کڼکي

عندلیب دیر 
یا پیاله سقراطي
یا خو تنده  حسیني
دا خیالونه خیامي
هاغه عشق منصوري
هاغه قوره فرعوني
د موسا په لاټۍ مري
دغه غرونه د نفاق
دا فکرونه فرهادي
د خپل سیوري جانماز
د خپل زړه امامتي
دومره نه دی لیونی
د مقتل حیا ساتي
تږی پریږده چې کوي
د دریاب څوکیداري
چراغونه شه په شړق
کورکی راله سیزي
یاره مه ماتوه بت
ماته خداي رایادوي
رنګ به بایلي لولکۍ
په لوانده  ګل چې کښیني
خلک ټول مخونه  نه
کتابونه ګرځوي
دا په ماته بیړۍ ناست
دریابونه یادوي
نوی ګل د پسرلي
په زاړه کتاب کې ږدي
عقل وړی دی طوفان
جنون کڼکي بلوي
منشي نه دی دربار
عندلیب رښتیا لیکي