د پښتو تلویزون یو ستر ضرورت

 
سلامونه او نیکی هیلی مو د پښتو تلویزون ټول کارکونکی او
مینه وال قبول کړی هیله ده سې روغ او جوړ یاست
کله مې سې د پښتو تلویزون په لیکه ولید او د دی تلویزون خپرونې مې ولیدې سې د اسلام او پښتونولۍ په جامه سمبالې وې نو ډیر زیات خوشحاله سوم د پښتو تلویزون جوړول د محترم لېوال صیب یو داسې نه هیرودونکی ګام دی سې پښتانه به یې هیڅ کله هم هېر نه کړې محترم لېوال صیب د  پښتو تلویزون جوړولو ګام په داسې وخت کی واخیست په کوم وخت کی سې داسې یو تلویزون ته د پښتنو ډیر سخت او اشد ضرورت وو ځکه په اوس وخت کی هر چا د پښتو او پښتنو په ورکولو پسې راخستې او تر حد حد پورې کوښښ کوی سې پښتو او پښتانه له مینځه یوسې له کرزې یې نیولې تر فهیم او صالح پورې تاسو یقین وکړی سې پښتو تلویزون زما هغه تنده راماته کړه دې کومې د ماتولو لپاره سې ما کلونه کلونه انتظار کړی وو خو زما د محترم لېوال صیب څخه دا هیله ده سې باید دا تلویزون د همیشه لپاره د پښتنو نمائندګی وکړی نه د نورو پښتو تلویزونو په شان سې په بله خو روان سې او مونږ د محترم لېوال صیب ډیر مڼدوی یو سې د خپل قوم او خپلې زبې په رازوندې کولو کی یې نه هیریدونکی خدمتونه کړی دي.

ستاسو کسر ورور
عبدالقهار هوتک
abdulqahar.iiui@gmail.com