نه شوه او په زرګونو نر او ښځې په جلسه کې شريک شول. جلسه ډيره کاميابه شوه او بيا خاص د خدايي خدمتګارو پر يډ، جلوس او سلامي په خلکو ډير اثر وکړو. د انګريزانو خو د مخکې نه اراده نه وه چې مونږ دې کار ته پريږدي خو د خدای فضل و چې ددې دری نيمې مياشتي مونږ کار وکړو. مونږ چې د کانګرس د جلسي نه راغلو نو په جنوري ۱۹۳۰ کې مو کار شروع کړو او په اپريل کې زه انګريزانو ګرفتار کړم)) ( ٤ ) .
د خان عبدالغفار خان د بندي کيدو نه وروسته انګريزانو په چارسدې باندې حمله وکړه، ټول خدايي خدمتګار يې بنديان کړل او عام خلک يې محاصره کړل. د چارسدې محاصرې يوويشت ورځې دوام وکړ. په دغه محاصره کې خدايي خدمتګارو او عامو خلکو ته ډير زيانونه ورسيدل. په دې مهال کې عبدالولي خان په چارسيده کې و، هغه ته هم د انګريزانو له خوا تکلیف رسيدلی و او عبدالغني خان چې نژدې اتلس کلن ځوان و په امريکه کې په تعليم باندې بوخت و او ددی مشکلاتو د وجي نه د هغه تعليم هم نيمګړي پاتې شو او هغه هم وطن ته ستون شو. د باچا خان د بندی کيدو نه وروسته خبره د چارسدې په محاصره باندې ختمه نه شوه. انګريزان د پښتنو په ټولو علاقو کې د خدايي خدمتګارو پسې ګرځيدل او هغوې يې بنديانول او يا يې وژل. ددې ظلمونو په مقابل کې د پښتنو په ټولو علاقو کې عمومي پاڅون پېل شو، په دې برخه کې د باچا خان په بيوګرافۍ (( زما ژوند او جدوجهد)) کې هم بحث شوی دی چې دلته يې يو څو ټکی رانقلوم: (( دې ظلمونو پښتانه راولړزول، په زرګونو زلمو د ملکنډ نه تر ديره اسماعيل خانه پورې جامې سرې کړې او د وطن د آزادۍ په ميدان کې د سور نښان لاندې ودريدل، خدايي خدمتګار تحريک په آزادو قبايلو باجوړ، مومندو، اپريدو، ورکزو، وزيرو، مسودو او بيټنو کې خور شو.... دا جنګونه ډيره موده جاری و، دا اول ځل وو چې د مومندونه را واخله تر اپريدو او وزيرو، مسودو پورې ټول قبايلي وروڼه د خپلو وروڼو په امداد راپاڅيدل او تر هغې يې د صلح کولونه انکار اوکړو تر څو چې باچا خان او ګاندهې جي يې نه وی راپريښي ( ٥ ) .
د پښتنو د عمومي پاڅون او د خدايي خدمتګارو د مظاهرو او اعتصابونو په وجه حکومت مجبور شو، چې باچاخان او د هغه ملګری دبند نه خوشی کړی، په دی ترتيب باچاخان د اوږدې مودې قيد تيرولو نه وروسته خوشی شو ، په دی برخه کې باچاخان په خپل کتاب کې داسې يادونه کړی ده: (( عبدالاکبر خان او سرفراز خان زما نه مخکې رها شوی وو خو لا کلي ته تللي نه وو او د ګجرات په ښار کې ديره وو، چې زما د رهايي نه خبر شول نو ماله د جيل دروازې له راغلل او زه چې د جيل نه بهر کيدم نو په زرګونو هندوان، مسلمانان او سکهان راجمع شوی وو، زه يې په موټر کې کښينولم او په ښار کې يې زما جلوس اوښکو او بيا يوه لويه جلسه وشوه، ما د هغه شکريه ادا کړه او يو مختصر تقرير مې وکړو.( ٦ ) .
