زرداري  (ستونزې ) دپاکستان او امريکا مخامخ کېدل

  دپاکستان نوی ولسمشر اصف علي زرداري  په داسې مهال دبريتاني دلومړي وزارت مقر ته رارسيږي چې پر اوږو يې نه يواز ي  دخپل هيواد دنامعلوم  راتلونکي  دروند پېټی  دی بلکې نوموړی دې ته هم اندیښنه لري چې په راتلونکې کې به دپوځ سره چې ددغه هيواد  په   اوسني  او راتلونکې کړکیچ  غوښنه ونډه لري څه ډول  پر مخ ولاړ شي .
کله چې ولسمشر  بوش د۱۱ سپیټمبر ۲۰۰۱ز دپیښو پر سبا دوخت ولمسشر جنرال پرویز مشرف ته ټيلفون وکړ  او ورڅخه يې وغوښتل چې دامريکا غوښتنو ته دې ځواب ووايي  ولسمشر  له شک پرته  داوړاندیز ومانه  او يو مطيوعاتي کانفرانس  يې راوغوښت  او څرګنده يې کړه چې نوموړی   دا هر څه دپاکستان دنجات لپاره کوي
د۱۱سپټمبر پر سبا امريکايانو هوډ درلوده چې جګړه به پراخه وي او پاکستان به هم په خپل بر کې نیسي ، مشرف چې دپوځ اوحکومت واګې يې په لاس کې وې  او په دې  هم پوهيده چې دطالبانو تحريک  ددغه هيواد دپخوانۍ لومړۍ وزيرې  بينظير بوټو دواک پر مهال دپاکستان دڅارګرې ادارې په مټ  رامنځ ته شوی ، نو ځکه خو يې پريکړه وکړه چې دترهګرۍ پر وړاندې په نړېواله جګړه کې دنړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه دامريکا ترڅنګ ودريږي  او خپل هيواد دبهرنيو دبريد او مداخلې ژغوري .
زرداري  اوس  ورته وړتيا نه لري  نن ورځ  په قبايلي سیمو دامريکاد هوايې ځواکونو پرله پسې بمبارۍ ثابته کړه چې پاکستان ديوې واقعي ستونزې سره لاس اوګريوان دی ، همدارنګه نوموړی  دخپل هيواد دپوځ  سره هم يوه خوله  نه دی  دپوځ مشر جنرال اشفاق کياني وايې: که امريکايې بريدونه دوام  ومومي نو پاکستاني ځواکونه  به يې پر وړاندې توند غبرګون وښايې داپه  داسې حال کې ده چې ښاغلی زرادري بيا په دې برخه کې ديو شکمن دريځ سره مخامخ دی
په پاکستان کې ډيری وګړي  په دې باور دي چې  دنوي ولسمشر دريځ سم دی ، زرداري هم په دې پوه دي هغه چين ته خپل سفر وځنډاوه او بريتاني ته يې مخه کړه سره ددې چې نوموړی له بريتاني سره يو لړ کورنۍ  ستونزې هم لري  خو بيا هم هغه دغه هيواد ته سفر کوي خو لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني بيا له زرداري څخه په څرګند ډول  وايې چې له امريکا سره دجګړې وړتيا نه لرو .
په حقیقت کې دپاکستاني پوځ پريکړه چې دامريکايې ځواکونو مخه به نیسي په اوسني وخت کې په قبايلي سیمو کې دتندروانو پر وړاندې  ديوسترې جګړې  پيلامه ګڼل کيږي  چې داد عوامو خلکو دارادې  خلاف کار دی  خو که  پاکستان په دغه جګړو کې ښکيل شي بلکې ښکيل هم دی نو داپه دې ماناده چې پاکستان په دواړو جبهو کې ددغه هيواد دملي حاکميت  دساتلو لپاره جګړه کوي که هغه دترهګرو پر وړاندې عمليات دي  او که  دبهرنيو ځواکونو پر وړاندې غبرګون دی  .دسرحد ايالات والي اویس غني هم دغه ټکي ته اشاره کوي هغه وايې : دپاکستان  پر وړاندې  توطیه جوړه ده  يو لوري  ته  په کوردننه دترهګرو سره په جګړه بوخت دی بل لورې ته په افغانستان کې میشت نړيوال ځواکونه په ځانګړې توګه  امريکا دپاکستان په خاوره کې دعملياتو غوښتونکي  بلکې ترسره کوونکې ده .
ځکه خو ډيری څارونکي اټکل کوي چې پاکستان اوس  په دوه کې حيران دی يولوري ته  دلويديځ سره  دملګرتيا او بل لوري ته  القاعده او  طالبانو شتون ،  که يو لوري ته ولسمشر بوش غواړي  دترهګرو پر وړاندې په قبايلي سیمو کې عمليا ترسره کړي  بل خوا پاکستاني چارواکې او ځينې سياسي کړۍ  په دې باور دي چې دغه عمليات به نه يوازې داچې  ستونزه حل نه کړي بلکه  لا به دغه اور ته پوکی ورکړي  او دغه ډلو ته به يو ډولو برات هم ورپه  برخه کړي
داسې اټکل نه کيږي چې نوی ولسمشر دې  دپوځي موسسې  دورستي دريځ څخه ملاتړ وکړي ځکه دنوموړي له کړوړو او لويديځ سره  دښو اړيکو څخه ثابتيږي چې نوموړی ورته کړنو ته ليوال نه دی  .همدارنګه نوموړي دخپلې دندې دپيل  په لومړۍ ورځ افغان ولسمشر حامد کرز ی ته وعده ورکړي چې دترهګرۍ پر وړاندې  مبارزه کې به په ګډه کارکوي.
مګر زرداري به ترکومه مقاومت کوي ؟ داپوښتنه په سرحدي سیمو کې په پرمختګونو پورې اړه لري که داخبر ې تايد شي چې پاکستانی پوځ غواړي  دامريکايې بريدونو مخنيوی وکړي په داسې وخت کې چې ولسمشر دلندن پر سفر بوخت دی  دابه زرداري او لومړي وزير  يوسف رضا ګيلاني ت ته يو ستر ګذار  وي چې دمخه يې لا دا ويره درلوده چې دپوځ او حکومت ترمنځ کړکیچ رامنځ ته نه شي  ځکه دغه هيواد ورته کړنې لا دمخه  هم ازمايلي دي  دذوالفقار علي بوټو حکومت چې دولسي ملاتړ هم برخمن و دپوځ له خوا ړنګ شو
نو ايا دامريکايې بريدونو پر وړاندې دپاکستاني پوځ غبرګون  په پاکستان کې دبوټو دکورنۍ دحکومت په وړانددسياسي اوښتون  لومړنی ګام دي او که يواز ې داسلام اباد واکمنو ته  اشاره ورکوي  چې خپلې کړنې دې په سمه توګه ترسره کړي ؟