له سپينو خبرو، تور تعريف

 کرزی صیب! خبرې نه؛سپین سیاست ضرور دی!
ارشادرغاند
د توکیو کنفرانس نه وروسته ولسمشر کرزي په تقریبا دویمه یو څه تونده وینا کې، پاکستان ته زیاته مخه واړوله او په جاپان کې یوې خبري غونډې ته یې وویل، چې کابل ته د دې هېواد د لومړي وزیر په سفر کې به ورسره د افغانستان د سولې په اړه سپینې خبرې وکړي.
سپینې خبرې رېښتیا هم ضرور دي،یوازې اوس نه، له ډېر پخوا راهیسې په کار وه، چې شوې وای، خو دا چې ونه شوې، د یو سپین نظام او سیاست نشتوالی یې علت و.
د ولسمشر یو کمال، چې د حساب وړ دی، هغه د ده ښې خبرې دي، خو کوم څه چې یې لویه ستونزه ګڼلی شوو، د همدې ښو خبرو له عملي کولو مخ اړول دي.
لس کاله کېږي، چې د افغانستان خلک پر خبرو غولول کېږي، یوه ورځ پاکستان او ایران، بیا لویدیځ،بیا وسله وال مخالفین،کله په نظام کې فساد،کله څه او کله څه زیات کاریدونکي شعارونه دي.
دا نومونه، څه یا اکثره که رېښتیا هم د ستونزو عوامل دي، خو په روان سیاسي بهیر کې څوک و یا شته، یا باور پرې په کار دی، چې خپله د ستونزې ښکاره یا پټ عامل نه وي او د ستونزې ختمولو تمه ترې وشي کېدای؟!
زموږ سیاسي برخلیک متاسفانه دومره دردونکی شوی، چې تقریبا ټولې ښکېلې خواوې پکې باثباته او صادق دریځ نه لري.
یو ځل ولسمشر پاکستان چې په رېښتیا هم د نړۍ تر ظالمو،ظالم دښمن دی، خپل دویم کور او پرې د کوم برید پرمهال ترې د دفاع سینه ډبوي، بیا د  ترهګرۍ اصلي ځاله ورته وایي او بیا تمه ښيي، چې د سولې په بهیر کې به ورسره مرسته وکړي او دی به په دې برخه کې سپینې خبرې کوي!
 داسې نه عملي کېدونکې،ضد ونقیضې او د لنډ مهالو ګټو تابع خبرې، نه یوازې ولس ته د خپلو واکمنو فکري ثبات غیر عادي برېښوي او ناباوري یې پرې زیاتوي، ورسره مخاطب شوو او نامخاطب شوو، هغو هېوادونو او کړیو ته، چې د افغانستان د ستونزو لامل دي، لا نوره روښانوي، چې د دې هېواد فساد ځپلی نظام تر مضرو چوپتیاوو او بیا،بیا ناکامو تجربو وروسته اوس هم د خپلو ستونزو د سم تشخیصولو، مهارولو او ځپلو لپاره لازم سیاستونه او حل لارې نه لري.
نور واکمنې کړۍ او په ملاتړ او مخالفت لوبیدونکو کورنیو او بهرنیو ملاتړو او مخالفینو ته یې دا ضرورت او مسولیت دی، چې د تېرویستنې تر اوږده بهیر وروسته پر خپلو  څېرو، موخو او افشا شوو غوښتنو نه پټونکې حجابونه ونه غوړوي.
د سپینو خبرو دروغجنې وعدې دې پرېږدي او د هیلو مطابق سپین عملي سیاستونه، چې تر دروغجنو او مکارو ډېر زیات دوی ته هم تلپاتې او اوږدمهالې ګټې لري، د استفادې وړ وګرځوي.
او که داسې ونه کړي، لکه ترهګرزېږونکی پاکستان، چې نن څومره له خپل دې تولیده ځوریږي، همداسې نورې خواوې به هم د خپل اور خوراک شي.