
په ۱۹۹۱ز کې د شوروي اتحاد ړنګيدو نه وروسته، د روسيې په سياسي او دولتي سيستم کې نوي تغيرات رامنځته شول او نوی اساسي قانون يې جوړ کړ او د هغه په رڼا کې له کمونېست ګوند سربېره چې نژدې اويا کاله په روسيه او د هغې په مستعمراتو کې حاکم و، نورو سياسي ګوندونو ته هم د سياسي فعاليتونو اجازه ورکړ شوه، په روسيه کې د ۱۹۹۱ز نه تر اوسه پورې دوه ولسمشران ( بوريس يلڅين او ولاديمير پوتين) د ټول ټاکنو په نتیجه کې هر يو دوه دوه ځلې د روسيې د ولسمشرانو په حیث انتخاب شوي دي. د شوروي اتحاد د ړنګيدو وروسته ديمتری مدودف د روسيې دريم ټاکل شوي ولسمشر دی.
په روسيه کې د ۲۰۰۸ز د مارچ د دوهمې نیټې په ټاکنو کې د روسيې څلورو سياسي ګوندونو د روسيې د جمهوري رياست د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کوله او ديميتری مدودف د ( دواحدي روسيې ګوند)، ګېادی زيوګانوف ( د روسيې کمونيست ګوند)، ولاديمير ژيرينوفسکی د ( ليبرال دموکرات ګوند)او آندری باګدانف ( د دموکرات ګوند) کانديدانو فعاليت کاوه.
د ټول ټاکنو په بله کې چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په دريمه اعلان شوه، ديميتری مدودف په سلو کې ۷۰.۲ ، ګينادی ژګانف د کمونست ګوند کانديد په سلو کې يوازې ۱۷.۸، ولاديمير ژيرينوفسکی د ليبرال دموکرات ګوند کانديد په سلو کې ۹.۴ او آندری باګدانوف د دموکرات ګوند کانديد په سلو کې ۱.۳ رايی ترلاسه کړي دي، چې په دی ترتيب سره د روسيې واحد ګوند څخه ديميتری مدودف په اکثريت سره د روسيې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د نوموړي ولسمشر د شخصي او سياسي موقف او د هغه د راتلونکی سياسي فعاليتونو په اړه سياسي کارپوهانو داسې څرګندونې کړي دي : ( مدودف جوان ترين رهبر کرملين زا زمان نيکلای دوم و نخستين کسی است که پس از انقلاب بلشويکی در سال ۱۹۱۷م از طریق حرب کمونست به قدرت وارد نشده است و يا همانند پوتين از طری «کا، گ، ب» به قدرت نرسيده است مدودف ۴۲ساله مجدداً بر تعهد خود برای ادامه دادن به سياست های پوتين تاکيد کرده و گفت که ما با هم می توانيم برنامه هايی را که رئيس جمهور پوتين آغاز کرده ادامه دهيم ما با هم پيش خواهيم رفت و با هم پيروز خواهيم شد) (۱)
د پورتنيو څرګندونو څخه جوتیږي چې ديميتری مدودف د ۱۹۱۷ز یعنی د اکتوبر د انقلاب نه وروسته لومړنې ولسمشر دی چې د کمونستانو او د روسيې استخباراتي دستګاه «کا، ګ، ب» د ملاتړ نه پرته واک ته رسيدلی دی، که څه هم په دی باندې تاکيد کړي دی چې د پوتين د سياست څخه ملاتړ کوي، مګر کيدای شی چې د مدودف داخلي سياست د پوتين تګلاره وی او په بهرنې تګلاره کې کوم بدلون رانه شي.
