
راځې چې دا لیکنه زمونږ ستاسی په ستاینې پیل کړم ، کله چې د تاریخ وخت شی او بیان د غیرت او میړانی راشی افغانان تل یادوی چې سکندر مقدونی (الګزاندر دی ګریټ میسه ډونین ) څنګه خپل مور ته خط ولیکه او د افغانانو د میړانی یی ورته څه وویل بیا وروسته ورپسی د مغل د یرغلونو او ننګیال بابا خوشحال خټک شعرونه یادوو چې زمونږ د مشرانو د میړانی او د یرغلګر مغل سره د جګړی کیسی کوی بیا ورپسی د افغان انګریز جګړی د وزیر محمد اکبر خان میړانه ، د ملالی میوند اتلولۍ او شعرونه را تازه کوو او هو خپل ټټر ټکوو او وایو چې د نړی یو بل زبر ځواک روس مو هم ماته کړی دی هوکی مات کړی مو دی بلکه ټوټی ټوټی کړی مو دی ، ښه دا خبری خو به مو ډیری اوریدلی او کړی وی.
کله مو پدی اړه فکر کړی چې ولی یو پسی بل یرغل راباندی کیږی؟؟؟؟ زه وایم د مټ زور لرو خو د عقل زور نه
راځی چې د عقل په زور خبری وکړو چې زما په آند ورته سیاست ویل کیږی چې زمونږ د لږو مشرانو زده دی او کشران خو مو بلکل کرکه ځینی کوی. دا د سواد او د علم په شتون کی بیسوادی او بی علمی ده. د ځواکمنو هیوادو ځواک د هغوی اوږد مهاله ستراتیژی او پلان دی چې مونږ ورڅخه کرکه لرو.
ډیری کسان به تاسی لیدلی وی چې له سیاست سره یوه خاصه کرکه لری او په زغرده او په ډاګه یی بیانوی او لیکی چې
( زما د سیاست سره کرکه ده ) دا خبری کیدای شی تاسی له خپلو ملګرو څخه اوریدلی وی او یا مو هم په انټرنټی جال کی په فیس بوک کی د خپل ملګری په پيژندپاڼه مو لیدلی وی.
دا لیکنه زه د هغه کسانو لپاره کوم چې سیاست کوی خو بیا هم وایی چې سیاست سره کرکه لرم هره ورځ هر مهال هره شیبه سیاست کوی خو وایی زه د سیاست څخه کرکه لرم ، انټرنټ کاروی ، فیس بوک کاروی ، موټر چلوی ، دولت او طالب تر نیوکو لاندی راولی ، کله فاکستان ملامتوی ، کله ایران او کله امریکا ، او هو بازار کی د وریجو ، وړو او د غوښی له بیو څخه هم شکایت کوی خو بیا هم وایی چې زه د سیاست څخه کرکه لرم چې بلکل یوه غلطه خبره ده او پاسنۍ خبری یوه هم د سیاست څخه خالی ندی او یوازی سیاسی پوهی او سیاسی ککری ته اړتیا لری.
خپه نشی دا کسان داسی ړانده کاڼه دی چې وینی او اوری خو هیڅ هم نه وایی ، دا کسان د ژوند په بیه لا ندی خبر څنګه چې ما پاس ولیکل چې ډیری کسان به موټر لری تیل به موټر ته ورزیاتوی د لوړی بیی څخه به یی شکایت کوی خو سیاست به نه خوښوی.
