
کله چې امريکايانو په عراق حمله وکړه نو په لومړيو څو کلونو کې يې د تلفاتو اندازه ورځ تربلې زياتيدله، ډيويډپتريوس چې ډير وخت يې د امريکا په پوځ کې کار کړی او اوس د سي آی اې استخباراتي شبکې مشر او مخکې يې په عراق کې هم د امريکايې ځواکونو قومانده په غاړه وه، په دې پوه شو چې په عراق کې يې د پوځ شمير او جنګي وسايل که هر څومره زيات شي بيا يې هم تلفات نه کميږي.
له همدې امله يې په داسې يو پلان کار وکړ چې د شيعه او سني مسلمانانو تر منځ يې جګړو ته لاره هواره کړه، د نوموړي دغه پلان دومره بريالی و چې په څو مياشتو کې د امريکايانو تلفات په سلو کې پنځوس ۵۰ فيصده راکم شول، ځکه هوښياران وايې چې د قومونو تر منځ جګړه نه ختميدونکې ده، شيعه په سني او سنيانو په شيعه ګانو بريدونه کول، په دې سره امريکايان په عراق کې تر څه اندازې بريالي شول او د تيلو غټې ذخيرې اوس دهغوی په لاس کې دی.
خبره به رالنډه کړو د امريکا جمهور ريس بارک اوباما چې کله د پتريوس نسبتا بريالی پلان وليد نو ډير زر يې نوموړی افغانستان ته راوليږه او په افغانستان کې يې د امريکايې ځواکونو لوی قومندان وټاکه.
کله چې پتريوس افغانستان ته راغي نو وروسته له څه وخته يې له کرزې او نورو ګوډاګيانو سره يوه ستره غونډه راوغوښته په غونډه کې د افغانستان د قومونو مشران هم راغوښتل شوی و، دا غونډه ددې لپاره رابلل شوې وه ترڅو په کليو کې قومی مليشې جوړي کړي.