کله چې خان عبدالغفار خان په ۲۳ اپريل ۱۹۳۰ م کال کې ګرفتار شو او ګجرات جيل ته وليږل شو، نو دده د بندی کيدو نه وروسته انګريزانو د پښتنو په سيمو کې د خدايی خدمتګارو او د خدايي خدمتګارو پــــــــه طرفدارانو پسې پښی لوڅی کړې او غوښتل يې چې دغه تحريک ختم کړی او د پښتنو په سيمو کې يې
زور او ظلم پېل کړ، خدايي خدمتګار ددې ظلمونو څخه په تنګ شول او ددې ظلمونو د خلاصون لپاره يې په عملي اقداماتو پيل وکړ، او په بندی خانه کې د عبدالغفار خان سره په تماس کې شول او له هغه څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه په دې وخت کې خدايي خدمتګارو ته د سياسي ملګرو پيدا کول ډير ضروری و، نو دوی لازمه وګڼله چې بايد خدايي خدمتګار يا مسلم لیګ ګوند سره يو ځای شی او ائتلاف وکړي او يا د هند ملي کانګرس ګوند سره. ددې سياسي ائتلاف او يو ځای کيدو په برخه کې د خان عبدالغفار خان په يادښتونو کې داسې ذکر شوی دی: (( مونږ د ګجرات په جيلخانه کې وو چې زمونږ يو دوه ملګري، يو ميا جعفر شاه کاکاخيل، بل ميا عبدالله شاه د قاضي خيلو چارسدې زمونږ ملاقات له راغلل، زما ملاقات خو بند و او زما دی نورو ملګرو سره يې ملاقات وشو هغوې وويل چې حکومت زمونږ د ټولې صوبې لاره بنده کړی ده. نه څوک د صوبې نه بهر تلی شی او نه څوک د بهر نه صوبې ته راتلی شي او په خلکو يې ډير زور او ظلم شروع کړی دی، کوښښ دادی چې دا زمونږ تحريک ختم کړي،مونږ په اباسين راپورې وتو ځکه چې ګودرونه ټول سرکار نيولي دي او تاسو له راغلو چې مونږ څه وکړو، په مونږ داسې ناروا ظلمونه کيږي چې دنيا کې په چا نه دي شوی خو دنيا زمونږ د حال نه خبره نه شوه. زموږ د ملګرو چې ملاقات وشو نو راغلل ماته يې دا ټول حال ووی، مونږ خو په خلافت ګوند کې وو، زمونږ په صوبه کې مسلم لیګ نه و، مونږ خو د پنجاب سره په خلافت کې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډير وروڼه په مسلم لیګ کې هم وو. مونږ دوی ته دا رايه ورکړه چې تاسو هندوستان کې د مسلم لیګ مشرانو ته ورشئ او ورته ووايئ چې پيرنګيانو په مونږ ډير ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږ صوبه يې بالکل محاصره کړی ده، تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه چې مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنيا زمونږ د حال نه خبره شی چې زمونږ تحريک خدايي خدمتګار خو اصلاحي تحريک دی. مونږ ورته دا هم ووې چې لاهور ته لاړ شئ، دهلي ته لاړ شی، شملې ته لاړ شی، په مسلمانانو وګرځی او د خپل حال نه يې خبر کړي. دوی لاړل او څه موده پس چې راغلل او مونږ يې خبر کړو چې مونږ د مسلم لیګ په ټولو ليډرانو وګرځيدو هغوې خو زموږ مدد ته تيار نه دي او تيار ځکه نه دي چې هغه خو يو جماعت دی، چې پيرنګيانو د هندو د مقابلې د پاره جوړ کړی دی او زمونږ جنګ خو پيرنګي سره دی نو هغوې به زمونږ څنګه مدد وکړی، نو مونږ ورته ووی چې بيا لاړ شی، هندوستان کې نورو جماعتونو سره ووينئ او خپل حال ورته ووایئ، دوی لاړل او چې څه موده پس راغلل نو مونږ ته يې ووې چې مونږ خو ډير وګرځيدو، خو بغير د کانګرس نه زمونږ سره امداد ته چا غاړه کينښوده، د کانګرس ليډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې تاسو پيرنګي سره جنګ په څه دی؟ مونږ ورته ووې چې د ملک د آزادۍ دی، د جنګ طریقه مو څه ده؟ مونږ ووی عدم تشدد، دوې ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دی، تاسو هم غلامان يې مونږ هم غلامان يو، ستاسو هم انګريز دښمن دی، زمونږ هم دی، تاسو هم آزادي غواړﺉ ، مونږ هم، تاسو مونږ سره ملګري کيږﺉ نو مونږ ستاسو مدد ته تيار يو، نو د دوی ددې بيان نه پس مونږ دوی ته ووې چې واپس خپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ. هغوې چې څه فیصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده، دوې لاړل او د صوبي جرګې دا خبره منظور کړه چې کانګرس سره ملګري کيږو.
