نړۍ دجوﻻی پر 5 مه نېټه :

 

 عنايت خان
 
 
_ الجزايرکې دخپلواکۍ ورځ ده ؛
_ په ارمنستان کې داساسي قانون ورځ ده ؛
_ په ارجنټائين کې دماشومانوورځ ده ؛
_ وينزويلا هېواد دخپلواکۍ ورځ نمانځي ؛
_ په1811 زکال کې وينزويلاVenezuela په اسپانوي مستعمروکې لومړی هېواد و، چې خپلواکي يې ترﻻسه کړه ؛
_ په1829 زکال کې د (( اورال )) لويديځ ته دلومړي ځل لپاره په روسيه کې الماس وموندل شو؛
_ په1841 زکال کې انګرېز(( توماس کوک )) دلومړي ځل لپاره دسيلانيانولپاره دسفر کولو اسانتياوې برابرې کړې ، او570 تنوته يې دسياحت چارې تنظيم کړې ؛
_ په 1882 زکال کې دهندوستان نامتوصوفي Inayat Khan عنايت خان ، چې دنړيوال صوفيزم Universal Sufism بنسټ اېښودونکی و ، زېږيدلی ؛
_ په1924  زکال کې په پاريس کې د8  ځل لپاره د المپيک لوبوپرانېستونکي مراسم پيل شول ؛
_ په1954 زکال کې دبي . بي .سي . BBC لومړنۍ ټلويزيوني خپرونه پيل شوه ؛
_ په1954 زکال کې نامتوامريکايي سندرغاړي (( اېلويس پرېسلي )) Elvis Presley خپلې لومړنۍ سندرې ثبت کړې ؛
_ په 1977زکال کې په پاکستان Pakistan کې دپوځي کودتاMilitary coup په واسطه ، د ذوالفقارعلي بوټوZulfiqar Ali Bhutto حکومت دجنرال ضياٌ الحق له خوانسکورشو ؛
_ په1994  زکال کې په چين کې دماشومانوپرکارکولوبنديزولګول شو ؛
_ په 2006 زکال کې يوه 62کلنه انګريزه وروسته له دې ، چې په مصنوعي توګه دوه ځاني (اميدواره ) کيږي ، يوماشوم زيږوي .