د صابر خان برخليک

          د عبدالقادر کاکا په کور کې نن ډېره خوشحالى ده ، ځکه چې ده شپږلوڼى دلودلي او ورسته له هغو خداى ( ج ) ورته زوى ورکړ . ټولې کورنۍ او ددوى نور خپل خپلوان سره ټول شوي دي او خوشحالى کوي . په دى نوى ماشوم باندى دوى محمد صابر نوم کښيښود . صابر جان په ډير ناز باندى لوييده او په ټولو باندې نازولى و .
          صابر جان لاشپږ کلن شوى نه و چې ددوى په کورنى باندى سخت مصيب راغى . په ټول عمرکې ددوى د خوشحالى شيبى همدغه پنځه کاله و چې له ډيري مودي وروسته ددوى په کور کې يو هلک پيدا شو . دا خوشحالى د عبدالقادر کاکا په مړينه له مينځه لاړه . د عبدالقادر کاکا ناڅاپى مړينه داسى پيښه شوه چى ددوى د پسونو له رمى خخه يو ورځ يوه پسه ورکه شوى وه ، عبدالقادر کاکا دغه پسه تر ماښام ناوخته پورى يوى او بلى خواته لټاره  ، په ى کې عبدالقادر کاکا مار و چيچه او په نيمه شپه کې بيچاره مړ شو .
          د عبدالقار کاکا د مړينى نه وروسته صابر جان نور هم نازولى شو ، دده مور او خويندى په ځمکه کې کار کاوه او د پسونو په روز کې بوخت وو . په کور کې ټول غټ او واړه  کار کول مگر صابر جان د ټولو کارونو څخه معاف و او ټولو دى ته ناز ورکاوه ، په همدى ناز او نعمت کې دى لوى او ځوان شو .
          صابر جان په ځوانى هم د ماشومانو غوندى و ، کار اوبار يى نه کاوه د خپلوانډيوالانو او همزولو سره لوبى کولى چې په پاى کې دده د مور او خويندو حوصله سرته ورسيدله ، او ټولو په دى باندى پښيانى کوله چې ولى يې صابر جان ته دومره نازور کاوه . بالاخره يوه ورځ ددوى مور صابر جان ته داسى وويلى :
          صابر جانه زويه ! زه اوس ډير کمزورى شوى يمه نور د کار طاقت دومره نلرم ستا درى خويندى واده شوي او نورى هم د خپل بخت پسى به ولاړى شى . ته بايد اوس کار وکړى ، تاته به واده وکړو .
- مورى : کار خو په پسو باندى کيږى ، چې پيسى نه وى زه به څنگه کار وکړم .
- بچيه :پيسى څه کوي : دغه ځمکو باندى کار کوه او حاصلات يې خرح کړه دغه کار دى ، پيسى ته څه حاجت دى .
- نه مورى : زه دغسى کارونه نشم کولاى او نه يې کوم .
- زويه : دا کارونه چې نه کوى نو څه کوى ؟
- صابر جان چى ډير نازولى و او په عمر کې کار نه وکړى د هقانى او مالدارى ورته ډيره سخته معلوميدله او د تجارت او دوکاندارى خوبونه ليدل او خپلى مورته داسى وويل :
          مورى : هر څومره پسى چې لرى ماته را کړه زه به د خپلو انډيوالانو سره يو ځاى به په ښار کې کار وبار وکړم او په اسانى سره به ډيرى پيسى وگټم ، هم زه او هم تاسى به آرام شى د صابر جان مور هم په دى خبره باندى خوشحاله شوه ، او هر څومره پيسى چې په ټول عمر کې ټولى کړى وى ټول يې صابر جان ته ورکړى .
          صابر جان چې يو نازولى ځوان و او په ټول عمر کې کار نه وه کړى ټولى پيسى په لږه موده کې په خپلوانډيوالانو باندى مصرف کړي ، خو په دغه لنډه موده کى د کار کولو لارى چارى هم ورته يو څه معلومى شوي . 
          وروسته له هغه چې صابر جان خپلى ټولې پيسى بى ځايه ولگولى ، يو څه موده وزگار پاتى شو او يو ورځ خپلى مورته يې وويل : 
          مورى ! دغه ځمکه بايد خرځه کړو او په پيسو باندى به زه په ښار کې کار وکړم .
          بچيه ! زه نه پوهيږم د کور پيسى م ټولى لاړى . دا به هم همغسى لاړى شى او تاوان به وکړي .