د دميتری مدودف د روسيې ولسمشر په توګه د انتخاب کيدو نه وروسته د اروپايي ټولنې يو شمير مهم هيوادونه لکه آلمان، فرانسه او انګلستان د روسيې د نوی ولسمشر سره د اړيکو ښه کيدو په اړه هيله څرګنده کړي ده. په دې لړ کې د آلمان صدراعظمه آنګلا مارکل روسيې ته رسمې سفر وکړ او د روسيې نوی ولسمشر مدودف سره يې وکتل. ددې کتنې او خبرو اترو په اړه په لاندې ډول معلومات وړاندې کیږي : ( از هنگام پيروزی آقای مدودف در انتخابات رياست جمهوری روسيه، و با آقای مدودف ملاقات و گفتگو نموده است. او در سخنان خود اظهار نموده که روابط آلمان با روسيه همواره باعث خوشحالی بوده اگرچه اين روابط «برخی مواقع چالش» بوده است، ولی مارکل گفت باوجود نتش های گذشته بايد بين روسيه و کشورهای اتحاديه اروپا همکاری وجود داشته باشد) (۲)
د اروپایي ټولنې د کميسيون رئيس ژوزه مانوئل باروسو د روسيې د نوی ولسمشر دميتری مدودف سره د اروپايي ټولنې او روسيې د اړيکو په اړه وويل : ( مطمن است که در دوره رياست جمهوری آقای مدودف، روسيه و اتحاديه اروپا همکاری های استراتیژيک خود را منسجم ترخواهند کرد) (۳)
په اروپايي هيوادونو کې فرانسه هم غواړي چې د روسيې نوی ولسمشر سره اړيکې ښې شي او پراختيا ورکړل شی، په دې برخه کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير او د فرانسې ولسمشر څرګندونې کړي دي چې دلته يې لنډیز وړاندې کیږي : ( برنارکوشنر وزير خارجه فرانسه ګفت اتحاديه اروپا و روسيه بايد ګفتګوی تازه ای را شروع کند) (۴). ( نيکول سارکوزی رئيس جمهور فرانسه اولين فرد از سران (گروه هشت گانه) بود كه به دميتری مدودف به مناسبت پيروزی در انتخابات رياست جمهو ری تبريك گفت و از مدودف دعوت كرد كه از فرانسه ديدار نمايد. اين دعوت با قدردانی پذيرفته شد) (۵)
د انګلستان مشهوره ورځپاڼه ګاردين د مسکو او لندن د راتلونکی اړيکو په اړه ليکي: ( نخست وزير انگليس اميدوار است بن بست رابطه بين لندن و مسکو با روی کار آمدن رئيس جمهور جديد روسيه شكسته شود. با توجه به تيره گی روابط لندن و مسكو در زمان رياست جمهور ی ( ولاديميرپوتين) و با اشاره به خبر پيروزي قاطع ( دمتيری مدودف) نامزد حزب روسيه واحد در انتخابات رياست جمهوری ( گوردون براون) نخست وزير انگلستان قرار است با بر قراری تماس تيلفونی با رئيس جمهور منتخب روسيه ضمن تبريك پيروزی دور تازه اي از روابط را با به وی پيشنهاد دهد) (۶).
د پورتينو څرګندونو څخه معلومیږي سره له دې چې د پوتين په وخت کې د اروپايي هيوادونو او د روسيې ترمنځ ستونزې موجودې وې، مګر دغه هيوادونه اوس غواړي چې د روسيې سره ښې اړيکې ټينګې کړي ددې اړيکو د ښه کيدو يوازنې علت د روسيې طبیعی ګاز دی، چې اروپایي هيوادونو ورته سخته اړتيا لري. دشوروي اتحاد د رنګيدو وروسته روسيه خپلو ګاونډيو هيوادونو او اروپايي هيوادونو سره د ګاز د قيمت د لوړيدو په برخه کې ستونزې پيدا کړي دغه ستونزې په لومړی سر کې د روسيې د پخوانيو متحدينو یعنی اوکراين، بلا روسيې او ملداويا سره پيدا شوې. ددغو هيوادونو سره د ګاز د قيمت په اړه ستونزې تر يوې اندازې پورې حل شوې مګر د اروپايي هيوادونو سره دغه ستونزه تراوسه پورې په قطعي صورت سره حل شوی نه دی. په دې برخه کې لومړی اړينه ده چې د روسيې د ګاز د اندازې او ظرفيت په اړه لنډ معلومات وړاندې شي. د ۲۰۰۵ز د احصائيي له مخې د روسيې او ځينې نورو هيوادونو د ګاز د توليد ظرفيت په لاندې ډول و: ( روسيه ۲۷.