دصليبي جګړو انګېزه

ليکوال:محمدعبدالله عنان
ژباړن : بشيراحمد ريان
د (صليبيتوب) انګېزه او هغه جګړې چي تاريخپوهانو ورته (صليبي جګړې) نوم ورکړى ،دوخت له مخي پخوانۍ او دمودې په حيث پراخي وې. دصليبي جګړو فکر ، داسلام او مسيحيت ترمنځ په کشمکش ولاړ و. دا فکر داسلامي ځواکونو له لوري دفتوحاتو له پيل سره سم پيدا شو، په داسي حال کي چي صليبي جګړې ديوولسمي زېږديزي پېړۍ تر پايه پيل شوې نه وې.
کولاى شو،دصليبي جګړو پيل، داتمي پېړۍ په لومړيو کي له هغه وخت سره وتړو چي اسلامي لښکرو دقسطنطنيې دديوالونو شاته غرب تهديد کاوو او هغه وخت چي اسلام داسپانيا څخه دفرانسې دښتو ته خپريده او مسحيت او دشمالي اروپا ملتونو يې له ګواښ سره مخ کړي وو.
هو!داتمي پېړۍ له پيل څخه ،مسيحت هغه خطر چي داسلامي ځواکونو له لوري ورته متوجه و ،درک کړ،دا جګړې چي د اسلام او مسيحيت ترمنځ د (لوار) رود په غاړه او دمسحيت او بت پالو ترمنځ د (راين) سيند څنګ ته وشوې، ددې کشمکش لومړى پړاو و، چي (صليبي) بڼه يې خپله کړه.
يو په بل پسي جګړې چي درې پېړۍ وروسته د شام او مصر په دښتو کي دمسلمانانو او اروپايانو ترمنځ وشوې او نژدې يونيمه پېړۍ يې دوام وکړ، ددې کشکمش دبدلي شوې بڼې پرته بل څه نه و.
 هغه مهال چي درومي امپراطورۍ باعظمته ماڼۍ نړېده او اسلام له خپلو ميوو  ګټه ترلاسه کوله، اسلامي جګړې دسيمو په نيولو پاى ته نه رسيدې، اسلامي جګړو ژور او ستر هدف درلود او هغه: اسلام ته دسياسي تسلط ترڅنګ معنوي او ټولنيز لوړوالى ورکول و.
داسلام سپاهيانو، هغه مهال چي دقسطنطنيې غږ يې پورته کړ او دپيرنه له غرونو دفرانسې جنوب ته ننوتل، په هڅه کي وو چي دې ستري موخي ته تحقق وبښي.
خو اسلام دقسطنطنيې له ديوالونو په شا شو،بيا يې دشهيدانو په ځمکه کي (دفرانسې خاوره) دفرانسويانو څخه په شاتګ وکړ، بت پالنه هم هغه مهال دراين سيند شاته لاړه.
په دې توګه مسيحيت او شمالي اروپا دنابودي له خطر څخه نجات وموند او هرکله چي به يې دا خطر احساس کړ ځان به يې دفاع ته چمتو کاوو. له همدې امله فرانسه په لويديزه برخه کي داروپااو مسحيت لپاره دفاعى ديوال شوه، عيناً هغسي لکه (بيزانس) او قسطنطنيه چي په ختيز کي دمسيحيت لپاره دفاعى ديوال و او هغوى يې داسلامي حملو څخه ژغورل.
نصرانيت، (شارل مارتل) دفرانسې واکمن د(شهيدانو دځمکي) اتل، داسلام څخه دمسحيت ساتوونکى او دقران له سياسي او معنوي تسلط څخه داروپا خلاصوونکى ګڼي.
دده زوى (شارلماني) له ده وروسته دمسيحيت په ساتنه کي بل رنګ خپلوي، هغه په ختيز کي بتپال قبائل په شا وتمبول، (ساکسونيان) (بوهميان) او (لومبارديان) يې مجبور کړل چي مسيحيت ومني، اسلام يې هم دپيرنه په غرونو کي ودراوو.
مسيحيت نژدې دوه پېړۍ ،يوازي له ځان څخه په دفاع اکتفاء کوله.کله چي داسلام ستر دولت تجزيه شو او په لسمه زېږديزه پېړۍ کي په کوچنيو دولتونو او ملوک الطوائف باندي وويشل شو، په ختيز کي بت پال قبائل هم له قدرت څخه ولوېدل،مسيحيت ته دځان ټولولو او په اسلامي دولتونو دبريد موقعه په لاس ورغله، په پايله کي يې داسلام او مسحيت تر منځ قاطعي جګړې پېښي شوې.
هغه دولتونه او وګړي چي دمسلمانانو سره په څنګ و او ددوى له ځواک څخه يې وېره درلوده،له هغوى سره په جګړه کي مرستندوى شول لکه داسپانيا مسيحي اميران او دايتاليا او ختيز روم کوچني دولتونه.
ديني فکر، ددې جګړې يوازنى لامل نه و،بلکي دبري طمعي،دسياسي تسلط هيلي او دملي خپلواکي غوښتني په دې کي زياته ونډه درلوده او همدا څه و چي دا جګړې يې حتمي کړې.
