
ټاکل شوېده، چې د ولسي جرګي غړي د هېواد د دفاع اوکورنيو چارو وزيرانو سربېره د ملي امنيت لوی رئيس دې جرګې ته استحضار کړي، د دوی په وينا که چيرته ياد شويو چارواکي د دویپوښتنې په منطقي ډول ځواب نشي کړای، دوی به ترې خپل اعتماد واخلي، ويل شوي، چې دولسي جرګې غړي دا ځل ډېر جدي دي، د جرګي غړي غواړي، چې د پورته ذکر شویو چارواکوڅخه په هېواد کې د روانو ناامنيو په اړه سختې پوښتنې وکړي، يو شمېر پوښتنې چې تراوسه ترلاسه شوي دي هغه دا دي، چې ( په کنړ، ننګرهار او يو شمېر نورو ولاياتوباندې ولې تراوسه د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري بريدونه نه دې درېدلي؟ ولې دپلازمينې کابل ګاونډي ولايت ميدان وردګو کې د ۶ کسانو سرونه د مخالفينو له لوري پرېشوي دي؟ ولې په سمنګان ولايت کې تېره اونۍ لویه غميزه رامنځته شوه؟ ولې د کابل په قرغه او یو شمېر نورو مهمو ځايونو کې بريدونه وشول؟) او داسې نور، د شنونکو په اند، که چيرته ولسي جرګه داسې وکړي، په رېښتيا به هم يو پرځای قدم پورته کړي، مګردوی هيله من ندي، چې داسې به وشي، دوی وايي ولسي جرګې يو شمېرغړي ډېر ځل همداسې قهريدلې مګر بيا یې د لږو امتيازاتو په بدل کې خپل مسیر ته تغير وکړی، د دوی په وينا چې د جرګې غړي د دوبي له رخصتيو نوي راغلي، ښکاري همداسې، چې دوی به په رخصتيو کې ډېرې پیسې مصرف کړي وي، بهرنيو هېوادونو ته به تللی وي، مصارفات به يې ډېر شوي وسي، ځکه خو اوس دوی د خپلو جيبونو ډکولو او امتيازاتو تر لاسه کولو لپاره داسې څه کوي، چې وزیران ويروي او بيا ترې په لسګونه ساتونکي اوقراردادونه واخلي، دوی دا هم وايي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هېڅکله هم په خپله وعده کلک نه دي درېدلي، هر کله چې دوی داسې تصميم ونیسي او بيا ور څخه بهرنيان غوښتنه وکړي، چې فلانی کس ډير ښه سړی دی، خپل اعتماد ترې مه اخلئ، او يا دا چې يو داخلي شخص ورشي، د جيب مصرف ورکړي او ترې هیله ښکاري، چې فلاني څخه خپل اعتماد مه اخلئ، بيا نو دوی هم له خپل مسير څخه واوړي اود حق لاره پرېږدي، له بل پلوه د ملي دفاع وزارت يو شمېر چارواکي بيا د ولسي جرګې دغړو خبرې هسې افواهات (چټيات) بولي او وايي دوی همېشه دا چغې وهلي دي، خو هېڅ يې په وسه نده پوره، دوی وايي ولسي جرګې يو شمېر غړو پخوا هم داسې پرېکړه کړې وې، چې وروسته يې له وزيرصاحب څخه د ځينو ساتونکو او قراردادونو غوښتنې کولې، د دفاع وزارت يو شمېر چارواکي هم پدې آند دي، چې د ولسي جرګي يو شمېر غړي د خپلو امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره داسې څه کوي، نور هېڅ نه شي کولای، خو د کورنيو چارو وزارت يو شمېر مسوولين مني، چې دوی به پخپلو پرېکړو کې جدي دۍ، دوی په دې اند دي، چې ولسي جرګه ډېر لږ کار ته ضرورت لري، چې په ټوټو تقسيم شي، کله چې دوی په ټوټو تقسيم شول، بيا نو هيڅکله هم نشي کولای، چې له وزیرانو څخه خپل اعتماد واخلي ځکه، چې بيا رايي هغه حد نه پوره کوي،چې ورته ټاکل شوی وي، د دې وزارت يو شمېر چارواکي لکه د دفاع وزرات د یاد شويوچارواکو سره يو شان فکر لري او وايي، وکيلانو همېشه داسې پرېکړې کړي، خو کله چېورته کوم قرارداد او یا هم څو سرتيري ورکړل شي، خوله يې بندېږي، او خپل مسير ته تغير ورکوي، خو دوی دا هم زیاتوله، چې نور ترې د کورنيو چارو وزارت تر خپله وسه ستومانه شوی، که چيرته له ياد وزارت څخه د ولسي جرګي قهريدلي غړي نور ساتونکي وغواړي نو وزارت به ترې عاجزه پاتې شي، دوی دا هم وايي چې يو وکيل د کورنيو چارووزارت په چوکاټ کې خپلوان راولي او بيا يې د خپل شخصي ساتونکو په نوم له ځانه سره ساتي، دوی وايي موږ پدې هم نه پوهېږو، چې سوق شوي سرتيري له دوی سره وي او که په کلوکې د وکيلانو کورونه او حجرې ساتي، دوی وايي تراوسه پورې ولسي اومشرانو جرګو غړو ته په زرګونه سرتيري ورکړل شوي، چې ټول یې خپلوان مقرر کړي.
داسې هم ويل کېږي، چې د ولسي جرګي غړي د نورو پيښو پرتله په سمنګانو ولايت کې ترسره شوي بريد پرېشانه کړي، ياد شوي بريد چې د سمنګانو ولايت استازی د لور د واده په مراسمو کې ترسره شو، د سمنګاني ترڅنګ يې د سمنګانو ولايت دامنيت رئیس او يو شمېر نور خلک ووژل، د ولسي جرګي غړي د هېواد په يو شمېر نورو ولایاتونو کې ترسره شويو بريدونو پدې اندازه ندي پرېشانه څومره چې د سمنګانو دولايت په پېښه پرېشانه دي، ځکه چې هلته د دې جرګی غړی له منځه ولاړ او د هېواد په نورو ولایاتو کې عامه خلک له منځه تللي.
موږ پدې انديو چې که ولسي او مشرانو جرګه خپلو دندو ته توجه وکړي او په خپلو دندو کې جدي وسي، ليري نده، چې په هېواد کې روانې ناخوالې به ټولې او د امن او يووالي ټغر به خپور شي، خو که د لږو امتيازاتوپه مقابل کې خپل مسير ته تغير ورنکړي.
لودين