۸، ايران ۱۵.۷، قطر ۱۵،۱ در صد كل ذخاير گازی جهان را در اختيار دارند. روسيه در حال حاضر ۲۶.۱ در صد نيازهای گازی اروپا را تأمين می كند. از كل واردات گاز اتحاديه روسيه حدود نيمی از آن از روسيه وارد می شود. تحليگران پيش بينی می كنند كه اروپا در آينده تا سال ۲۰۲۰ به بيش از ۷۰در صد به گاز روسيه وابسته می شود. از آنجا که روسيه نه يک توليد کننده مهم ، بلکه اصلی در عرصه گاز طبیعی است. چنانچه جایګاه اين کشور را در مجموع توليد نفت و گاز در نظر بگيريم می توان گفت روسيه اصلی ترين و مهم ترين توليد كننده انرژی جهان است) (۷)
د شوروي اتحاد د موجوديت په وخت کې روسيه خپل ګاز په ډېره ارزانه بيه د روسيې متحدينو او نورو هغه هيوادونو ته ورکاوه چې ددوی د سياست منونکي و. په هغه وخت کې دوی نه يوازې ګاز او تيل په وړيا او ارزانه توګه خپلو متحدينو ته ورکول بلکه د روسيې نور صنعتي او زراعتي توليدات يې هم په ارزانه او يا وړيا توګه ورکول او د هغې په مقابل کې دوی په نوموړي هيوادونو کې خپل سياسي او نظامي اهداف ترسره کول. مګر تر اوسه دوی غواړي چې د خپل نفت او ګاز نه په دوو برخو کې یعنی هم په سياسي او هم په اقتصادي برخو کې ښه ګټه واخلي. د روسيې د ګاز د قيمت لوړوالی د ولاديمير پوتين د جمهوری رياست په وخت کې د روسيې او بيلاروسيې ترمنځ پيل شو او وروسته دغسې مسلې نړيواله بڼه ونيوله. په دې برخه کې په لاندې ډول لڼد معلومات وړاندې کیږي : ( نزاع ميان مسکو و مينسک در اواخر سال ۲۰۰۶م ميان گاز پروم ( شركت دولتی گاز روسي) و بيلا روس رخ داد. گاز پروم تصميم گرفت قيمت فروش هر هزار متر مكعب گاز به بيلاروس را از ۴۷دالر به ۱۰۵دالر برساند. نزاع با بيلاروس پس از توافق برسر قيمت گاز (۱۰۰ دالر بابت هزار متر مکعب) خاتمه يافت، اما چند روز بعد، روسيه مالياتی برابر با ۱۸۰دالر در تن برای نفت صادراتی به بيلاروس تعين کرد و به بيلاروس اعلان کرد که در سال ۲۰۱۱ فروش انرژی ارزان به آن کشوران کاملاً قطع کرده و کل مبلغ ۲۳۰دالر در هر هزار متر مکعب گاز یعنی قيمت فروش در بازار بين المللی را بخود اختصاص خواهد داد. در سال ۲۰۰۷ م در نزاع مشابهی، روسيه به طور مؤقت گاز اوكراين را قطع كرد و اين مسله باعث بروز اختلال در ذخاير گاز ايتاليا، اطريش و مجارستان شد. علاوه بر بيلاروس ، روسيه با آذربايجان، گرجستان، ارمنستان و ملداويا نيز بر سر قيمت هاي بالاتر به توافق رسيده است) (۸).
د روسيې د ګاز د بيې لوړوالی د پوتين په وخت کې پيل شو او ورځ په ورځ دغې مسلې جدی بڼه ونيوله، تردې اندازې پورې چې په سخت ژمي کې روسيې په يو شمير هيوادونو باندې خپل ګاز بند کړ. څرنګه چې د روسيې د سياسي اوضاعو او احوالو نه معلومیږي مدودف د پوتين سياست تعقيبوي. د روسيې د تيل او ګاز په برخه کې چې کوم سياست پويتن غوره کړي و، هغه د مدودف لخوا عملي کیږي او روسيه دا نيت لري چې د هغه د تيلو او ګازو بيه نړيوالو نورمونو ته لوړ شي. بايد وويل شي چې روسيه غواړي ددې کار په سرته رسولو کې هم د اقتصادي پلوه ځان غښتلي کړی او هم له سياسي پلوه خپل زور او قوت نړۍ ته ښکاره کړي.
