
د بلومبرګ د راپور پر اساس چې د امریکی د دفاع د وزارت له قوله لیکی، وایی چې د افغانستان د فوځ لپاره هغه د شپی لخوا لیدونکو عینکو (۷۱۵۷) اوه زره یو سل اوه پنځوس عدده او د دوی اضافه پرزی ورکی شوی دي.
دغه عیکنی چې په ډیره پیمانه سره ورکی شوی دي په ازاد بازار کی د پیرودلو او پلورلو لپاره نه بیدا کیږی او د متحدینو قواو یو له کامیابه او اغیزمنه تیکنالوژۍ څخه ګڼل کیږي.
ټول ټال د دغو ورکو شوو عینکو قیمت ۴۰ څلویښت ملیونه ډالرو ته رسیږی.
د امریکی د دفاع وزارت ویره لری چه هسی نه د دغه مډرنه تکنالوژی توکی د طالبانو او یا کوم بل مخالفی ډلی په لاس ور نه شي.
همدا راز د پنتاګون د عمومی تحقیقاتو مشره جکولین وایسکارور په ۱۸ د جون خبریالانو ته وویل چه دغه ورک شوی توکی به د امریکی د متحدینو قواو او د افغان ملی اردو او ملی پولیسو د شپی عملیات به ممکن د خطر سره مخ کړي.
د دغو توکو د ورکیدو وخت او ځای نه دی را په ډاګه شوی.
والسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات