د ملي مصطلاحاتو په ننګه

 که خبره د سياسي نظر وي نو اختلاف حتمي دى او هر د فکر څښتن کولاى شي په سياسي ميدان کې خپل نظر ورکړي، که د تنظيمي اوګوندي اختلافونو او ټکرونو وي نو هر ګوند ته منتمي غړى کولاى شي د خپل هغه په پلوۍ ترخزې ووهي، که د يوې ټولنې غړي په مذهبي او ديني امورو کې سره اختلاف ولري نو شرعي او وضعي قوانين وجود لري او د شخړې د اوږديدو په پايله کې ورته مراجعه کيږي، چرته چې ژبنى تبعيض شتون لري هلته شخړې محدودې او حل يې هم تر ځانګړيو کړيو پورې اړه لري او داسې نور...............خو که موضوع د هيواد او ملت تر بريدنو پورې پراخه وي نو د نظر يو والى اړين دى او که داسې ونه شي نو ملت د ټوټه ټوټه کيدو په لور ځي.دا لنډ تمهيد شايد د عنوان سره پوره سر ونه خوري خو خبره د ملي مصطلحاتو (ترمنالوژي) ده، هر هيواد ملي مصطلحات لري او د هر هيواد او ملت وګړي نه يواځې دا چې خپلو ملي اصطلاحاتو ته درناوې کوي بلکه ساتنه او پالنه يې هم کوي.افغانستان هم د خپل تاريخ په طول کې برجسته برجسته څيرې لري، همدوى د افغانانو تاريخ ژوندې ساتلى، د افغانانو لپاره يې وياړونه ګټلي، هيواد يې ګټلى، دښمن يې مات کړى، د افغانانو او خصوصاً د پښتنو د پرتمين تاريخ څرګندونه کوي او هغوى دي چې افغانان پرې افتخار کوي.همدغو شخصيتونو د افغانانو په منځ کې له برم او عزته ډک، د درناوي په توګه درانده درانده نومونه ګټلي چې يو هم د (بابا) لقب دى چې اوس يې د يو مصطلح په توګه شکل غوره کړې، ومو ليدل چې د افغانستان حکومت پخواني بادشاه ته د ملت د بابا لقب ورکړ، په اصطلاح په دې نوم يې ونازولو او د هغه درناوې يې وکړ.له هغه وړاندې هم افغانان له درنښته ډک شخصيتونه لري چې ملت د بابا په درانده لقب نازولي دي، په هغوى کې ملي مبارزين هم شته، مشران هم شته، ليکوالان هم شته، شاعران هم شته او..........دا اوس، اوس د پاکستان د شمشتو د مهاجر کمپ څخه خپريدونکى د حزب اسلامي اړوند شهادت ورځپاڼې يو مضمون خپور کړى او پکې يې ويلي دي چې (بابا) د عيسايانو مشر ته وايي چې يو ګمراه شخص وي، احمد شاه بابا ته بايد بابا ونه ويل شي ځکه چې دا د هغه سپکاوى دى، دليل يې هم دا دى چې يوې انګليسي کمپيوټري ډيکشنري ورته د بابا د لفظ معنى همدا را ايستلى ده.ويل کيږي چې دغه ليکنه ګلبدين حکمتيار په بدل نوم کړى ده خو په دې هکله کره معلومات نشته چې دغه ليکنه به چا کړې وي ځکه کوم معلوم الهويته ليکوال نه دى، خو دا چې ليکدود يې د ګلبدين دى نو ډيرې په دې اند دي چې هغه په همدې نوم ليکنې کوي او دا طرز د ګلبدين دى.په هر حال، له داسې خپرونو څرګنديږي چې پاکستان په هره برخه کې د افغانانو او افغانستان پر ضد لاس په کار دى او د افغانانو د بيخ ويستلو لپاره يې هره حربه په کار اچولى ده ځکه خو د بابا د لفظ په هکله دا وروستۍ څرګندونې هم په همدې ګاونډي هيواده سرچينه اخلي.که چرته په شمشتو کمپ کې سخت دريځې تربيه کيږي او افغانستان ته د ورانکاريو لپاره را استول کيږي نو په کلتوري ډګر کې هم دا دې د دې کمپونو څخه د افغانستان پر ضد کار اخيستل کيږي او د ګلبدين حکمتيار په څير مشران هم پکې ښکيل ښکاري.که کيسه همداسې وي نو افغانان دى د دې ګاونډي نه په حذر کې اوسي او بيدار دې وي چې کيدلاى شي په راتلونکى کې خپله د افغانانو په منځ کې داسې خلک ومومي، (لکه چې يو شمير يې موندلي هم دي) چې بيا به دښمن ته اړتيا نه وي، بيا به افغان افغان پاتې نه شي او پښتون پښتون نه.زه د پښتو د ژبې د پوهانو او اديبانو څخه يوه هيله لرم او په هغوى غږ کوم چې د (بابا) د لفظ په هکله علمي څيړنې وکړي، د ملي ترمنالوژي په ننګه ودريږي او واضحه کړي چې ايا په ريښتيا سره بابا د عيسايانو د مشر او پاپ په معنى دى او بيا زمونږ (پښتنو) مشرانو دغه پاپا په کمال بې عقلۍ او بې علمۍ سره را اخيستى او په خپلو مشرانو يې ايښى دى او که څنګه؟که چرته دغه بحث او نوې څرګندونې سمې وي چې له دې وروسته خپلو پلرونو او نيکونو ته په بابا ناره ونه کړو، خپلو ملي اتلانو ته باباګانه ونه وايو، خپلو مشرانو ته کوم بل نوم غوره کړو او که چرته داسې نه وي نو بايد د دا ډول څرګندونو مخه ونيول شي نه يواځې دا چې د ملي مصطلحاتو سپکاوى کيږي بلکه د دې ډول ليکنو څخه په راتلونکى کې د افغان ملت د سپکاوي بوى راځي، که ګلبدين حکمتيار او په ټوله کې حزب اسلامي (ځکه مضمون د حزب اسلامي له نشريې خپور شوى) تر همدې بريده ناسم قضاوت کوي، د لرغونې پښتو الفاظ په انګليسي او عربي ژبو تلي، نو هغوى دى له دې منعه کړاى شي، بايد تر ټولو دمخه يې هغه پلويان ورڅخه لاس واخلي چې خپل پلرونه او نيکونه د احترام په خاطر په بابا رابولي او کنه نو زمونږ د خوږې ژبې پوهان دى مونږ ته ووايي چې تاسې په غلطه يئ بابا هماغه د واتيکان سيټي څخه راغلى لفظ او د عيسايانو پاپ دى او زمونږ بابا ګان او ملي مشران د پاپ مريدان دينوټ:دغه وينا په لاندې لينک کې کتلاى شئhttp://dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=3158
په خورا درناوېبلال خروټىد اسد  ٣ مه ١٣٩١)