کليسا په دعوت او تعليم سره په دې جګړو څارنه کوله ،صليبي بڼه او ديني جنبه يې ورکوله، ددښمنانو دنابودي او ياهم دمقدسو ځايونو دساتني لپاره. هغوى ددې لپاره چي زيات رونق ورکړي،دې جګړو ته ديني رنګ ورکړ ترڅو په ظاهر بله انګېزه ونلري. هغه کسان چي دديني بيرغ لاندي راټول شوي وو،فکر يې کاوه چي داخرت او مسيحي مصحلت په خاطر يې خپل مادي او دنيوي اغراض قرباني کړي دي.خو په دې برسيره په مسيحيانو کي دديني فريضي جهاد دومره زيات نه و لکه په مسلمانونو کي چي ليدل کيده.
په لومړيو پېړيو کي زيات کارونه داسلامي فتوحاتو او اسلام دبرياليتوب په محور راڅرخېدل او په همدې موخه اسپانيا او دختيز روم زياته برخه ډېر ژر ونيول شوه.خو په مسيحي اروپا کي دې جګړو ،دکوچنيو خوځښتونو بڼه درلوده او هيڅکله دومره ستر نشول لکه دعربو په ځمکه ، اسيا او افريقا کي چي به کيدل او نه يې هم نتيجه دومره عالي شوه لکه اسلامي دولت چي په بغداد، مصر او اسپانيا کي ورته ورسيد.
لويديزه اروپا د زياتو پېړيو راهيسي په جهل او ناپوهي کي اوسيدله او په هغوى کي يې قومي او قبيلوي خبري رامنځته کړې وي، په لويديز کي دختيز په پرتله ديني فکر ډېر کم و خو اوس کليسا دتبليغ لپاره ښه وخت درلود او کولاى يې شواى بې له کوم مشکل زيات کسان راوبولي.
دصليبيت خوځښت،په اسپانيا کي د (کليرمون) تر غونډي او پاپ اوربان تر بلني يوه پېړۍ وړاندي څرګند شوى و، په حقيقت کي په هغوى کي ديني حماسه له هغه وخته چي دوى شمال ته شړل شوي و، دتعصب په بڼه خپره شوې وه،داسپانيا مسيحيت چي کله د(پيرنه) او (الترياس) غرونو ته پناه يووړه، تل په لټه کي و چي دهيواد جنوب يې دمسلمانانو له لاسونو وباسي.
له همدې امله دشمال وړکوټو اميرانو دجنوب دتهديد په وړاندي سياسي اختلافات او قومي تعصبونه پرېښودل او ددين په کلمه سره راټول شول.
دا څه موږ د (الناصر لدين الله) (٣٠٠-٣٥٠هـ) او حاجب منصور (٣٦٦- ٣٩٣هـ) په زمانه کي وينو چي مسلمانانو په زيات ځواک سره دشمالي اسپانيامسيحيان په شا وتمبول او دهغوى په کلکو کلاوو او نظامي مرکزونو يې حملې وکړې.
همدارنګه، هغه وخت چي دشمالي افريقا بربر قبايل د (مرابطينو) تر بيرغ لاندي او وروسته (موحدين) داندلس دساتني او نجات په موخه دجهاد په نيت اسپانيا ته راغلل، مسيحي اميران په سخته وېره کي ولوېدل، دومره چي ديني تعصب يې په بدن کي اور بل کړ او له ګاونډيانو يې مرسته وغوښتله.
په هغه پسي،دنورماندي، اکواتين، برګوني او نورو سيمو مسيحي مجاهدينو (!) دفرانسې له ښارونو دپيرنه غرونه ونيول او هڅه يې کوله (صليب) ته نجات ورکړي او ترڅنګ يې له مسلمانانو غنيمت ونيسي.
روم هم ددې فکر له مخي ټکان وخوړ او (اووم ګريګور) د روم رضاکارو ته اجازه ورکړه چي ددين په نوم جګړه پيل کړي او په نيول شويو سيمو کي دپاپ په نوم حکومت وکړي.پاپ په دې توګه هري جګړې ته چي دمسلمانانو په وړاندي کيدله،ديني رنګ ورکاوو.
لکه وړاندي چي مو وويل،ددې ټولو سربيره ،درضاکارو په زړونو کي ددنيا دطمعي او مادي پايلي ګټلو حرص خپور و.
 دبيلګي په توګه وينو چي ځيني غښتلي مسيحي جنګيالي لکه کمپيادور[1] به کله دمسيحيانو په ټولۍ کي جنګېدل او کله به بيا له مسلمانانو سره اوږه په اوږه ولاړ و.دامو هم وليدل چي فاتحينو به په نيول شويو سيمو کي نه يوازي غنيمتونه په لاس راوړل، مسلمانان به يې وژل ،بلکي ددې مات شوي ملت عادت او ټولنيز خواص به يې هم خپلول. په اسپانيا کي چي به هره برخه دمسلمانانو له لاسه ووتله، مسيحي مشرانو به نوي څيزونه ترلاسه کول او منځنۍ طبقي به ښارونو ته راتلې تر څو دهغوى له شتو او نعمتونو په ګټه اخستلو خپل غربت اوبدبختي جبران کړي.معمولي بزګرانو به هم ښکلو درو، حاصلخيزو ځمکو او بانعمتو سيمو ته مخه کوله، تر څو دشمال له بې اوبو او وښو صحراوو څخه بې غمه شي.

[1]  -Cidel Campeador ،همغه (الدون ردريګوري ببار) داسپانيا نظامي سپور و او په ١٠٩٩ ز کال مړ شو.په راتلونکي څپرکو کي به يې په اړه مفصل وغږېږو.