مونږ خو نن درياب کې لاهو يو او غرقيږو، څوک چې لاس راکوی ورکوو يې. دوی نه پس جرګې د کانګرس سره خپل تړون وکړو او د کانګرس کميټې سمدستي په مرکزې اسمبلی کې سپيکرووتل بهايی پټيل د يو وفد په مشرۍ صوبه سرحد ته د تحقیقاتودپاره راوليږه خو پيرنګيانو په اټک بند کړو نو هغوي پينډۍ کې کښيناستل او تحقیقات يې شروع کړل، زمونږ د پنجاب مسلمانان وروڼه زمونږ نه ګيله کوي د هندوانو جماعت نه دی دا د ټول هندوستان د ټولو خلکو شريک جماعت دی. جناح صاحب خو هم په دې کانګرس کې و.
او بله دا چې مونږ کانګرس سره څنګه شو؟ که چيرې دوی زمونږ امداد کړی وای نو مونږ کانګرس څه کاوه؟ حقیقت دادی چې مونږ خو دوی کانګرس سره ملګری کړی يو، مونږ پښتانه خو سيلاب په مخه کړي وو. دوی له راغلو، چې تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه یئ لاس راکړئ دوی لاس را نه کړو کانګرس وې زه يې درکوم مونږ له يې لاس راکړو. زه د دنيا ټولو مسلمانانو ته وايم چې اوس تاسو انصاف وکړئ چې دوی ګرم دي که مونږ؟...........( ٧ ) .
خدايي خدمتګارو د هند د کانګرس ملي ګوند سره يو ځای شو، نو دا يو ځای کيدل د انګريزانو لپاره ډير سخت تمام شو نو په همدې خاطر يې خپل هغه سياست ته چې: (( بې اتفاقي واچوه او حکومت وکړه))زور ورکړ او د پښتنو او نورو مسلمانانو په منځ کې دا تبلیغات پېل شوچې مسلمانان د هندوانو سره يو ځای شو او د کانګرس ګوند غړو په منځ کې دا تبلیغات او پروپاګند پېل شو چې پښتانه ډير متشدد خلک دي د دوی له لاسه به تاسو ته ډير زيانونه ورسيږي. په همدې وختونو کې چې خدايي خدمتګار ګوند نوی د کانګرس سره يو ځای شوی و، د کانګرس کلنۍ جلسه په کراچۍ کې د دايريدو په حال کې وه. په دې عمومي کلنۍ جلسه کې عبدالغفار خان او د پښتنو د ټولو علاقو نمايندګان کراچي ته لاړل په دې وخت کې د هندوستان او انګلستان په اخبارونو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د خدايي خدمتګارو او کانګرس ترمنځ بې اتفاقي پيدا شوی ده او خدايي خدمتګار کراچۍ ته را راوان دي چې د کانګرس کلنۍ جلسه خرابه کړي، ددې خبرونو او نورو خبرونو او تبلیغاتو په باره کې چې د کانګرس او خدايي خدمتګارو د جدايی او بې اتفاقه کولو لپاره جريان درلود خان عبدالغفار خان داسې ليکلي دی:
(( د هندوستان ښځې، نر ، د خدايي خدمتګارو او زما د ليدو ډير خواهشمند وو او هر وخت به زمونږ په کيمپ کې يو غوبل و او زرګونو خلکو به زمونږ کتولو راتلل ولی چې هغوي ته پښتانه د ځناور په رنګ ښودلی شوی وو او دلته د انسانيت او قوميت په اوچته پوړۍ ولاړ وو.
