
ساقي
اِې سـاقي ښــکاري شــرابـــونــه نــاآشنــا راته
رنګ دزمانې شوبــدل لري
هــريومــدعــاراته
توروشنواوسروجاموکی ماله خــونــدنــه راځي
چه جونګړه کی
نڅېږي لـعــل جـواهرمينا راته
انګريزي شـرابـــو کـې پــروت زمـا خمارندی
چــې دشينــکي باغ آب جوشو نه ېي صهباراته
ترڅوبه پرَدي جامونــه اوچــتـوو هــره خـواه
ترخونه څه راوځي چه شتـه دلـته شکـرخاراته
دهــررنـګـه مېـوو مـزې مو وکـړی
له هـرځايه
ساقی راوړه اَوي(۱)چه خمارمی کړي تـل
پاراته
پــه رنـګارنـګ بـوتـلـوکی نڅېږي تـصويرونه
پـام چــه خــطـا نشــې آشنـا پـه دارنـګ نڅاراته
دژوندپه آزموينوکې ډېرمـو زده کـړه هــرخـوا
خوبياهم نه راکــوئ ولــې لاسـونـه رښـتـيـاراته
په دې نانرويـو کله بـهـم ترسـره نـشــي صبوره
چـــه پــه
کلـک عـظـم ونه تــړې ملادسباراته
(۱)اَوي:
یوډول قندهاری انګور دی چه ترینه وڅکي
جوړیږي