MTN  مخابراتي شرکت ته هم د ګرځنده ټیلفون ددرېيم نسل 3G   خدمتونو جواز ورکړل شو.

۱۳۹۱د غبرګولي ۳۱ مه  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په تالار کې د مخابراتو او معلوماتي او ټکنالوژي وزارت لخوا MTNمخابراتي شرکت  ته د ۲۵ میلیونو ډالرو په مقابل کې د ګرځنده تیلفون ددریم نسل 3G   خدمتونو جواز د ګڼ شمیر داخلي او بهرنيو رسینو په وړاندې ورکړل شو. دغه جواز دافغانستان  مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ریُس عبدالوکیل شیرګل اود MTNمخابراتي شرکت ریُس حسن جابر لخوا لاسلیک شو. په دغه غونډه کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وزیر امیرزي سنګین، د مالی وزارت وزیر حضرت عمر زاخیلوال ، داقتصاد وزارت وزیر عبدالهادي ارغندیوال ، د تجارت اوعدلیې وزارتونو  مرستیالانود MTN مخابراتي شرکت ریُس حسن جابر او دمخابراتو معلوماتي ټکنالوژي  وزارت رهبري هییُت ګډون کړی و. یاده دې وي  MTN دویم مخابراتي شرکت دی چې د 3G  ګرځنده تیلفون ددریم نسل جواز تر لاسه  کوي ددې نه وړاندې د اتصالاتو مخابراتي شرکت نوموړی جواز د ۲۵ میلیونو ډالرو په ورکړې اخیستی و. ښايي په راتلونکې کې نور مخابراتي شرکتونه هم دغه جواز تر لاسه کړي. دغې مطبوعاتي غونډې ته  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر انجینیرامیر زي سنګین د 3G  خدمتونو د کیفیت او غوروالي په  اړه  مالومات ورکړل او افغانستان یې په مخابراتي ټکنالوژي کې د سیمې په کچه له هندوستان نه وروسته لومړی پرمختللی هیواد وباله او زیاته یې کړه تر اوسه زمونږ ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان،ایران، تاجکستان،  ازبکستان ،ترکمنستان ،بنګله دیش،نیپال  او داسې نور د 3G خدمتونه نلري. اونوموړي ډاډ څرګند کړچې په  راتلونکو ۲ کالونو کې به زمونږ۵۰ فیصده هیواد وال د ټکنالوژي  له  لارې د انټرنیټ له  نعمت نه برخمن شي همدارنګه ښاغلي سنګین ددې پروسې د شفافیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې  د نوې ټکنالوژي د جوازونو د ورکړې پروسه د  افغانستان د ولسمشر د  حکم په اساس او دمخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون سره سم د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت، د مالې وزارت ،د تجارت وزارت، د اقتصاد وزارت او د عدلیې وزارت په ګډه پر مخ وړي  ، ورپسې د مالې وزیر حضرت عمر زاخیلوال هم خبرې وکړې  اود 3G  خدمتونو فعالیت یې  د هیواد په پرمختګ کې یو لوی ګام وباله .او غونډه  د ژورنالیستانو د پوښتنو په ځوابولو پای ته ورسیده.
 رپورټ: ګلالی اورښت