د پښتنو متعلق په ټول هندوستان کې ډير غلط پروپاګند شوی وه او دوی ورته متشدده خلک ښکاريدل خو اوس د کانګرس سره اوږه په اوږه د عدم تشدد په لاره روان وو او د پيرنګيانو جبرو ظلم ته يې په صبر او استقامت خپلې سينې ډال کړي دي. دوی ته پښتانه او کانګرس سره ملګرتيا ډيره عجيبه ښکاريده چې دوی پښتانه خدايي خدمتګار پخپلو سترګو وليدل، د دوی د عمل، د دوی د تنظيم، ددوی د اخلاص او ددوی د عدم تشدد نه خبر شول نو سترګې يې وغړيدې او تسلي يې وشوه او چې څومره پروپاګند ددوی پر خلاف شوی وه هغه يې د ماغزو نه ووت. قسم قسم خلک به ما له راتلل او قسم قسم سوالونه به يې کول. مــا به چې څومره زما نه کيدی شو پوهول. د خدای ډير شکر ګزار يم چې کوم خيالات دمودونه زمونږ خــــــــــلاف ددې خلکو په زړونو کې پيدا کړ شوي وو د هغوې تر ډيره حده پورې اصلاح او ازاله وشوه. بله دا چې دلته د کانګرس دې جلسې له د ټول هندوستان خلک راغلی وو، هغه ټول د حقیقت نه خبر شول. خدايي خدمتګار چې به څه وخت د کانګرس لنګر له ډوډۍ خوړلو او هر سړي به ددې کوښښ کولو چې خدايي خدمتګارو سره شريک شم او هر طرف ته چې به خدايي خدمتګار لاړل نو خلکو به يې ډير عزت کولو..( ٨ )
په دې ترتيب د هند کانګرس ملي ګوند او د خدايي خدمتګارو سره چې د عبدالغفار خان په مشري روانه وه اړيکې ټينګې شوی او په ګډه سره يې د انګريزي استعمار په مقابل کې مبارزه کوله، څو چې انګريزي استعمار مجبور شو چې هند ته سياسي استقلال ورکړي. انګريزانو هندوستان ته د سياسي آزادۍ ورکولو په څنګ کې دغه ملک په دوه برخو هندوستان او پاکستان باندې تقسيم کړ، چې ددې تقسيم په وخت کې ډير زيات شمير مسلمانان او هندوان او د هندوستان نور قومونه له منځه لاړل او خلکو ډير مالي او ځاني تاوانونه وليدل. ددې ټولو جنګونو او مبارزو بيانول او تشريح په دغه لڼده مقاله نه ځائيږي څه شی چې بيان او ذکر يې ددې مقالې په دې ځای کې ضروري او لازم دي هغه د عبدالغني خان سياسي مبارزې دی چې بايد لنډه يادونه يې وشی.
