غــزل

 ګل خا ن حيرت  / جنوبي پښتونخوا کوټه


دارمــــان ژونـــد دی، پــــه ارمـــان تير يږي
هــــر يوخواهِــــش موپراسمـــــان تير يـــږي
 
دا ،وُروَ تــــلي وځــــنګلـه تــــه يــــومـــــوږ ؟
کـــــه زموږ پـــه کلي کــــي لـــېوان تير يـږي
 
له ځانه ورک دی،که دی ځان ترېنه ورک؟
پـــه بل کــــي خيږي ، اوتـــرځان تير يـــږي
 
بيخي عجب غوندي پيـــــداکړي ســکون
پــــرزړه چـي ذِکـــردسُبـــــــــحان تير يــــږي
 
دمـينــــي يــوغشـــــی دوه ښــکاره کـــــوي
تـرحـيرت وزي ،تــرګل خـــان تـــير يـــــږي