ستاينه

ستاينه »توصيف«
څېړندوى سيدنظيم سيدي
موږ په تېرو بحثونو کې هم په دې خبرې بحث وکړ، چې د معاني ښوونيزې لارې چارې خورا ډېرې دي، يوه لاره يې همدا ستاينه ده؛ په دې معنا ستاينه هم په پوهنو او فنونو کې کارېږي، هم په کيسه ييزو ليکنو کې موارد د استعمال لري او هم په رپوټونو، يونليکونو او ډرامو کې. يو شمېر ادب څېړونکي په دې ګروهه دي، چې ستاينه تر ډېره په تجربي پوهنو کې د پېژند په توګه کارول کېږي. د ساري په ډول: که موږ وغواړو بوټي او ګلان وپېژنو؛ نو اړ يو چې د يو شمېر بوټو ستاينه يا صفات په لاندې ډول وړاندې کړو، چې له امله يې بوټي وپېژندل شي:» ترمرغه: دا شين بوټى د غنمو په شان نرۍ اوږدې پاڼې کوي، د لښتې او درمې غټوالى يې کټ مټ د غنم د ډکي او ډنډر په اندازه دى، د دغه بوټي درمه د نيم ګز يا څلورو لوېشتو او يو نيم ګز په اندازه لويېږي، دغه بوټي غوايين په مينه سره داسې خوري، لکه رشکه، نور مال دومره مينه نه ورسره کوي. د ترمرغې د بوټي درمه په سر کې د غنمو د وږي په شان وږي کوي، وړې وړې دانې کوي، د مني په وخت کې وچېږي او ګلان نه لري. لکه چې وويل شول يو ډول وړې سرې او يا خړچکې غوندې دانې کوي، چې دا دانې د دغه بوټي تخم ګڼل کېږي. د وږي نه يې د وچېدو وروسته د مځکې په مخ راتويېږي، په هغو... [1]«.
اوس نو که پورته څرګندونو ته ځيرنه وکړو او لږ پر خپل ذهن فشار راوړو، ښايي په ډېرې اسانۍ سره د پورته بوټي انځور وباسو؛ نو ځکه ادب څېړونکي وايي په هغو ليکنو کې، چې د خيال مراندې ډېرې اړينې دي او بنسټ ګڼل کېږي، ستاينې په کې په دغه ډول جال غوړوي او يوه ښکارنده په دغه ډول لوستونکو ته وړاندې کوي؛ خو دې ټکي ته هم ځيرنه په کار ده، چې ستاينه يا ستاينې بويه داسې وړاندې شي، چې لوستونکي يا مخاطب کس ته د يادې ښکارندې انځور مخکې انځور شي او هغه وکولاى شي په خپل ذهن کې يو انځور داسې مجسم کړي، چې که کټ مټ هماغسې نه وي؛ نو ډېر لرې ترې هم نه وي.
ستاينه په څو ډوله ده، چې ادب څېړونکي يې له طبيعي ستاينې نه نيولې بيا تر زماني او عصري ستاينو پورې وېشي. په دغو ستاينو کې ژوي، انسانان، د انسانانو د ژوند د چاپېرچل حالات، لکه خوښۍ، محافل، غونډې، کورنۍ، ښار، ټولنه او داسې نورې کيسې ځاى نيسي، چې بيا دا هره يوه ځانته ځانګړنې او ډولونه لري، چې ټول د ستاينو په عمومي چوکاټ کې داخلېږي، د ساري په ډول که موږ يې دا يو اړخ را ټينګ کړو؛ نو ښايي په کې مانوس طبيعت، وحشي طبيعت، د هوا حالات، د خلکو څېرې، حرکات او سکنات، د خوښۍ او خپګان چاپيريال، نفساني خوندونه او حالات او دې ته ورته نورې خبرې په کې ومومو؛ يعنې تر عواطفو پورې ټولې کيسې په کې نغښتې دي، چې هره يوه ځانته ځانګړې ستاينه لري. د ساري په ډول د ټولنې د وحشت او کله ناکله انسانان له انساني چوکاټ نه د وتلو په اړه صالح محمد صالح په خپل ژباړلي کتاب کې وايي: »پرېږدئ له خپلو بدمرغيو سره، د خپلو تورو ورځو په غېږ کې، چې د همدغو ستاسو انسانانو د جنايتونو پايله ده، خوشحاله و اوسم او د فلاکت په دې انزوا او بد مرغۍ کې له انسان او انسانيت څخه ليرې خپله وروستۍ ساه وباسم او له زهر لړلي ژوند څخه مې خلاصه شم. لاړ شئ او ما د ذلت او محنت په سيند کې يوازې پرېږدئ![2]« ياد ليکوال د دې لپاره، چې انساني احساسات يې نور هم را پارولي وي څو کرښې وروسته خپلې احساساتي خبرې نورې هم پسې غځوي او د ياد موجود له خولې يو بل روايت داسې وړاندې کوي: »تاسې ژاړئ؟ ايا په تاسو کې هم مينه او رحم پيدا کېږي، تاسې چا ته اوښکې تويوئ؟ زما بدمرغيو ته! که داسې وي زه مو دا خواخوږي نه منم، هيله کوم لاړ شئ او بې ځايه خپل وخت مه ضايع کوئ... «[3].
