
روح الله: ژمن
تېره ورځ دجوزا (٣٠مه) د افغانستان او پاکستان دوو تنوسفيرانودشيطان پلازمېنه(اسلام آباد) په يو خبري کنفرانس کي دافغانستان دکړکېچ داواري په موخه يولړ بې مسؤليته ويناوي دژورنالستانو په وړاندي وکړې .
په دوى کي يوه ډيپلوماټ (ادم ټامسن) دپاکستان دمدافع وکيل په څېروويل :
(که چيري دافغانستان دامنيت اوټيکاو پرسرخبري اوپلانونه طرحه کيږي په داسي حالاتو کي بايد پاکستان ته دغوښني ونډي له مخي ډېر امتيازات په نظرکي ونيول سي اوپاکستان دمناسبي ونډي برخمن سي دده په وينا پاکستان دترهگرۍ دله منځه وړلوپه لاره کي ډېري هڅي کړي اوقربانۍ يې ورکړي اوهمدا اوس يې پر پوله يوسل پنځوس زره پوځيان دترهگرۍ سره په جگړه بوخت دى.)
ددې لرغوني دښمن شوم نيت سپړنه به له څه تاريخي ريښې را واخلو:
١ : دانگرېزاوپاکستان تاريخي شاليد:
کله چي په (١٩٤٧ م ) کال پاکستان دانگرېز له مرداري نطفې وزېږېد دانگريزانو په دې سيمه کي خپل پاته کېدل حتمي وبلل ځکه دوى لا دامهال هم د روسانو له تېر او پخواني ريښوي گواښ څخه نه وه بېغمه سوي هغه چي په ( ١٦٧٢- ١٧٢٥ م) دپترکبير روسي امپراتور دگرمو اوبوته درسېدلوپلان لاره اوپه کرار کرار يې دروسانو له خوا دپلي کېدو چاري رواني وې .
په پاکستان کي دانگريزانو دمنگولو دښخېدو بل هدف دهغو پښتنو څخه تدريجي غچ اخيستل وه هغه چي په دريو ناوړه جگړو کي يې دپښتنو له لاسه مرگونې او شرمنده ماته خوړلې وه چي عملا هم په افغانستان په ځانگړې توگه هلمند کي دپښتون نسل وژنه ددوى په لآس زموږ د ناپوهو څوکيوالو په ټيټ سر جريان لري.
٢ : د انگريزانو سره دافغانانو بده مخينه:
پرافغانستان دانگريزانو دتېري شوم يادگارونه به ديوه افغان هيري نه سي لکه د جلال آباد اوميوند او داسي نوري لويي او وړې جگړې) هغه چي شاوخوا دوسوه پنځوس کاله يې موږ دخپلو سياليو سپرگرځولي وو او يوازي يې زموږ دهيواد دستراتيژيک او سوق الجيشي ارزښت څخه په گټه اخيستلو تل زموږ دهيواد ارزښتونه ترپښو لاندي کړل اويوازي يې په سيمه کي دخپلو سياليو لپاره زموږ خاوره وکارول چي ښه بيلگي يې په (١٧٩٨ – ١٨٠٧ م ) کي دروسانو، فرانسې دناپيليون او ايرانيانو ترمنځ د يوې بېهوده جگړې دمثلث په منځ کي د غريب ، ناتوانه او نالوستي افغانستان را ښکېلېدل وه هغه چي گټه يې نورو او يوازي درد او زيان يې د افغانانو ؤ . په دې وخت کي افغانانو څو ستري نيگړتياوي لرلې ؛ لومړى داروپايانو په پيچلي سياست نه پوهېدل اونالوستوب،دهغه وخت دعصري اسلحو نه لرل اود خلکو بېحده فقر او زموږ په خپلو منځو کي جگړو جريان چي منشا يې دانگرېز په دستور د پارس (= اوسني جعلي ايران) په پلي کېدو پوري تړلې وه.
دانگريزي ډيپلوماټانودشوموويناوتفسير:
انگريزانو تل په مستقيم او غيري مستيم ډول دخپل نامشروع اولاد (پاکستان) پله د خپلو او ددوى د ناروا گټو لپاره نيولې ده چي په دې لاره کي يې د فغانانو خوڅه دخپل متحدينو(امريکا اونور) پروا هم نه ده ساتلې. ددوى داسي بيهوده څرگندوني چي هغه د مشروع غوښتونو (نه) بلکه ديو هيواد دمدافع وکيل په څير دگټو او امتيازاتو پر سر چېنې وهل دي زموږ دهيواد دراتلونکي لپاره زهر دي اوبل داچي ددوى ددې وينا څخه مراد څه دئ؟؟؟ چي يوسل اوپنځوس زره پاکستانيان دپولو ساتنه کوي!!! په عمل کي خودوى دافغانانو دوژلو لپاره دېره سوي( نه )دترهگرو له منځه وړل ځکه ترهگري خو ددوى زېږنده ده او دوى ورباندى زياته پانگه اچونه کړې .
ددوى له داسي ناکراره حالت څخه دا استنباط هم کېدلاى سي چي دانگريزانو دنيمي پېړۍ گټي (نظامي مدرسې اوترهگري شبکې)اوس په خطر کي دي .
ددوى دا داڅرگندوني د امريکا ددفاع وزير ليون پنيټا له هغه وينا څخه چي ويلي يې وو دترهگر پټن ځايونه د پاکستان په خاوره کي دي او غم خوړل يې په کار دي جوختي را برسېره سوې . خو زموږ افغانانو لپاره دانگرېز اوپاکستان دشيطاني جال څخه ځان ساتل او ورته ويښ پاته کېدل پکار دي تر څو مالگين او زهر جن لاسونه يې ددوې په منگول زموږ زخمي بدن نور را نا ارام نه کړي
پاى