د عبدالغني خان د سياسي فعاليتونو په برخه کې چې د خدايي خدمتګارو په تحريک کې يې کړي دي مهمه برخه يې د (( زلمی پښتون)) په نوم د يوه سياسي او نظامي تحريک پېل دی. دغه تحريک د خدايي خدمتګارو د امنيت او حفاظت لپاره عبدالغني خان پېل کړ، ددې تحريک په باره کې کانديد اکاديميسن محمد ابراهيم عطايي په خپله مقاله کې داسې يادونه کړي ده:
(( غني خان د پښتنو د ستر مبارز خان عبدالغفار خان زوی دی، د هغه په سياسي ښوونځی کې روزل شوی دی، د يو علمي مبارز په توګه يې په سياسي صحنو کې برخه اخستې ده، په کلونو يې د انګريز او پاکستان زندانونه تېر کړی دی د هند د معروف فرهنګي شخصيت رابندرانات ټاګور په شانتی نيکتيان کې د هغه معروف نړيوال شخصيت پرلاس هنری پالنه ليدلی ده،په لندن کې يې تحصيل کړی، اروپا او امريکا يې ليدلی، د هند د معروفو سياسي شخصيتونو مهاتماګاندې، جواهر لال نهرو او نورو سره په کلونو محشور شوی دی.
د غني د کمال ټکې دادی چې په داټولو جرياناتو کې دی دخپلې ټولنې او خلکو څخه پردې شوی نه دی او خپل پيوند يې په دې برخه کې دومره کلک ساتلی دی چې کله يې د (( زلمی پښتون)) تحريک پېل کړ نو اتيازره وسله وال ځوانان پرې راټول شول او په يو ورځ يې اووه لس نيم زره ځوانان د پيښور په ښار کې مظاهرې ته حاضر کړل.
د دومره سياسي نفوذ خاوند شخصيت چې د هنری ايجاد ستر قدرت هم ورسره وی سړی پوهيدای شی چې خپلو خلکو ته د خپل فکر او احساس په انتقال کې په دغه اندازه بريالی کيدای شی.( ٩ ) .
هغه سياسي او نظامي حرکت چې د عبدالغني خان په مشرۍ د (( زلمی پښتون)) په نوم باندې پېل شوی دا د هغې زمانې د يو ضرورت په اساس باندې پېل شوی و، هغه ضرورت داو چې انګريزانو او د هغو پلويانو غوښتل چې د پښتنو او خدايي خدمتګارو په منځ کې بې اتفاقې واچوي او په دې توګه ددوی ترمنځ د خانه جنګۍ پلانونه عملي کړي، چې د همدې خانه جنګۍ او بې اتفاقيو په نتيجه کې دغه د خدايي خدمتګارو نهضت ناکاميده. په دې خاطر چې ددغو شومو پلانونو څخه مخينوی وشی عبدالغني خان د خدايي خدمتګارو د امنيت او حفاظت او همدارنګه د بې اتفاقۍ او جنګونو د مخينوی لپاره د (( زلمی پښتون)) په نوم تحريک پېل کړ چې په دې برخه کې عبدالغفار خان په خپلو ياداښتونو کې داسې ليکلي دي:
(( د اليکشن ( انتخاباتو) په وخت کې مسلم لیګ په صوبه سرحد کې د پراپیګنډۍ دپاره يو پنجابي ميجر خورشيد راليږلې و چې د خپلې بدعملۍ په وجه د فوج نه موقوف شوی و،هغه يې ددی غرض دپاره راوليږلو چې هغه پښتنو کې خانه جنګي پيدا کړي او داسې تقريرونه به يې کول چې د تشدد نه ډک وو، ده به ويل چې دا يو څو خدايي خدمتګاران دي چې دې قوم کې ددوی رسوخ او اثر دی، دوی قتلول غواړي او داسې خلک پيدا کړی، چې هغوې ته مونږ لس لس، شل شل زره روپۍ ورکړو چې هغوې دا ليډران مړه کړي، ځکه چې ددوی د مرګ نه بغير زمونږ لاره آزاديدی نشی. دا سړی ددې دپاره سرحد ته راغلی وو چې پښتانه په کور کې وجنګوی او که چيرې د خدايي خدمتګارو رهبران قتل کړي شی نو د قوم همدردي خو خدايي خدمتګارو سره ده، نو د بدل اخيستلو به ضرور کوښښ کوی او د مسلم لیګ ليډران به قتلوي.
