
غزل
انځوردې مستقبل کړه دتدبیرپه ایینه کې
ماضي یوازې ښکاري دتقدیرپه ایینه کې
زه ستا مخ ته ولاړ اوژوندزماپه تمه ناست دی
الفت کړم دتصویرغوندې اسیرپه ایینه کې
لږ غوږ شه په ارام راته اشناچې تصویرونه
تحریف شي داوبودتیز بهیرپه ایینه کې
تش نوم يې راته بیاتیرشوی ژوندمخې ته کیږدي
ښکاره لکه دشاچې شي تصویرپه ایینه کې
پتنګ غوندې (حسنه) که پرې ځان سیزلی نه شې
خورې کړه رڼاګانې دضمیرپه ایینه کې
ډاکتر حسن