د اغاخان فونډېشن مرموزه پانګونه


د بدخشان (طلایي حوزه) د یوې سیمه ییزې واکمنۍ په انحصارکې
آغان خان قونډېشن د امریکا د دفاع وزارت د یوټیم اوانګلستان سفارت په مرسته د افغانستان په کانونو وزارت فشار راوړی، چې د بدخشان   (د طلایي حوزې) قرارداد ترلاسه کړي.
آغاخان بنیاد، له ډېره مهاله په بدخشان کې د کلتوري خدماتو، خیرښېګڼې او انکشافي  وړو پروژو په مرسته په کلیوالو سیموکې په تحقیقاتې بڼه خپله نقشه خوره کړې ده او اوس یې د کانونو قرارداد ته، چې د دې بنیاد اصلې موخه وه، ځان رسولی دی.
د افغانستان د سرو زرو د دوو ستروکانونوله ډلې یې یو د غزنې په زرکشان اودوهم یې د بدخشان اوتاجکستان ترمنځ په سرحدې پوله کې واقع دی. د بدخشان د طلاوو کان داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی. یوشمېر پټ اسناد څرګندوي، چې د امریکا د دفاع وزارت یوټیم د کانونو وزارت په کارونو کې مداخله کوي او غواړې د آغاخان بنیاد هغه پروپوزل په کانونو وزارت ومني، چې له مخې به یې د بدخشان د طلاوو کان قرار داد آغاخان ته ورکول کېږي.
داسي راپورونه هم شته، چې آغاخان بنیاد په پراخه پیمانه د دې کاني قرارداد له ترلاسه کولو وړاندې څه داسي نزاکتونوته تمایل ښوودلی ؤ، چې د کان قرارداد له ګټولو اود استخراج د پروسې له پیل سره د بدخشان یاده سیمه یوډول خپلواکه اوحتی د تاجکستان هیواد د سرحدې قوانینو ترسیورې لاندې د پانګونې اوتشبث له پاره وکاروي.
د کانونو وزارت یومامور محور ورځپاڼي ته ویلې، چې د نوموړې وزارت ډېری افغان کارکوونکې د امریکا د دفاع وزارت د یوټیم له کارونو ډېرسخت اندېښمن دي.
د کانونود برخې پوهان اندېښنه لري، که د غه قرارداد آغاخان فونډېشن ته ورکړل شي، د افغانستان د جغرافیایي بنسټ په اړه به یوه جدي اونوې اندېښنه سرراپرته کړي. په داسي حال کې چې افغان حکومت د سرحدونو په ساتنه کې په پاتې راتلو تورنېږي، ترڅنګ یې د بدخشان اوتاجکستان په سرحدې، پوله د آغاخان فونډېشن وروستیو هڅو هم خلک اندېښمن کړي دي.
آغاخان فونډېشن دامهال په افغانستان کې کلینکونه لري، مخابراتې دستګاوې یې فعالیتونه کوي، پوهنتونونه لري اوځینې نوربنسټونه یې هم جوړ کړي دي. وړاندې تردې د بدخشان په مشخصه سیمه کې د آغاخان فونډېشن په ځینو اجتماعې فعالیتونو د سیمې د خلکو له لورې سختې نیوکې وشوې، چې په هغه سیمه کې مذهبې مسایلوته کارکوي اوپراخ تبلیعات یې د اسماعلیه ډلې په مسایلو راچولې.
ځینې شنونکې د بدخشان په کانونوکې د آغاخان فونډېشن مرموزه پانګونه د وړو متفاوتو زورواکیو یوه بېلګه ګڼې، چې د قرارداد له پاره له شرایطوپوره کولوپرته به ځینې مهمو سرچینو ته لارومومې. خوتردې وړاندې د کانونوپه قرارداد ورکولو کې پخپله د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکیونیولې ترنړیوالو پورې ټول په لاسوهنه تورن دي اود قراردادونو د نه شفافیت موضوع یې رامنځته کړي ده.
تردې وړاندې د عینک مس اوپه شمال کې د نفتو حوزو د قراردادونو پرمهال هم په کانونو وزارت تورونه لګول شوي ؤ، چې قراردادونویې شفافیت نه درلود. بله خواکه څه هم په بدخشان کې د طلاوو دغه کان داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی اود داوطلبۍ له مخې به قراردادیانوته ورکول کېږي، خو اغاخان فونډېشن ته د دې قرارداد په ورکولوکې د امریکا اوانګرېزانو فشارونه څه خاص ټکی هم لرلای شي.
په بدخشان کې (طلایې حوزه) د طلاوو یوغني کان ګڼل کېږي، چې په افغانستان کې د خالصي طلالرونکی هغه دی او تراکتشاف وروسته به یې بیه معلومه شي.
د کانونو د برخې کارپوه جاوید نوراني وایي: (افغان حکومت باید موقتې ګټې د ملې ګټو له پاره قرباني کړي، حکومت دي د کانونو د قرارداد ورکولو پروخت د افغانستان جغرافیوي یو والی په پام کې وساتي، هغه که د هرچاپرواندي وي.))
ښاغلی نوراني زیاتوي، کېدای شي اوسمهال ځینې ډلې له سیالو قراردادیانو څخه قرارداد په لوړه بیه واخلي، خوپه اوږدمهال کې دغه چاره افغان حکومت ته په زیان اوحتی شفافه نه ده.
په دې وروستیوکې افغان حکومت د کانونو د استخراج اوقرارداد لړۍ پیل کړي، خواندېښنې دادي، چې د سالمې حکومت دارۍ د نشتوالي له امله سیمه ییزې واکمنۍ د حکومت مخه نیسي اود قرارداد چارې له خنډسره مخ کوي.