مصري اخوانيانود سيکولر نه وګټله خو دلته يې (۹۹،۹۹) سلنه کې نشي ګټلای!

ادم خان سیرت
دمصر  هېواد په اسماعیلیه ښارکې  په ۱۹۲۸ زیږدیز کال  کې داخون المسلمین  اسلا مپالې ډلې  دحسن البناء  په مشرۍ یې د فعالیت پيل سره سم په دغه هېواد کې د وخت د حکومتونو د کلک تعقیب او پلټنې لاندې راغلل  او تر یوزیات وخت پورې یې په ښکار ډول داخوان المسلمین  په فعالیتونو بندیز ولګولو خو  په مصر کې  داخوان المسلمین غړو دسوله ایز او معقول سیاست له امله  ورځ تر بلې په مصر کې د دعوت او  په عمل کې  دښو کړونو له امله یې  پلویان زیاتیدل او د وخت د حکومتونو دناسمو کړونو او داخوانیانو دسوله ایز سیاست او اصلاحاتو غوښتو په موخه چې ترټولو لومړی یې ځانونه نمونه کړه او خپله یې په عمل کې هرڅه پلې کړل دومره  ستربرې  یې ترلاسه کړل چې د نړۍ په کچه بې ساری پرمختګ ورته ویلې شو،د مصر دسیکولر په حکومت کې چې دپیړیو پیړیو څخه همدغه سیکولران په قدرت کې وو  نه یوازې اخوان المسلیمن پخواني ګوند دومره ملاتړ ترلاسه کړ چې ددې هېواد دپارلمان د۴۹۸ څوکیو څخه یې ۲۳۵ ترلاسه کړې بلکې نوي اسلامپاله ډلې دالنور په نوم هم(۱۲۰) څوکۍ  وګټلي.
همدارنګه  که موږ  دترکیي هېواد ته وګورو  هلته هم تر ډيره وخته سیکولر نظامونه حاکم ول خو ترڅنګ یې اسلامپاله ګوند دحق او عدالت ترنامه لاندې په ترکیې کې د واګو د ترلاسه کولو په موخه خپله سوله ایزه  هڅه پیل کړه  او ورسره  یې په نظام کې داصلاحاتو راوستو په موخه خپله علمي عملي مبارزې  په نتیجه کې په کم وخت کې  په ترکیې کې دومره پراخ  ملاتړ ترلاسه کړ چې اټکل یې ناشونی وو.
یو وخت په ترکیې کې چا ددې حق نه درلود چې عامه ځایونو کې لمونځ ترسره کړي، میرمنو دا حق هم نه درلود چې په دفترون  کې ټیکري په سر کړي  خو اوس داهرڅه دتغیر په حالت کې دي هلته ټول حکومت اسلامپالو سره  دی او هرڅه په عمل کې ثابتوي، چې ښه بیلګه یې په تیرکال کې د ترکیې دازادۍ ورځې په مناسبت چې د دود له مخې د وخت دجمهور ریس سرلوڅي میرنې ترمخ به وسلوال پوځ تیریږي خو د اردوغان ښځه لومړۍ میرمن وو چې خپل ټیکري یې په سر کړې وو او فوځ یې ترمخې تیر شو چې دغه عمل د ډیرو سیکولرانو لخوا وغندل شو.
اوس پوښتنه داده چې ولې دمصر اخوانیانو په سیکولر کې واک ترلاسه کړ او افغان اخوانیان یې په (۹۹،۹۹) فیصده مسلمانه ټولنه کې نشې ترلاسه کولای؟
که د خپل هېواد اسلامپاله او د  مصر داخوان المسلمین دګوند څخه الهام اخیستونکو خپلو اخوانیانو ته لږ تم شو چې دوی هم په حقیقت کې همدغه سوله ایز، عدم تشدد او علمي  مبارزه پيل کړې او که په جګړه ایز او هېواد ورانونې سیاست یې خپل کړې دی!