او په دې طریقه پښتانه به خپل کور کې په جنګ جګړه اخته شي، او دوی به برباد شی، ميجر خورشيد يوازې زمونږ تباه کول نه غوښتل بلکې د پښتنو ټول قوم يې تباه کولو. څه وخت چې زمونږ خلک د ميجر خورشيد ددې ارادې او سيکم نه خبر شو نو هغوي د خدايي خدمتګارو حفاظت لپاره نوی جماعت د غني خان په مشري کې جوړ کړو چې نوم يې (( زلمي پښتون)) و او په دې کې هغه ځوانان شريک شو ل چې د چا عقيده په عدم تشدد باندې نه وه ځکه چې هغوي په دې غرض دغه جماعت جوړ کړی و چې خدايي خدمتګار خو تشدد نه کاوه ددوی عقيده په عدم تشدد ده ددوی خلاف د تشدد سازشونه کيږي نو دوی اعلان وکړو چې دا جماعت صرف د خدايي خدمتګارو د حفاظت دپاره دی( ١٠ ) .
ښاغلی عبدالروف (( بينوا)) د اوسنی ليکوال په دريم ټوک کې د عبدالغني خان د سياسي ژوند او سياسي فعاليتونو په برخه کې او همدارنګه د (( زلمي پښتون)) په نوم کوم غورځنګ چې غني خان پېل کړی و، او د هغه د جيل او بندي کيدو او نورو فعاليتونو په برخه کې يې مفصل معلومات وړاندې کړي دي چې په دې برخه کې د هغې ذکر لازم ګڼم: ((....... په ۱۹۴۵ م کال يې د سياست د ډګر خواته هڅه وکړه، او د دوستانو په سپارښتنه د هغه وخت په مرکزي پارلمنټ کې انتخابيدو دپاره ودريد ځان يې کانديد کړ دده په مقابل کې که څه هم د هغه وخت درې سياسي ډلې لکه خاکسار، مسلم لیګ او هندومهاسبهـا ولاړې
وې خو عبدالغني خان هغو ټولو ته ماتې ورکړه او د هند په مرکزي پارلمنټ کې وټاکل شو، نو ډهلي ته ولاړ.
د هند په مرکزي پارلمنټ کې ښاغلي غني د خپل مستعد دماغ په برکت ډير ژر منلی مقام وموند، او د هغه وخت د هندوستان په درې بهترينو تقرير کوونکو کې يو هم غني خان و. که څه هم دی د پارلمنټ تر ټولو غړو کشر و خو چې ده به تقرير شروع کړ نو يو دم به چارچاپېره د پارلمان غړي په منډه منډه د پارلمان سالون ته راتلل چې په دده تقرير واوري او چې دده تقرير به خلاص شو نو بيا به سالون نيم تش پاته شو، سره ددې چې عمر يې لږ و، بيا هم مرکزي وزيرانو سره د يوولسو سلاکارو کميټو غړی و، او يو ځل نيم هم د اروپا بين المللي کنفرانسونو ته ليږلی شوی و.
په دغو ورځو کې د خدايي خدمتګارانو په مقابل کې د مسلم لیګيانو وراني زيات شو نو غني خان د هغوې د مقابلې او د خپلو کارکنانو او مشرانو د ساتنې دپاره د ((زلمي پښتون)) په نامه يو قومي تحريک شروع کړ چې دوو دورو کې يې اتيازره وسله وال ځوانان ددې تحريک لپاره تيار کړل. وايي چې يو ورځ باچا خان غني خان ته وويل چې:(( په پيښور کې زمونږ کارکنان په تنګ دي، څه مظاهره کول په کار دي (( غني خان د همغې ورځې په سبا اولس نيم زره وسله وال زلميان د مظاهرې لپاره حاضر کړل.
