
لیکوال : پاڅون
تېره شپه یوځای میلمه وم یو کس راته د یو غیري دولتي دفتر چي (په هلمند کي د زاعت او بزګرو په برخه کي
کار کوي . ) یوه واقعه بیان کړه غواړم تر خپله وسه یې ټکي په ټکي ستاسو سره هم شریکه کړم .
موسیسې د صلا مشورې پرته ۱۶۰۰۰ واټر پمپونه چي هر یو یې ۱۰۰۰ – ۱۱۰۰ ډالره قیمت لري په دې
موخه را نیول چي په ولسوالیو کي یې بزګرانو ته ورکړي چي خپل کښتونه ورباندي اوبه کړي . زیاتره ددې واټر
پمپونو د امنتي ستونزو له مخي په خورا زیات لګښت والسوالیو ته و لیږدول سوه او په ځینو ولسوالیو کي
توزیع هم پیل سوه او یوه برخه ددې واټرپمپونو توزیع سول چي په دې وخت کي د کرهڼي ریاست او د ولایت
مقام په خبر سول او سمدستي يي د نومړي موسسی ځیني کار کوونکي راوغوښتل او هغوي ته يي وویل
چي تاسي ولي د کرهڼي ریاست او نورو مسلکي کسانو له مشورې پرته د واټرپمپونو توزیع پیل کړي ده ددې
واټر پمپونو ویشل خو غلط کار دي که یې بزګر بغرا ته کښیږدی هم غیر قانوني دي ، که برمه ووهي هم له
قانونه سر غړونه ده ، نو د واټر پمپونو ویشل په لوی لاس خلګ غیر قانوني کار ته هڅول دي . پریکړه دا وسوه
چي پاتي واټرپمپونه باید شمالي ولسواليو ته و لیږدول سي سمه ده و لیږل سوه او پاتي دي نه وي ځیني
واټر پمپونه چي مخکي له مخکي د مرکز شاوخوا ولسوالیو ته لیږدول سوي وه د پروژې د ختمیدو له وجه له
یوې ولسوالی څخه بیرته راټول سول خو کله چي بیرته د همدي دفتر بله پروژه پیل سوه نو هم هغه
واټرپمپونه د دوهم ځل لپاره بیرته هم هغه ولسوالی ته انتقال سوه چي په دې ترڅ کي څو ځلي پر واټرپمپونو
باندي د لیږد او رالیږد لګښتونه وسول او هغه هم په لوړه کچه. را غوڼد سوي واټرپمپونه چي مرکز کي پراته
وه د دوهمي پروژې په پیلیدو سره شمالي ولسوالیو ته انتقال سوه او هلته د ولایت له لارښوني سره سم
ټولي پنکي ځیني خلاصي سوی او یوازي ماشینونه بیله پنکو څخه په دې موخه چي بزګر به د ژرندي او یا د
بریښنا د تولید کار ځیني واخلي وویشل سول ځکه که پنکه ورسره ورکول سي نو بیا به بزګران په غیري
قانوني توګه د اوبو په راپوته کړي .
واټرپمپونه خو ټول لکه بې لکۍ چرګي توزیع سوه. ښه نو اوس پنکې څه په کوو؟ . ددې برخي خاریجي چي
په اصل کي یو نظامي سړی دی او اوس په دې دفتر کي د یو ملکي مامور په حیث کار کوي او د زراعت برخي
ته راغلي ټول کارونه په خپله خوښه کوي او بیا هم بیله دې چي له افغاني کار کوونکو او یا هم د ولایت له
مقام څخه مشوره واخلي د یو شرکت سره خبره کړې ۱۲۰۰۰ پنکې یې په ۵۰۰۰ ډالر ورکړي نور نوتاسو
حساب ورته و کړي چي یوه پنګه په څو تمامیږي حال دا چي دغه پنکې په بازار کي په ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰
افغانیو في دانه پلورل . دې طلایي قرار داد هغه شرکت ډیر خوشحاله کړ ورته ویل سوي وو چي ولاړ سئ له
هري ولسوالۍ څخه خپلي پنکې تسلیم کړي . شرکت والا چي ولسوالیو ته ولاړه ټول ولسوالان را پورته
سوه ، ویل دا هر څه پر موږ حساب سوي دي ، زموږ څخه امضاوي اخستل سوي دا ولي درکړو ؟ دا ټول اوس
زموږ ملکیت ګرځېدلی . شرکت والا دفتر ته هره ورځ ټلیفون کوي چي ولسوالان دوی ته پنکې نه ورکوي ، دفتر
د ولسوالانو سره په جنجال دی . په دې ترڅ کي ولایت په خبر سو ،میټنګ دایر سو ولایت وویل چي تاسو ته
چا دا مشوره درکړه چي په هلمند کي چي پریمانه اوبه لري تاسو واټر پمپونه وویشی .ګوره چي دا د خرجډال
ځل به کله و ګنډل سي اخر پر دې پریکړه وسوه چي پنکې دي ټولي ابیارۍ عمومي ریاست ته ورکول سي
چي اوس دا لړۍ رانه ده. خو لنډه دا چي ددې پروسې دا دریم کال چي روانه ده.
اوس دا دی د ټوکیو د کنفرانس پلنډی پلنډی پیسې هم را رواني دي خدای خبر چي په هغو به پر موږ کومي
ډرۍ ووهل سي