دا څنګه کیدای شی؟؟؟ کیدای شی په ذهن کی مو نه وی ګرځیدلی چې د تیلو بیه هم سیاست ټاکی او کله چې تاسی د تیلو د لوړیدونکی بیی څخه شکایت کوی همدا ستاسی دریځ ستاسی سیاست دی. په فیس بوک کی تر یو لکو ډیر پښتانه شته دی چې فیس بوک کاروی په دوی کی ما داسی یو ندی موندلی چې له سیاست څخه په کامله توګه لری وی په بلاګونو کی داسی پوهان لرو که سیاسی ډګر ته را ودانګی نو دا اوسنی پلاستیکی سیاستمداران به ورته د پښو خاوری هم نه وی داسی کسان می لیدلی په خپله پاڼه یی لیکلی چې زه له سیاست څخه کرکه لرم خو دی به د ملت جوړونی لپاره سل مشوری په خپل فیس بوک پاڼه لیکی، تاسی څه وایی دا سیاست ندی ؟؟؟
ډیری کسان به مو لیدلی وی چې په دولت نیوکی کوی په دولت کی د فساد لوړیدونکی کچې څخه سر ټکوی طالب ته بد وایی او د خپلو مشرانو او د ښوونځیو د بندیدو له امله په طالبانو نیوکي کوی ، آیا دا سیاست ندی ؟؟؟
هیڅ امکان نلری چې یو افغان وګړی په ژوند کی پاکستان ، ایران او یا امریکا په افغانستان کی د دوی د لاسوهنو له امله په دوی نیوکی نه وی کړی. پيدا کړی داسی کس چې په دوی کی له یوه سره خپله کرکه نه وي څرګنده کړی ، آیا دا سیاست ندی؟؟؟
د هیواد سیاست خو پریږدی زمونږ مشران د واشنګټن ډی سی او کریملن د ماڼی د مشاورینو څخه هم بر دی باور وکړی چې زمونږ مشران پتاوی ته چې کینی داسی سیاست کوی او د نړی مشران داسی شنی او چاڼی چې خولی به مو ورته دنګی پاتی شی ، آیا دا سیاست ندی ؟؟؟
د هیواد ، د ګاونډی هیوادونو او د نړی سیاست څه کوی چې زمونږ کورونو کی هم سیاست شته دی ، کور څه کوی چې زمونږ خوراک او څښاک سیاست پوری اړه لری ، ووایی د وریجو بیه څه ده ؟ ووایی چې اوړه مو تیر ځل په څو واخیستل ؟ ووایی چې غوښه ولی قیمته ده ؟ کله مو په پاکستانی او په ایرانی توکیو ( اونلی فور افغانستان ) مارک او یا (صرف برای افغانستان ) لیکل لیدلی دی؟ هو لیدلی مو دی زه یقین لرم چې لیدلی مو دی ، زه یقین لرم چې شکایت به مو کړی وی زه یقین لرم چې دوکاندار به ډالر ، کلدارو او ایرانی روپیو د بیو د ټیټوالی او جګوالی د سرحد د بندیدا په پاکستان کی ځنډیدلی توکو په اړه درته ویلی وی ، په توکو باندی
(اونلی فور افغانستان ) ستاسی کورني کار چې تاسی دی ته ځواب وموندی خو دا درته وایم چې کله پاکستان د خوراکی توکو قیمتونه لوړوی او ټیټوی سرحد تړی او یا خلاصوی نو ستاسی کور ته راتلونکی د وړو د بوجی بیه پاکستان او ایران ټاکی او کله چې تاسی ددی لپاره دوکاندار سره بحث کوی ، آیا دا سیاست ندی؟؟؟
په پای کی یو وار بیا وایم او تاکید پی کوم چې تر ټولو لوی بیسواده هغه کس دی چې په سیاست بیسواده وی. هغه کسان کاڼه او ړانده وی څوک چې په سیاست کی برخه نه اخلی او نه غواړی چې برخه واخلی. دا کسان به د ژوند په بیه نه پوهیږی ، د غنمو په بیه ، د یوی ډوډی په بیه به نه وی خبر ، خو دا کسان باید پوه کړای شی چې دا ټولی چاری ، قیمتونه او ستاسی مرګ او ژوند په سیاست ټاکل کیږی. بیا هم که دا کس په خپل سیاسی بیسوادی فخر کوی ، خپله سینه ټکوی او وایې چې زما د سیاست څخه کرکه ده او د سیاسته می بد راځی هغه نه پوهیږی چې په دی کار چې سیاست کی برخه نه اخلی په جامعه کې فحاشی ، یتیم ماشومان ، غله او داړه ماران ، تر ټولو بد دا چې په سیاست کی برخه نه اخیستنه فاسد چارواکو ته لاره پرانیزی چې چاری خپل لاس کی واخلی او زمونږ د ژوند فیصله وکړی.
د ویلو خو ډیر څه دی خو دلته دا لیکنه پدی را نغاړم چې وس فیصله تاسی وکړی چې سیاست خو هرو مرو کوی خو وس به تاسی په روښانه او په ژبه وایی چې زه سیاست کوم که نه ؟ که یی پریږدی چې زمونږ او ستاسی په ژوند ناوړه او فاسد کسان حاکم شی او زمونږ د هیواد ، زمونږ او زمونږ د ماشومانو راتلونکی وټاکی فیصله ستاسی په لاس کی ده. سیاست کوی که نه؟
هغه کسان چې زما په آند ندی پوه شوی لیکنه دی یو وار بیا ولولی
هره چاره د پښتون تر مغول ښه ده « که په عقل ................
لیکوال: عبدالحمید جهانی
کابل افغانستان