له هغه نه پس چې چيرته به د خطرې جلسه وه نو غني خان به د څلورو پنځو سوو ځوانانو سره يو اړخ ته ولاړو.
د (( زلمي پښتون)) تحريک يو داسې انقلابې تحريک و، چې په ډيره لږ موده کې يې د هغه ځای د حساسو پښتنو زلميانو د وينو تودوالی يو په دوه زيات کړ او ورځ په ورځ يې په هغوي کې د قربانۍ او فداکارۍ روح تقويه کاوه، نو ځکه دښمنان هم ورځنې ډير زيات په ويره او ډار کې وو. خو څنګه چې (( زلمي پښتون)) د تحريک سره څه نه څه تشددد ملګری و، او د خدايي خدمتګارو او خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د اصولو سره مخالف و، نو تر شپږو مياشتو وروسته باچا خان هغه تحريک معطل کړ، او ده(( زلمي پښتون)) زلميانو ته يې حکم وکړ،چې ټول دې خدايي خدمتګاران شي، او په دې توګه دا انقلابي تحريک چې غني خان او دده زلميو ملګرو منځ ته راوستلی و، ځا ی پر ځای ودريد او له منځه ولاړ. (١١ ) .
د ۱۹۴۸ ميلادي کال کې چې هندوستان د انګريزانو څخه آزادي واخستله بيا هندوستان په دوو برخو یعنی هندوستان او پاکستان باندې تقسيم شو او د تاريخ بل فصل او بله پاڼه پېل شوه د تاريخ په دې پړاو کې هم د انګريزانو او د هغوي د پلويانو له خوا عبدالغني خان او د هغه کورنۍ او نورو خدايي خدمتګارو ته ډير تکلیفونه او زحمتونه رسيدلی دي. چې څو ځله عبدالغني خان او د خدايي خدمتګارو نور ليډران په اوږدې مودې بند باندې محکوم شوي دي. د تاريخ ددې پړاو په برخه کې هم خدای بخښلی استاد عبدالروف بينوا د اوسنی ليکوال په دريم ټوک کې يادونه کړې ده چې ځينې برخې يې دلته وړاندې کوم:
(( د هندوستان تر وېش وروسته د ۱۹۴۸ م کال د جولاې په څلورمه نېټه د شپې په يوه بجه عبدالغني خان د پاکستاني حکومت له خوا ګرفتار او د هغې شپې په سهار پيښور ته بوتـــــــلـــــــی شــــــو،او هـــلته د خداييخدمتګارانو د ډير بهادر او فداکار کارکن مرحوم ماسټر عبدالکريم سره يو ځای چې هغه هم په شپه نيول شوی و،
جيل ته وليږل شو. دا وخت په پښتونخوا کې د پاکستان د استعماري حکومت له خوا مسلم لیګي عبدالقيوم خان صدراعظم و، چې د خدايي خدمتګارانو سره يې ډيره سخته تربګني او ظالمانه رويه چلوله،او دده په امر د هغه ځای د ډيرو آزادۍ غوښتونکو پښتنو ميرمنې کونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان، زلميان قتل او کورونه وران شول، چې په دغه سلسله کې پر غني خان هم شپږ کاله راز راز روحي تکلیفونه او قسم قسم جسمي ربړونه تير کړل او د قيوم او د هغه د ځينو ملګرو دا خيال و، چې غني خان د باچا خان په کور کې نازولی لوی شوی دی، که لږه سخته پرې راشی نو ډير ژر به معافی وغواړي. خو د هغوي دا خبره هيره وه چې د باتور له ځالې ټپوس نه الوزې. او هر څومره چې د دښمنانو له خوا زور زياتی او ربړ زياتېدو په همغه اندازه د غني خان او نورو پښتنو آزادۍ غوښتونکی مقاومت او زغم ټينګيده.
