
غزل
----------
راوستې زړګېه، چا تر دې ځاېه
نشته لار د تلو ،بېرته له دې ځايه
دلته چې مجنون هم پښه نيولی شو
ما سفر اغاز کړو ،له همدې ځاېه
ورک چې په بازار کښې د ښکلا نه شم
څنګ کښې مې څوک تېر کړئ ،پټ له دې ځايه
غږ د ادم خان د رباب پورته شو
بيا درخو تېرېږي ،جوړ له دې ځايه
ورشئ د سپرلي وږمو ته و وائې
يوازې مه تېرېږئ ،بيا له دې ځايه
تېرله هدېرې د ارمانونو شوم
مل مې بيا دردونه شول له دې ځايه
تل دې مېخانه د ستا اباده وي
خېر که (مين) ځي ،تږی له دې ځايه
پېښور ٢١/٧/٢٠١٢