
نات
_ په ((پيرو)) کې دانډيانز( سره پوستکيو) ورځ ده ؛
_ سکاټلينډ دخپلواکۍ ورځ نمانځي ؛
_ په فنلينډ کې دبيرغ ياجنډې ورځ ده ؛
_ په1314 زکال کې دسکاټلينډ پاچا((روبرت بروس )) دانګلستان پاچا ((دوهم اېډورډ)) پوځ ته ماته ورکړه اوسکاټلينډخپلواکي ترﻻسه کوي ؛
_ په 1947 زکال کې دلومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ناپېژندل شويوالوتونکو توکيو( نات ) په هکله رپوټ ثبت شو . بېزنسمين (تجار) کېنيت ارنولډ Kenneth Arnold دواشنګټن دغرونودپاسه په خپله وړوکي الوتکه کې دالوتنې پرمهال 9 دانې کابونو(بشقابونه ) ته ورته توکي وليدل ، چې 1200 ميلوشاوخواچټکه الوتنه يې کوله . له هماغه مهاله دلومړي ځل لپاره دالوتونکو قابونواصطلاح وکارول شوه . له هغې نېټه نه وروسته دپنځوسو کلونوپه اوږدو کې بياداتو زرو نورو پېښې رپوټونه ورکړل شوي ؛
_ په1973 زکال کې ليونيدبرېژنيف له امريکانه خپل رسمي سفر د ليدنې په مهال وويل ، چې سړه جګړه پای ته رسيدلې .