ولسمشر ته څو سپينې خبرې!

 صمد افغان
ولسمشر حامدکرزي د توکيو په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ته وعده وکړه، چې ټولې هغه مرستې به پرځای ولګوي او نړيوالې ټولنې ته به يې حساب ورکړي، کوم یې چې له افغانستان سره ژمنه کړې، ښاغلي کرزي دا هم ويلي، چې په اينده دوه کالونو کې به په ټول هېواد کې اداري فساد له منځه وړي او جرړې به يې باسي، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره نږدې ۱۴ میلیارده ډالر مرسته اعلان کړې مګر ښاغلی کرزی طمعه ښایي، چې دا ژمنې به تر ۱۸مليارده ډالرو پورې ورسېږي، د ده په آند چې ځیني داسې هېوادونه هم شته چې د خپلې پاليسۍ له مخې نشي، کولای يو ځل ډېرې پیسې اعلان کړي.
که موږ تېر يولس کلن تاریخ ته ځغلنده نظر واچوه و به ګورو، چې هېواد تر يوه بريده مثبت لور ته تللی، زيات شمېر اسانتیاوې د یو شمېر ستونزو سره يوځای رامنځته شوي، چې د پرمختګ ترڅنګ ستونزې هم نشو هيرولی، په هېواد کې يوه لویه ستونزه اداري فساد يادېږي،  چې بيا هم د ولسمشر حامدکرزي په ځانګړې پاملرنې سره د اداري فساد پرضد د مبارزې رياست د ښاغلي لودين په مشرۍ جوړ شو، ښاغلي کرزي یادرياست دنده یې وسپارله چې بايد  د اداري فساد مخنيوی وکړي، تېره ورځ لودين په خپله يوه مرکه وويل؛ په هېواد کې اداري فساد په يو شخص له منځه نشي تلی، ترڅو چې ورسره ولس او د ولس استازي مرسته او لاسنیو ونکړي، ښاغلي لودين په داسې حال کې د ولس پراستازو غږ کوي، چې د اداري فساد په مخنيوی کې له دې ادارې او په ټوله کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي، چې تر دې دمخه د ولسي او مشرانو جرګو په غړو يو شمېر تورونه لګول شوي وه، ما په وار وار د ځینو وېب پاڼو له لارې د ولسي او مشرانو جرګو پر غړو انتقادي ليکنې لوستلي او په هره ليکنه کې پردوی غږ شوی، چې اصلي دندې ته متوجه شي، او ورسپارل شوې دندې په افغاني او اسلامي روحيه پرمخ بوزي، مګر د شوراء يو شمېر د اوښ په غوږ کې ويده غړي تر اوسه ندي راوېښ شوي، ټول عمر یې په ایاشۍ، شراب خورۍ، اخلاقي فساد، خيرغوښتنې، اوسنۍ حکومت ته زيان اړولو او یو شمېر نورو منفي کارونو تېرشوی، په هره لیکنه کې ياد شوي، چې د شوراء په څو ګروپونو ويشل شوې، هر ګروپ يې خپل بادار ته وفادار  دی، او د هغه لخواء چې هر څه دوی ته ویل کېږي، دوی یې ترسره کوي، د ګروپونو په سرکې د حکومت ملاتړ ګروپ هم شامل دی، چې د دې ګروپ غړي په ښکاره توګه هغه اشخاصو ته اخطار ورکوي، څوک یې چې خبرې نه اوري، د حکومت څخه د ملاتړ د يو غړي څخه ما پخپله اورېدلي چې د یو چارواکي د ګوښه کېدلو ګواښ يې کاوه، د ښاغلي ويل زه له ولسمشر سره  بار بار وينم او له ولسمشر به وغواړم چې فلاني چارواکی له دندې ګوښه کړي، تاسو وګورﺉ! يو وکيل چې د خپل شخصو ګټو په خاطر يو چارواکي ته اخطار ورکوي وا وايي چې زه به دې له دندې ګوښه کړم له نورو څه ګيله، د همدې شورا يو شمېر غړي بهرنيو سفارتونو څخه تحصیلي بورسونه اخلي او بيا یې په نورو خرڅوي، د دې شورا يو شمېر غړي په خپلو شخصي تجارتونو بوخت دي آو په مياشتو میاشتو ملي شورا ته نه حاضرېږي، د همدې شورا يو شمېر غړي د وزارتونو په دروازو کې لکه د ملنګانو ګرځي او د بستونو خیر ترې غواړي، يو شمېر شرکت لرونکي غړي يې د وزیرانو او چارواکو د قراردادونو غوښتنه کوي، خووروسته ليدل شوي، چې دا غړي هغه شان خپل قراردادونه پرمخ نه وړي، څنګه چې لازمه ده، یو شمېر غړي يې د اخلاقي فساد په خاطر بهرنيو هېوادونو ته ځي، او یو شمېر نور یې بیا په همدې هېواد کې چې ولس یې يوه مړۍ ډوډۍ نه لري ترسره کوي، موږ پرداسې استازو افسوس کوو!