د اروپايي ټولنې او روسيې ترمنځ نورې ستونزې هم شته چې د روسيې د نوی ولسمشر په مخ کې پرته ده. ددې ستونزو له جملې څخه يو هم د ناټو سره د ګرجستان او اوکراين د هيوادونو يو ځای کيدل دی چې روسيه په هیڅ صورت سره نه غواړي چې دا کار ترسره شي. د روسيې سياسي رهبران په دې باندې ټينګار کوي چې د اوکراين او ګرجستان خلک د ناټو سره يو ځای کيدل نه غواړي، دا ددغو هيوادونو د سياسي رهبرانو پريکړه ده چې د ناټو سره يو ځای کیږي. په دې برخه کې ولاديمير پوتين داسې وايي : ( روسيه په دې باور دی چې د ناټو سره د اوکراين او ګرجستان د يو ځای کيدو په اړه د دغو هيوادونو خلک بايد پريکړه وکړي نه ددغو هيوادونو لوړ پوړې سياسي مقامات. موږ د اوکراين او ګرجستان د خلکو د هرې پريکړې سره موافقه لرو نه د سياسي رهبرانو د پريکړو سره. په داسې حال کې چې ددغو هيوادونو اکثره خلک د ناټو سره د يو ځای کيدو په اړه مخالفت لري او په دغو هيوادونو باندې په زور دا کار تحملیږي. موږ نشوکولی چې دا مسلې ته د دموکراسي اجراأت ووايو(۹)
د روسيې او اروپايي ټولنې ترمنځ بله ستونزه د شرقي اروپا په ځينو هيوادونو لکه پولينډ او چک کې د امريکا د متحده ايالاتو د راکټي دفاعې سيتم ځای په ځای کول دي، چې روسيه ددې کار په مقابل کې هم خپل شديد مخالفت څرکند کړي دي. ( د تير عسيوي کال په وروستيو ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کاندولیزا رايس او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيس روسيې ته رسمې سفر وکړ او په دې برخه کې د پوتين سره خبرې اترې وکړي. ويل کیږي چې ددې خبرو اساسي محور په پولينډ او چک کې د امريکا د راکټي دفاعي سيتم د ځای په ځای کولو په اړه وړاندیزونه و چې د امريکا لخوا وړاندې شو. روسيه ددې وړاندیزونو سره کلک مخالفت وکړ) (۱۰).
د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه په اروپا کې د يوګوسلاويا سوسياليستي جمهوريت په ړنګيدو سره د اروپا په دې برخه کې درې نوی هيوادونه یعنی صربستان، کورشيا او بوسنی هرزګوينا منځ ته راغي. د ډېرې لنډې مودې د تيريدونه وروسته د «کوزوو» او صربستان په منځ کې د «کوزوو» د استقلال پرسر سخت جنګونه پيل شو، چې ددې جنګونو او جګړو په نتیجه کې : ( دولس زره آلبانيايی وګړې ووژل شول او نژدې اته سوه مجبور شو چې مقدونیي ته مهاجرت وکړي) (۱۱) د صربستان هيواد نه غواړي چې «کوزوو» ته استقلال ورکړي. دغه سيمه يیزه ستونزه اوس په نړيواله ستونزه باندې بدل شوي دي. د امريکا متحده ايالاتو او يو شمېر اروپايي هيوادونه غواړي چې «کوزوو» ددوی حمايت لاندې خپل استقلال ترلاسه کړی، د هغه په مقابل کې روسيه، صربستان او يو شمېر نور هيوادونه غواړي چې «کوزوو» د صربستان سره يو ځای پاتې شي. ددې شخړو د حل لپاره ديميتری مدودف د روسيې نوی ولسمشر د روسيې د جمهوري رياست د ټاکنو نه څو ورځې مخکې بلګراد ته رسمې سفر کړي و، ددې سفر په اړه سياسي مبصرينو داسې څرګندونې کړي دي : (ديميتری مدودف معاون صدراعظم روسيه در سفر غير منتظره به بلگراد مراتب حمايت مسكو از تماميت ارضی و وحدت صربستان را اعلان كرد. وی جدايی «کوزوو» را اقدامی خود سرانه ارزيابی كرد كه مغاير قطعنامه های شورای امنيت و توافقنامه های بين المللی است و ارزش حقوقی ندارد(۱۲)
د «کوزوو» مسله يوه نړيواله مسله ده چې په هغه کې روسيه، امريکا او ځينې اروپايي هيوادونه مهم او مرکزي رول لري او دوی کولی شي چې د يو معقول حل لاره ورته ولټوي، مګر د شواهد او خبرونو نه داسې معلومیږي چې هر يو کوښښ کوي چې د خپلې ګټې د تامين سره سم ورته د حل لاره برابر کړي.
څرنګه چې د «کوزوو» د مسلې د حل لپاره د نړۍ ډېر قوتونه چې مخکې يادونه يې وشو کوښښ کوي چې د هغوې په خوښه او د هغوې په ګټه دا مسله حل شي.
زما په نظر دا ډېر سخت کار دی او عملي جنبه يې ډېر کمزوري معلومیږي، چې د يوې خوا ګټي په نظر کې ونيول شي او بل لورې ته پام ونشي. دې مسلې ته بايد داسې د حل يوه لاره پيدا شي چې په لومړی سر کې د سيمې د هيوادونو ګټې په نظر کې ونيول شي او بيا په دې برخه کې د نورو هيوادونو ونډه هم په نظر کې ونيول شي او د حل يوه لاره ورته ولټوي .