
د پښتنو نفوس ته په کتو دا هغه اداره ده چې له ټولیز پلوه پکې پښتانه په نشت حساب دي، له کاري پروژو نیولې آن تر تشکیل پورې له ټولو اړوندو چارو پښتانه محروم دي.
په کمیسیون کې په پښتو مې تر اوسه کومه خبره نده اورېدلې، لیکنۍ کاري چارې خو په ځای پرېږده، زه یې دلته تشکیل ته اشاره کوم:
د کمیسیون د رییس (معنوي) په شمول نور غړي یې ټول غیر پښتانه دي، یوازې محمد هاشم فولاد په نامه یو غړی یې د پښتنو په استازيتوب راغلی چې د نوموړي چارې هم محسوسې نه دي، هیره دې نه وي چې په کمیسیون کې ځان له شاړیو حسابوي او د پښتنو له استازیتوب نه منکر دی.
د دارالانشا رییس او یو معاون پښتانه دي چې د دارلانشا رییس څه موده وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه، د یادولو وړ یې بولم چې د دارالانشا ټول رییسان غیر پښتانه دي، که کوم یو ځان پښتون حسابوي هسې د پښتنو له امتیازاتو ګټه اخلي، بلکې په حقیقت کې د پښتنو استازیتوب نشي کولای، د دارلانشا د ریاست تر چتر لاندې یوازې د ساحوي عملیاتو رییس ضیاالحق امرخیل د پښتنو له توکم څخه دی.
د هغو ټولو ریاستونو کارکوونکي د همغو رییسانو کسان دي چې رییسان یې غیرې پښتانه دي، یانې په ریاستونو کې هم په لسو او پنځلسو کسانو کې یو پښتون دی.
سمسور