د سور ښامار تور بچی

 نولسمه عیسوي پیړی وه د ډیر لری ځای څخه یو سور خون کار ښامارچی نړی یی تر خپل کومي تیره کړی وه دهند دنیمی وچی نه زمونږ په تاریخي هیواد ګران افغانستان باندی حمله وکړه سور ښامار دافغانستان دهضمولو په طمع وه خو دافغا نانو دشهامت نه خبر نه وه چی دمو من خان په څیر باتورو افغانانو تر سره ښاماره قوي اوریښتینی ښامار په خپله افغاني توره وژلی وه .سورښامار دافغانستان دنیولو فکرپه ټال زانګیده چی افغانی غازیانو یی داړی ورماتی کړی اوپه کانډاسه خوله یی له خپلی خاوری وشاړه او سورښامار داسی ګذار خوړلی وه چی تر لندنه یی سر په قرارنه وه دی خونړي ښامار چی دپښتون توره ولیده نو په دی فکر کی شو چی دا میړنی قوم دوه ټوټی کړی اوهمداسی یی وکړل چی کوزه ټوټه یی خپل تور بچی ته وروسپارله دوخت په تیریدو سره تور ښامار دسورښامار نه هم زیات خطرناک ثابت شو او دخپل تور شکل دپټولو لپاره یی سپین څادرپه ځان باندی خپور کړ تر څو په اسلام مین پښتانه په دی سپینه جامه خطا باسي همداسی وشول نږی شپیته کاله یی د لر او برپښتون قوم وینی په خورا بی رحمی سره وڅښلی اوخپل ځان یی پری سربه کړ تورښامار هر هغه چی داذادی خیال یی په مغز کی وه دخپل تور کومی څخه تیر کړ اودپښتون په سرو اوسپینو زرو یی خپله خیټه واچوله او دپښتون قوم شتمنی عصب دپاره یی زیات خوله ور اوشمله ور پښتانه یی دژوند دخوږو څخه بی برخی کړل.
خودنیکه مرغه دځینو ملی مشرانو او لیکوالو دهڅو په پایله کی دتورښامار مخ نه سپین څادر لری شو اونړی ته یی تور مخ او دوه مخي څرګنده شوه همداراز دنن پښتون هم نور دتورښامار په تور نیت پوه شوی او نړی ته یی تور مخ څرګندوي نو ربه پښتانه دتورښامار دګټو دپاره خپله قیمتي وینه تو یه نه کړي اوتورښاماربه هم د سره ښامارپه انجام اخته کړي او پښتانه ،سیمه اونړۍ به ددی دشر څخه خلاص کړي
مونږپښتانه دسولی سپین بازان نړي ته دسولی پیغام استو او نړیوالو څخه موغوښتنه داده چی دوژونکو مارانو سوړی بندی کړی تر څو افغانان اونړيوال دتورښامار دتوروزهرو دضررڅخه خلاص شي او افغانان هم نور باید دښامار وژلو په ځای دهغه دراتللو مخنوی په فکرکی شی او پریږ نه دی چی خونړی ښاماران نور زمونږ وینی څښلو دپاره ددی هیواد پاک حریم ته داخل شی.
ډاکټر زرعلی( معروف)
سه شنبه شپه ۵۰:۱۰
۵سرطان۱۳۹۱ جلال اباد