
ليکوال: ويکتور هوګو
ژباړن: نوراغا صدیق زی
* هرڅوک چې نه شي کولی ځان کنترول کړي ، نو له نورو نه پیروي کوي.
* ډاډه اوسه چې ډېره کمه مينه، له ډېرو کمزورو حافظوڅخه نه پاکېږي.
* يوه وړه کۍ مرغۍ چې د ونې د پاڼولاندي په سندریز کیفيت سندرې وایي، د الله ج د اثبات لپاره بسنه کوي.
* د مسافرۍ هر شېبه هم مرګ او هم ژوند دی.
* د يوې الوتونکې مرغۍ په ډول اوسه، چې په يوه کاواکه څانګه کښېني، پوهېږي چې څانګه ښوري، خو بیا هم سندرو ته ادامه ورکوي، ځکه ډاډه وي چې وزرونه لري.
* په سوزنده شګو او دښته کې مرګ د وجدان له عذاب څخه ډېر اسانه دی.
* پېژند ګلوي او ښه راغلاست ویل ، د ټکري له پاسه مچې اخیستلو ته ورته دي.
* که له سرنه تېر شې نو ټولې کامیابۍ به تاته ښه راغلاست ووایي.
* کينه او کرکه هغه چاته پرېږدئ، چې نشي کولۍ چاسره مينه وکړي.
* زموږ ازادي له هغې نقطې نه شروع کېږي، کله چې د نورو ازادي پای مومي.
* د یوې ښځې موسکا په دوه ځایو کې فرښتې ته ورته کېږي:اول داچې د لومړ ي ځل لپاره خپل ګران ته په موسکو شونډو ووایي چې مينه درسره لرم، دوهم دا چې د لومړي ځل لپاره خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته خاندي.
* له هغه چاسره مينه وکوي چې ستاسو د مينې تږی وي نه دعشق ځکه دعشق تږی یوه ورځ نه یوه ورځ مړېږي.
* د ټولنې ټول جنجالونه موږ په خپله جوړ کړي، د دې پرځای چې له درد نه یې اهونه او فریادونه وباسو، راځي د حل لاره یې ولټوو او له منځه یې یوسو.
* الماس په ژوره ځمکه او حقيقت په ژور فکر کې موندلای شو.
* ښوونکی په هره ټولنه کې د ډېوې حیثیت لري خپله سوځي خو نورو ته رڼا ورکوي.
* د ادبیاتو پټ راز تمدن او د شعر پټ راز هيلې دي.
* فقر او غربت نارینه جنایت او ښځې فحشاته هڅوي.
* بد بختي د استعداد استاده ده