سرونه ورموکړل وربشوپه نرخ

ښکلا،خوښي مې په نظرکې نشته
که خوها خوند اوس په ګودرکې نشته
هرڅه دي ښکلي، پرماښه نه لګي
چې مې دلبرراسره برکې نشته
دلاس نکریزي او جامې نلرو؟!
که خومستي اوس په اخترکې نشته
موږیې نه پيژنو، خولټه کې یو؟
که خوګوهرپه سمندرکې نشته
سرونه ورموکړل وربشوپه نرخ
چې موسردارنن په سنګرکې نشته
موږه ویشتلي دنفرت په غشو
بلبل بوستان، زرکه موغرکې نشته
دا(منتظره ) شول حالات څه بل شان  
که خوجذبه په لراوبرکې نشته
جلال اباد
30/05/2012