دلته هر څه بدل  دی  هغه دچا خبره چې افغانستان دهغو څيزونو محل دی(عدت خلاف) چې په نړۍ کې امکان نلري او دلته هرڅه سرچپه کیږي.
یوه غټه ستونزه چې زموږ تش په نوم اسلامپاله ګوندونه یې  لري هرڅه ته دخپل سیاسي حزب دعینکو ګوري دوۍ که یو وخت سیمه ایزو حکومتونه هم درلودل خو حکومت او دولت ته دحکومت او دولت له نظره نه ګوري بلکې حکومت او دولت ته هم دحزب، ډلې  اوګوند له  عینکو ګوري هرڅه سره ګوندي چلند کوي دغه اسلامپاله ډلې او اخوانیان اسلام او اسلامي نظام  ترلاسه کول او حاکم کولو ته هم دخپل سیاسي حزب له نظره ګوري که چیرته حزب اسلامي واکمن شي نو جمعیت اسلامي بیا دافکر نه کوي چې اسلامي نظام واکمن دی، که حرکت اسلامي او یا محاذ اسلامي  واک ترلاسه کړي نو بیا سیاف صیب داسې فکرنه کوي چې اسلامي نظام لري، که د طالبانو امارت واکمن شي نو بیا حکمتیار صیب داسې فکر نه کوي چې اسلامي نظام واکمن دی او  که  ټول اسلامي ګوندونه په واک کې شي نو طالب لپاره خو بیاهم کفرفاحش ښکاري.
د افغانستان اخوانیانو لپاره لرلید او هغه ارمان چې اسلامي نظام حاکم کیدل او اسلامي شرعیت نافذیدل دي  مهم ندی بلکې  هریو خپل اسلامي ګوند واک ته درسیدو په درشل کې دي او هریو دخپل ګوند او ډلې ټپلې په عینکو کې اسلامي شرعیت نافذوي او ددې پرته هرڅه ورته کفر ښکاري
دوی تل دسولې او عدم تشدد سیاست پرځای په جګړه  ایز سیاست او جنګ باندې ترکیز کړې ، دوی تل دیوکډ دښمن پرځای په خپلو کې د دقدرت واګو دترلاسه کولو لپاره سره جنګیدلي دي او پر یو او بل یې دکفر ټاپي لګولي دي او په لکونو کسان پکې بې ځای وژل شوي دي، هلته په مصر او ترکیې کې واک پرته  دجنګ او وژنو څخه اسلامپاله ډلو ترلاسه کړ خو دلته سره دجنګ او وژنو څخه نه یوازې چې واک او حکومت ته  ندي رسیدلي بلکې ورځ تربلې یې په ټولنه کې خپل نفوذ او ملاتړې له لاسه ورکړی دی او پر وړاندې یې دخلکو کرکه او نفرت زیات شوی دی.
دمصر اوسنی واکمن اخوانی غواړي چې خپل صدراعظم یهود وټاکي او کابېنه کې هم سکولرو ته ځای ورکړي خو زما اخوانی خپل مسلمان ورور هم نشې زغملای.
زموږ اسلامپاله ګوندونه او په ځانګړي ډول وسلوال طالبان پداسې حال کې چې دمصر په  اخونیانو خوښ ښکاري او مبارکي ورکوي خو بیاهم ترې زده کړه نه کوي او د زور او وحشت سیاست ته دوام ورکوي.
نړی کې ستر سیاستونو او پېښو دا ثابته کړې ده چې دسولې، عدم تشدد، او علمي او منطقي سیاست  اګر که وخت  او حوصله غواړي خو ثمره یې خوږه  او دایمي ده خو دجنګ او جګړو سیاستونه نه مثبته پایله، نه بریا او نه خوشحالي لري بلکې  تر ټولو لومړی یې  خپله جګړه کوونکي او جګړه خوښوونکي کسان پکې قرباني کیږي.