د ولس استازو څخه پرته یو شمېر نورې ادارې هم شتون لري، چې پکې د انسانانو او ولس پر سر سودا کېږي، دا اداري به د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه ډېرې لېرې هم نه وي، او نه به دومره کمزورې وي، چې نظارت پرې و نه ارزي، د ادارو په سر کې د سيمه ایيزو ارګانونو خپلواکه اداره يادولی شو، دا چې سيمه ایيز ارګانونه د ولاياتو ، وزارتونو او نورو اړونده ادارو تر منځ د پل حيثت لري، اوس یې خپل حيثت له لاسه ورکړی او امکان شته، چې د نه توجه په صورت کې به دا پل په لږ وخت کې ونړېږي، محترم ولسمشر صاحب! دا اداره ستاسو د دفتر په څو مترۍ کې موقعيت لري، د ښاغلي فراهي صاحب په پيشنهاد اوستاسو په منظوری ستاسو استازي ، د ښارونو لپاره ښاروالان او د ولسواليو لپاره ولسوالان ټاکل کېږي، مګر دا اداره اوس د فساد څټه ګرځېدلې، د دې ادارې په اړه شايد نورې لیکنې هم شوې وسې، زما په اند هغه وخت به دا اداره د فساد جرړې وې مګر نن د فساد څټه ګرځېدلې او که مخنيوی یې ونشي، نه یوازې دا چې شاوخوا سيمې بلکه ټول هېواد به ونیسې ځکه پدې اداره کې د پیسو په زور څوکۍ ترلاسه کېږي، هره  څوکۍ خپل خپل قيمت لري، د موثقو معلوماتو پر بناء چې همدا اوس ۱۱۹ نفره واليانو، ۲۵۰ ولسوالانو او څه د پاسه ۱۰۰ ښاروالانو ته وعدې ورکړل شوي، چې دوی به ګماري، یعنې له ټولو یې پیسې اخيستي دي او طمعې یې ورکړي، پدوې کې داسې اشخاص هم د واليانو بستونو ته کاندیدان شوي، چې تر اوسه یې شرکتونه لرل او یا هم عادي ترجمانان و، مګر سبا به د همدې ادارې په پیشنهاد تاسو ته دا اشخاص ښاماران معرفي کوي او تاسو ته به یې دومره صفت کوي، چې تاسو به مخکې اوریدلي هم نوي، پدې اداره کې ځيني چارواکي شايد نور هم موجود وي، مګر تر اوسه رسنيو د مامونزي نوم افشا کړی چې دا شخص په ښکاره توګه له خلکو پیسې اخلي، د دې ادراې له ځینو مسولينو لخوا هغه ښاروالان او ولسوالان کابل راغوښتل شوي، چې هغوی عواید ډېر ولري، دا کسان په شپو شپو کابل کې پراته وي، ترڅو د دې ادارې له مسولينو څخه په مکمل ډول اجازه وانخلي، که تاسو نن د يو هیت لخوا سروی وکړﺉ، نو معلومه به شي، چې څومره مامورين اوس په مرکز کابل او په ځانګړي ډول پدې اداره کې پراته دي.