          نه مورى ! د انسان څخه يو ځل غلطى کيږى دوهم ځل بايد تکرار نشى .
          د صابر جان مور د خپل زوى سره د ځمکى په خرڅولو کې موافقه کوى او خپله ځمکه خرڅوى او په کار باندې پيل کوى . دا ځل د صابر جان کار وبار ډير ښه پرمختگ کوي ، صابر خپل زوړ کور چې د پلار نه ورته پاتى و په ډير عصرى توگه د ښار په نقشه باندى په کلې کې جوړ کړ . په کلې کې چې بريښنا نشته دى جنراتور لگوى او خپلو همسايگانو ته برق ورکوى .   صابر جان اوس غټ تاجر شوى په ححره کې هر ورځ بنډار او ميلمسيتاگانى دى ، ټول خلک صابر جان ته اوس صابر خان وايى . په دې وخت کې صابر خان کوژوده کوى . د کوژدى مراسم په ديره شانداره توگه کيږى .
          ددى د کوژدى د مراسمونه وروسته ټولو خلکو سره سوال پيدا کيږى چى صابر خان په دوومره لږ وخت څنگه دومره پيسه دار شو ، د کلى دو کسانو تر منځ دغه بحث روان دى ، يو د بلى څخه داسى پوښتنه کوى .
          - ښايسته گل خانه ! دا صابر خان څه کار کوى چې په لږ وخت يې دومره پيسى پيدا کى .
          - تازه گله وروره ! ډيره ساده سړى يى ، ښار ته لاړ شه کار وکړ ه چې ته هم همدغسى شى !
          - ښار کې خو ډير خلک کار کوى نور ولى مالداره کيږى نه ؟
          - ما خو درته وويل چې ساده يې ، نور خلک  خو د سپيسئ کار نه کوى .
          - دا څه قسم کار دى ؟
          - دا د پو ډرو او ترياکو کار دى هر څوک نشى کولى چى دا کار وکړى ، دا کار ډير تاوانونه او د سر خطرات هم لرى .
          هو رښتيا ده چې دى کار کې هم د سر خطر شته او هم د مال خطر ، د صابر خان د کوژدى نه وروسته د صابر خان په  کارونو کې کوم خلل پيدا شو او صابر خان ډير تاوانى شو ، خو دى ددى په خاطر چې اعتباري يې خراب نشى د هر چانه پور واخست او د پخواه په شان  ژوند کول . د قرض په پيسو باندى څه موده هم تير شو ، خو قرض داران هره ورځ ډله ډله راتللى او صابر خان ورته د نن سبا وعدى ورکولى . بالاخره دى ډير مجبوره کيږى او وطن پريږدى او بهرته ځى. دى چې لاړنو خويندى او مور يې هم د قرض دارانو له لاسه کور او کلي پريښودى او بل ځاى ته يې کډه وکړى .
          د صابر خان مور چې ډيره کمزورى شوى ده ، بل کار نشى کولاى خيرات ټولوى  او هم د خپل کورنه ليرى ځاى کې د بل چا په کور  کې همسايه دى . هغه وخت چې صابر خان بهرته ولاړ ، تازه گل چې ددوى گاونډۍ و هم دى سره يو ځاى ملگرى و د ډيرى مودى تيريدونه وروسته تازه گل د بهر نه راځى او د صابر خان د مور کورته ځى ، چې د صابر خان احوال ددى کورنى ته ورسوى . کله چې د صابر خان مور تازه گل وليدله ډيره خوشحاله شوه او داسې وويله : 
          _ تازه گله زويه ښه شوه چې په خير راغلى .
- خير دى په نصيب شه مورى :
- تازه گله زويه ! صابر خان څه شو ، څه وخت به له خيره  راځى .
          مورى څه درته ووايم : قصه اوږده ده ، خوزه به په لنډه درته ووايم ! يو ورځ صابر خان او زمونږ پنځه 
کسه نورانډيوالان په يوه لرى سر حدى ولايت د ځان سره پوډر اخستى و ، او غوښل چې دغه هيروئين دسرحد څخه اخواته انتقال کړى . په دى وخت کې  سر حدى پوليسو له خوا دوى باندى ډزى وشوى . ددوى له منځه څخه زمونږ يو انډيوال چې ډير زخمى شوى بيرته راغى او وويل چى ټول انډيوال يې د ډزو په نتيجه کې له
مينځه لاړ او دى هم څو شيبى وروسته مړشو ، خداى ددوى ټولى وبخښى . . .