
دادى يوې بلې څيړنې افغانستان د دولسو ناکامو دولتونو په شپږم قطار کې وشميره ، تر سره شوې څيړنه ښايي په اټکل نه وي ولاړه بلکې دهغو واقيعتونو له مخې شوې وي ،چې رپورټ جوړونکو پخپله ليدلي وي .ديو دولت لپاره دا ډيره شرمونکې ده چې له دولس کلن ليک لوست او ذده کړو وروسته هم ناکام را خيژي. که دلومړي ټولګي يو کوچني ناکام شي فکر نه کوئ چې دى او کورنۍ به ېې څومره ستومانه وي .خو دافغانستان پر حکومت چې هغه دچا خبره ګيره او بريت ېې هم راغلي ، هر کال دنا کامۍ غږ کيږي خو نه شرميږي.حکومت په دې نه دى ناکام چې چې ښوونکو ېې ورته ا ب ،ت ښولي او يا ېې دسيد مخدوم رهين په څير وزيرانو دډول غږولو چل زرښولى وو ، او نه ېې وو ذده نو ځکه ناکام شو،حقيقت دادى چې دفساد ډيروالى او داصلا حاتو په نوم دجوړې شوې ادار اودپرديو په غوښتنه مفرر شوولوړ پوړومامورينو دکرزي په بد نامولو او نا کامولو پسي را اخستى او کرزى ورته په غټو غټو ګوري داسې چې حکومت ېې دفساد پر لور داسې چټک روان دى لکه دچين اقتصادي پرمختګ .تر ټولوپه سپڅلو ادارو قضآ او څارنوالۍکې د ناستو قصا بانو سره دې خداى مه مخاموه.......................زه وايم څيړونکو لاهم ګوذاره کړې ځکه دوي نه په اداري اصلاحاتو کې دکار اهل کار ته دسپارلو په پروسه کې ازموينه ورکړې او نه ېې هم په قضا او څارنوالۍ کې کار پيدا شوى ،کنه نو بيا به ېې افغانستان په منفي شپږم ناکام هيواد کې راوستى وى.که ولسمشر ته دا خبره ګپ ښکاري نو دوه داسې کسان چې يو خالي جيبى ماسټر او بل ډالري جيبى دولسم پاس وې دازموينې لپاره فساد اداري ته وليږي ،بيا به ورته پته ولګي چې ادارې ېې څومره رڼې له رشوت ،توکم پالنې او پيژندګلوۍ پاکې دي.په دغې اصلاح راوستونکې ادارې کې دهر سوال او هر پوست بيه معلومه ده ،او دلا لان دميلې دګڼ کپانو په څير په دومره سپين سترګۍ درسره نرخ ږدي لکه ځمکه چې درباندي پلوري.ما خو دنورو ادارو په اړه اوريدلي وو، چې څوکۍ پکې پلورل کيږي خو اوس مي پخپله وليدل .مخکې تر دې چې دغه بيلګه درته وړاندې کړم دا ضروري ده چې تاسو ته ېې در په زړه کړم ،څه موده وړاندې اولاد رسول مخدوم رجيم داطلاعاتو او کلتور درياستونو لپاره دازموينې داخستو اعلان وکړ او لکه دپخوانيو رهبرانو ېې قرانونه کول چې پروسه به شفافه وي ،خو تاسو وليدل چې پرته له يوه او يا دوه ريسانو نور ټول همغه زاړه مقرر شول مانا داده چې تر پخوانيو ريسانو نور پوهه او کلتور پال په دې هيواد کې نه وو ،په داسې حال کې چې زه پکې داسې ريسان هم پيژنم چې له زړښته په لاره نه شي تللى او املا ېې هم نه ده ذده ،نو که داسې وې بيا په دويم وار دراډيو تلويزيون داميرينو ازموينه څه پکار وه.زه په دواړو ازموينو کې دخپل يو ملګري سره تللى ووم ،په لومړنۍ هغې کې ېې ترې دولس زره ډالر غوښتل ،او ده نه لرل که څه هم په وروستۍ ورځ ېې پور کړل خو بيا او به له ورخه تيرې وې ، دوزارت يو سړي ورته ويلي وو چې فلانى لس زره ورکوي که ته پرې دوه زره زياتې کړي بريالى کيږې ،زما دې قسم وي چې همداسې وشوه،نواوس فضاوت وکړئ چې دا ازموينه ده که چوکۍ خرڅونه .زما ملګري بل وار دراډيو تلويزيون لپاره ځان ونوماوه او فکر ېې دا وو چې داځل خو به بخت ورسره يارې وکړي ،خو له بده مرغه ماسټر وو خو نه ېې والي پيژاند نه فراهي پيژاند او نه ېې محمودې پيژاند. څه چې ورسره وو هغه ترې په تګ راتګ کې ولګيدل او پايله دا راوخته چې دمخدوم الرهين څوک خوښ وو هغه ېې دپې ار ار له پروسې کاغذ پيچ دډالرو په زور بريالې اعلان کړل.تر دې چې ځينو واليانو وزارت ته دخپلو چاپلوسانو فرمايش ورکړى وو چې که دى بل راوليږه نه ېې منم چې يوه بيلګه ېې هرات دى.دا لا پريږده دتقريري ازموينې ليکونکو په هم هغه ځاى کې سوالونه خرڅول او چې څه ېې په زړه وو هم هغه ېې ليکل .زما زړه خو په انځور صيب خوږيږي ځکه هغه ېې دداړه مارو له درې (پنجشير) نه دراوتي يوه خود ساخته جنرال داسې امر مقرر کړې چې په مخکې اه هم مه شي کولى .جنرال جلال محمودي دافغانستان دراډيو تلويزيون معاون دي او دخپل ميز پر سر ېې پر مرمرينه ډبره ليکلي جنرال جلال محمودي ماون راډيو تلويزيون ملې ودستيار مطبوعاتي مارشال فهيم .دخداې په خاطر په دغه ډول جګړيزو حالاتو کې محمودې د راډيو تلويزون معاون دى ،ولې چيرته دجګړې ډګر ته نه استول کيږي .زموږ په دې هيواد کې نوره پر واکمنو تکيه نشته ځکه دا ېې دفساد بيلګې وي .رهين لکه دتاويز ګرو څلور پنځه ګوتمې يلاس کړې او چې هر څوک دايران پر ضد خوله وازه کړي څارنوالۍ ته معرفي کيږي څو په ولايتونو کې داسې بې فرهنګه ريسان او نالوستې دراډيو اميرن ټاکل کيږي چې په يو نه يو ډول دوزارت او يا دفساد ادارې له ادارې سره تداوو ولري او ياهم دکزې له لوري دټا کل شوو واليانو ددربار غلامان او دچاپلوسۍ له پونځي فارغ وي .عجيبه لا داده چې ددولسم نه فارغ او يا هم جنرالان له ماسټرانو دپوهنتون له اسناذانو او فارغانو نه ازموينه اخلي .هغه دسليمان لايق خبره اوس به دجومات حرامي دې انجام ته څه وايي ،کرزي صيب ددې پر ضد به کوم کميسون او په څه نوم اداره رامنځ ته کوي .دخداى په خاطر لږ په دې اولس رحم وکړه