
اوبزرور ورځپاڼې په افغانستان کې دخپلې سرچينې له خولې کاږي : طالبانو په افغانستان کې د کړکیچ دختمولو په موخه د سولې په پټو خبرو کې ونډه واخلي دسولې ددغه پراخه کمپاين بسپنه سعودي عربستان برابره کړې ده اوانګلستان یې ملاتړ کوي .
ورځپاڼه زیاتوي : دغه خبرې د طالبانو په حرکت کې له پخوانيو مهموچارواکو څخه د یوه په غاړه دي ، چې اوسمهال دکابل ، رياض او اروپايي پلازمینو او په پاکستان کې د طالبانو دمشهورو طالب چارواکو سره خبرې کوي او په همدې موخه تګ وراتګ لري .
انګلستان وايي ،چې ددغه کمپاين لوژستيکي او ډيپلوماتيک ملاتړ کوي دانګلستان رسمي څرګندونې وايي : هرې خبرې اترې باید له هغو طالبانو سره وشي ،چې له زور زیاتي څخه لاس اخېستلو ته چمتو وي او يا هغه ، چې بالفعل یې دغه کار کړې وي .
ورځپاڼه په افغانستان کې دخپلې سرچینې پربنسټ ټينګار کوي ،چې دغه راپارونکې خبرې اترې روانې دي ،خو دایې هم زياته کړه،چې اوس يې هغه پخوانی خوند نشته د افغان چارواکو له خولې ،چې په دغه دوبي کې وژنې ډېرې شوې او دطالبانو غوښتنې ضد ونقيض دي .
ورځپاڼه په کابل کې د افغان دولت د يوه سلاکار له خولې ،چې ددغوخبرو له بهيره پوره خبر دی کاږي : طالبان خپلو غوښتنو ته ژمن نه وي نن ،چې څه شی وغواړي سباته یې بیا هغه بدل کړې وي .
ورځپاڼه وايي ددغوخبرو اترویوه موخه داده ،چې د القاعده د تنظيم دمشر اسامه بن لادن او طالبانو تر منځ واټن زيات شي .
د فرانسې اشارې
اوبزر ور ورځپاڼه زياتوي ،چې د فرانسې لومړي وزير فرانسو فيون ددغوخبرواتروپه هکله تیره اونۍ ويلي و : « موږ ته په کار ده ،چې داسې لارې چارې ولټوو ،چې نړيوال مجاهدين له هغو جلا کړو ،چې دملتپالنې اوقبیلوي ګټواوموخو په اړه یې ټوپک راپورته کړې دی . ځينوسنې هېوادونو لکه سعودي عربستان اوس دغه ډول هڅې پيل کړی دي ،چې نړيوال مجاهدين له دې نورو جلاشي .
دغه خبرې اترې روان دوبی دسعودي په منځګړتوب او د افغان حکومت په سپارښتنه پيل شوې دي د دواړوخواوو غوښتنې اوضدونقيض هغه په اونیو اونیو تر سره کېدې اود څيړنې لاندې وې . منځګړي دکابل ، ریاض ،کويت پر سربېره له لندنه څخه لیدنه کړې ده .
ورځپاڼې د طالبانو لخوا دشرطونو داسې لړليک تر لاسه کړې ،چې يولس بنسټيز شرطونه لري ،چې په هېواد کې سوله رامنځته شي ددغو شرطونو له منځه دوه یې مهم دي طالبانوته د کليدي وزارتونو ورکول او له هېواد څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو پلان جوړول .
دبرتانيې دبهرنيوچارو وزارت وياند وايي : موږ دسعودي عربستان ددغه ډول نوښت په اړه معلومات نه لرو ، خو دا په ډيپلوماتيکو کړيو کې دود شوې خبره ده ، خو ویاند پردې ټينګار وکړ ،چې د برتانيې حکومت په جدي توګه له هغو هڅو ملاتړ کوي ، چې افغان حکومت یې دسولې ،روغې جوړې په اړه تر سره کوي اودا په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ په اړه زموږ دتګلارو يوه برخه ده ، چې نور په دغه هېواد کې سرکښۍ ته د پای ټکې کېښودل شي .
له بل پلوه ، سنډای ټايمز کاږي ،چې اوس په افغانستان کې د طالبانو بريدونه ډېر شوي تير کال یې شمیر
700 بريده و ،خو په تیريو دوو میاشتو کې دغه شمیره 1000 ته نږدې شوې ده . ورځپاڼه زياتوي اوس طالبان له پلازمينې کابل څخه دشلو دقیقو په مسافه لري دي او کابل مېشتي د نامعلومه برخليک په اړه د ډار او اندېښنې تر منځ ورځې او شپې تيروي .