په پورته عباراتو کې وينو، چې ستاينې له احساساتو او عواطفو سره داسې اغږل شوي، چې ډېر ځله يې معلومول هم يو څه ستونزمن وي، په دې معنا ليکوال هڅه کړې، چې د انسان آر انسانيت او ستاينې د وحشت او بربريت په رڼا کې زباد کاندي چې انسان څومره کرامات او ستاينې لري؛ خو که کله په حيواني څرمن کې ننوځي؛ نو بيا ترې بل ګواښونکى او بدمرغه ژوى نه شته؛ نو وينو چې په مبهمو الفاظو کې د انسان ستاينه کوي، چې دا هم په ټولنه کې د ستاينې يو ډول دى. پر دې سربېره ځينې نورې بېلګې هم وينو، چې د ټولنې يا طبيعت د ستاينو استازي لي، لکه اسدالله غضنفر، چې په خپل کتاب د نثر ليکلو هنر کې د استاد رښتين يوې ليکنې ته نغوته کوي: »لمر د خپلو زرينو پلوشو په زنځيرو کې د بړاسونو ذرې بڅرې د وريځو ټاپوانو ته وخېژول، هلته ژر ژر له تاوه اوبه شول او بېرته د بوټو او ژويو د ژوندانه او ښېرازۍ دپاره زمکې ته راکوزل شول.
د زمکې په غېږ کې پرتو ويدو بوټو او شنېلو د ژمي له اوږده خوب نه سترګې وغړولې د ورېځو له جزيرو نه راغلو څاڅکو ورله مخونه ووينځل، د نمر تودو وړانګو په کې ګرمي او تودوخه واچوله... «[4].
پورته ټولې څرګندونې د پسرلي ستاينې يا صفتونه دي، ليکوال نېغ په نېغه نه وايي، چې ژمى تېر شو او پسرلى راغى؛ خو ستاينې وړاندې کوي او د ستاينو له مخې سړى اټکل کولاى شي، چې دا نښې نښانې د پسرلي دي او بايد پسرلى راغلى وي، نو دغه ډول ستاينې د معاني د ښوونيزو لارو چارو په يو اصل کې شاملېږي، چې د معاني بنسټ جوړوي او له ټولنې سره نېغ په نېغه اړيکې لري.
اوس که وغواړو د پښتني ژوند په اړه معلومات پيدا کړو او ستاينې يې ځانته معلومې کړو؛ نو اړ يو چې د نصير احمد احمدي کيسه ييز نثرونه ولولو او په دې ځان پوه کړو، چې نوموړى ښاري ژوند ته په کوم نظر ګوري او کله چې ورسره د بې کفايتۍ مالګه هم ګډه شي؛ نو څه شى ترې جوړ شي. ده چې په ځوانو ليکوالو کې د ناول ليکنې په برخه کې اسمان ته پوړۍ اېښې په خپل »بوډا او د لېوانو پلونه« ناول په يوې برخې کې پښتني اصيل او نجيب فرهنګ ته په کتو سره د پښتني ټولنې ستاينې داسې وړاندې کوي: »هغې ته مې وکتل، ښکلې وه او په ګرد سپين مخ کې يې اوږدو شنو سترګو يوه نوراني ځلا، خو لوڅې غاړې او بې لستوڼو کمېس يې خوند رانه کړ.
د انور غږ مې واورېد:
پلاره! مېوه در واخله!
انجنير ته مې وکتل، خو ههغه ته ميوه نه وه اېښې او د پخوا غوندې يې کتاب سترګو ته نيولى و، بېرته مې انور ته سترګې ور واړولې، ده ماته کتل، حيران شوم، انور به ماته ابا ويل، د ده له خولې نه په لومړي ځل د پلار ټکى راته ووت »پلار« هم ښکلې کلمه ده؛ خو ماته نابلده ښکاره شوه، دومره خوند مې ورنه وانه خيست، لکه څومره چې د ابا په ټکي کې پروت و؛ ځکه انور په لومړي ځل ماته ابا ويلي و، دې توري ته مې اوښکې تويې کړې وې؛ خندلي مې وو او د ژوند خواږه يادونه مې په کې پراته وو؛ خو دا يو کليوال تورى و، فکر کوم، انور به د ابا په ويلو شرمېده؛ ځکه يې پلار...
موږ تر ناوخته پورې خبرې وکړې، خو کله چې د کوژدنې موضوع رامنځته شوه، نجلۍ په ځړېدلي سر له کوټې نه ووته، که څه هم چې د انجنير د لور د ژوند مسئله وه؛ خو ده له خبرو سره دومره دلچسپي نه ښوده، کله کله به يې يوه خبره له خولې نه راووته، چې د ده د ذوق نماينده ګي به يې کوله؛ خو مېرمن يې بيا سور اور وه، ژبه يې بې واره چليده، خبرې يې کولې، د سويتا د راتلونکي ژوند نيکمرغي يې غوښته او له هرې خبرې سره به يې خندل، ما ته د کور اصلي واکداره دا ښکاره شوه.[5] «.