د کورنيو او دفاع وزارتونو په ځانګړي ډول پيژنتونونو او لوژستيکي قراردادونو کې میلیونونو ډالره اختلاس کېږي، هغه څوک چې په پيژنتونونو کې واسطې ولري نسبتاً ارامه ولایاتو او یاهم مرکز ته د خدمت لپاره ورکول کېږي او هغه څوک چې د يو غريب افغان ځوی وی او په پيژنتونونو کې واسطې  ونه لري هغوﺉ بيا  هغه ساحو ته ورکول کېږي، چې امنيت پکې ټکنی وي، په لوژستیکي برخه کې داسې لاسوهنې موجودې وي، چې د قرارداد شرط پاڼې له مخې لوژستيکي اسباب نه اخيستل کېږي، دا وزارتونه هم د فساد منابع ګرځيدلي، د ځيني رسنيو له قوله چې د دفاع وزیرښاغلي عبدالرحيم وردګ ځوی ۱۲ميليونه ډالر د بهرنیو او داخلي قرارداونو له مخې تښتولي او له هېواده وتلی.
اوسنۍ نیونې چې د افغان امنيتي او نړیوالو ځواکونو لخوا کېږي، ټول په موثقو معلوماتو نه کېږي، د تېر وخت رقيبان اوس له یو بل غچ اخلي، که کمونيست پرواک ناست وي، له مجاهدينو، که مجاهدين پرواک ناست وي پر خلقيانو او شماليان پر واک ناست وي له طالبانو غچ اخلي، چې دا چاره خپله يوه لویه ستونزه ده، پداسې حال کې چې د سولې عالي شورا او د امنيت عالي شورا هم فعالیت لري، مګر دې تشې ته چا توچه نده کړې.
عدليي او قضايي سيستم مثبت بدلون غواړي، په اوس وخت کې عدليي او قضايي ارګانونه د فساد اصلي منابع ګرځيدلي په عام محضر رشوت غوښتل کېږي، چې د حل لاره ورته پکار ده، قضاي القضات صاحب اعلان کړی وه، چې په لنډه موده کې به د قضاي سيستم اصلاح شي، په همدې اړه یې د ټولو ولایاتو قضايان او څارنوالان مرکز ته راغوښتي وه، او له دوی یې د يو ورکشاپ په ترڅ کې وغوښتل ترڅوعدليي او قضايي سيستم مثبت بدلون لپاره لاس په کارشي، مګر کومه پايله یې نه درلوده، په ياد سیستم کې که څه هم بدلون راوستل کومه ستونزه نده، خو بيا هم د څو پيسو رشوت په مقابل کې ورته د حل لار نه پيداکېږي، چې ټول ولس یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
ښاغلی ولسمشر! ځيني نورې تشې هم شته چې بايد تاسو په خپله پاتې دوره کې ورته د حل لاره پيداکړﺉ، هم به مو نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوې وعدې پوره شي او هم به افغان ولس له ستونزو او مشکلاتو خلاصون ومومي، موږ هېڅکله هم د تېرو کالونو په لاسته راوړنو سترګې نه پټوو خو هيله لرو، چې تاسو په خپله پاتې دوره کې هم موفقه وسۍ، له نړیوالې ټولنې سره شوې ژمنې مو ترسره کړي وسي، او افغان مظلوم ولس مو له ستونزو څخه خلاص کړی وسي، نو پکار ده، چې پورته ذکر شویو ټولو برخو باندې تجديد نظر وکړﺉ، او اړونده مراجعو ته امر وکړۍ ترڅو ورته د حل لاره پیدا کړي.
په همدې هیله.