غني خان د جيلونو په تورو تيارو او د استعمارې زندانونو په پنجرو کې هم د خپلې روحي مشغولا څخه فارغ نه و،او خپل روحي تاثرات يې په موزونو الفاظو، خوږو عباراتو او خوندورو اشعارو کې څرګندول، چې په دې توګه يې له يوې خوا د خپل زړه د غمونو دروند بار سپکاوه اوله بله پلوه يې خپلې مورنۍ ژبې ( پښتو) ته د وياړنې وړ خدمت کاوه.
غني خان شپږ کاله په زندان کې د استعمارچيانو ظلمونه وګالل او شپږکاله پس چې را خلاص شو، او بيرته خپل کلی ته راغی نو بيا يې رورو د خپل تباه شوي ژوند په سمبالولو او د لوټ شوی جايداد په راغونډولو ګوتي پورې کړی، خو هغه د زلميتوب ذوق اود خاطر جمعيت چيرته و، که څه هم په ظاهره روغ او خوشحاله ښکاريده مګر د هغو خلکو په نظر کې چې دده سره يې يو عمر تعلق و، داسې څرګنديده چې غني خان جيل ډير خوړلی و . ( ١٢ ) .
عبدالغني خان د ۱۹۵۳ م کال نه وروسته ورورو د سياست او سياسي فعاليتونو نه لاس واخيست، خپلو ادبي کارونو ته يې مخه کړه، په دغه لڼده مقاله کې دعبدالغني خان او د هغه کورنۍ د سياسي فعاليتونو په برخه کې لږ رڼا واچوله شوه او د هغوي سياسي اهداف تر يوې اندازې پورې روښانه شوه او ددوی ددغو سياسي فعاليتونو په نتيجه کې د هغوي يو څه ملي اوسياسي هيلې او اهداف څرګند شول، مګر هغوي خپلو نهايی اهدافو ته تر اوسه پورې نه دی رسيدلی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
١ _ اصغرى _ سعيد غلام رسول _ تاريخ کشور هاى اسيا و افريقا در عصر حاضر ، پوهنتون کابل ، ص ١٦٣ .
٢ _ پورتنى ماخذ ، ص ١٦٨
٣ _ عبدالغفار ( زما ژوند او جدوجهد ) ، ٣٥٥ مخ .
( ٤ ) _ پورتنى اثر ، ٣٧٧ مخ .
( ٥ ) _ پورتنى اثر ، ٣٨٥ مخ .
( ٦ ) _ پورتنى اثر ، ٤٠٨ مخ .
( ٧ ) پورتنى اثر ، ٣٨٧ _ ٣٨٨ مخونه .
( ٨ ) _ پورتنى اثر ، ٤١٢ – ٤١٣ مخونه .
( ٩ ) _ غني او اجمل، د غني خان او اجمل خټک د سيمينار د مقالو مجموعه.
د ملي آزادۍ بخښونکی جنبش او انقلابې رومانتيزم په رابطه د غني پر ادبي ايجادياتو يوه لنډه څيړنه، د کانديد اکاديمسن محمد ابراهيم عطايی مقاله، ۱۳۶۵، ش کال.
(١٠ ) _ عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، ۶۸۷، ۶۸۸ مخونه.
(١١ ) . اوسنی ليکوال، دريم ټوک، عبدالروف بينوا، کابل، ۱۳۴۶، ۲۷۴، ۲۷۵ مخونه.
( ١٢ ) _پورتنی اثر، ۹۷۶-۹۷۵مخونه.
منابع او ماخذونه:
۱ـ تاريخ کشورهای آسيا وافریقا درعصر حاضر. سعيد غلام رسول اصغري
۲ـ خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد.
۳ـ غني او اجمل، د غني خان او اجمل خټک د سيمينار د مقالو مجموعه.
(( د کانديد اکاديمسن محمد ابراهيم مقاله))
۴ـ عبدالروف بينوا، اوسنی ليکوال، دريم ټوک کابل ، ١٣٤٦ هـ ل .