اوس نو که پورته کرښو ته په دقيقه توګه ځير شو؛ خورا ډېر ارزښتونه او پښتني ستاينې په کې موندلاى شو، په دې معنا سره له دې، چې د ابا کلمه کليوالي ده؛ خو کوم خوند او بې تکلفي، چې په دې ويي کې نغښتى هغه د نړۍ په هېڅ کلمه کې هم نشي موندل کېدلاى او دا هغه وخت سړي ته معلومېږي، چې په خولو خېشت پېشت له کلبې څخه د ونې سيوري ته د دې لپاره راشي، چې کوچني زوى يې ورته سبنارى راوړى وي او ور نارې کړي ابا سبنارى مې درته راوړى دى، يخې شوملې او تازه شوتلې دي، د پيازو غوټه مې هم په درسترخوان کې اچولې. واه – واه، خداى دې دا خوند په ټولو وڅکي.
دغه شان ليکوال په ډېرې ځيرنې د پښتني دودونو دې مسالې ته هم ځير شوى، چې د تصميم نيونکى او د کور واکمن پلار او يا نارينه وي نه ښځه او د نارينه په شتون کې ښځه د خبرو جرائت هم نه لري. ښايي دا خبره ځينې ربړې هم ولري؛ خو په عين حال کې له ګټو هم خالي نه ده؛ په دې معنا په ښاري ژوند کې ډېر ځله موږ وينو، چې نارينه د ښځو تابع وي دومره تابع، چې هغه د چا خبره له نارينتوبه يې خلاص کړى وي؛ خو په کليوالي ژوند کې بيا ښځمنو ته د هېڅ خبرې اجازه نه شته، که څه هم کليوال دودونه اوس ډېر بدل شوي او مېرمنې کولاى شي، چې په ځينو مواردو کې له خپلو نارينه وو سره په مهمو مسالو کې تصميم ونيسي؛ خو په دواړو حالاتو کې افراط او تفريط شته؛ خو اعتدال د خداى هم خوښ دى.
نو پورته بېلګې ته په کتنې سره ليکوال ډېر په مهارت قلم چلولى او د پښتني ټولنې داسې انځور يې وړاندې کړى، چې هم يې ښېګڼې او هم يې نيمګړتياوې په ګوته کوي اوپه دې توګه ستاينه يې په کې ځاى کړې ده.
د ستاينې په اړه ادب څېړونکي دا خبره هم وايي، چې د يوې خبرې ټولې ستاينې بيانول او يا اضافي ستاينې ورته ورکول نه اړينه خبره ده او نه هم کومه ښکلا لري، بلکې د يوې خبرې يا ښکارندې يوازې هغه ستاينې بويه وړاندې شي، چې هغه هم د ليکوال موخه وي او هم موضوع ته هنر او ښکلا ورکولاى شي، د ساري په ډول که چېرې موږ د يو خطاط د هنر ستاينه کوو؛ نو اړينه نه ده، چې ووايو پلانى خطاط ډېر ښايسته سړى دى او ډېرې ښکلې سترګې لري؛ ځکه دا خبرې يا ستاينې د هغه د هنر په ځلونه کې هېڅ ډول مرسته نه کوي او نه يې هم څرګندونه کولاى شي؛ بلکې اړينه دا ده، چې ووايو پلانى خطاط په نسق، نستليق او يا هم مات »شکسته« خط کې د خورا پوره کمال او هنر څښتن دى، دومره په مهارت خطاطي کوي، چې سړى پرې له ورايه مينېږي او د هر چا زړه غواړي، چې شاګردي يې وکړي او...
نو که خبره مو رانغاړلې وي، ستاينه د ټولنې په هره برخه کې شونې ده او ليکوال کولاى شي د هرې ښکارندې ستاينه وکړي؛ خو داسې ستاينه بايد وشي، چې ليکوالي يې غوښتنه کوي او اړينه وي نه بې ځايه ستاينې، چې د ګټې او ازرښت پر ځاى ورته زيان وکړي او د خلکو زړونه ترې تور کړي.
 
 
 
 
 

[1] - څېړنپوه علي محمد منګل: په منګلو کې د بوټيو نومونه، د پکتيا پېژندنې د سيمينار په وياړ، علمي خپرندويه ټولنه، پکتيا، ١٣٨٩ لمريز کال، ٢٧ مخ.
[2] - ربيع انصاري: پاڼه ورژېده، د صالح محمد صالح ژباړه، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨١ لمريز کال، ٣ مخ.
[3] - ربيع انصاري: پاڼه ورژېده، د صالح محمد صالح ژباړه، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨١ لمريز کال، ٤ مخ.
[4] - اسدالله غضنفر: د نثر ليکلو هنر، په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه، ١٣٨٩ لمريز کال، ٣٦ او ٣٧ مخونه.
[5] - نصير احمد احمدي: بوډا او د لېوانو پلونه، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار، دويم چاپ، ١٣٨٨ لمريز کال، ١١٣ او ١١٤ مخونه.