نړۍ دجون دمياشتې په 18مه نېټه :

 

ماکسيم ګورکي  
_ په ارجنتائين هېوادکې دبېرغ ورځ ده ؛
_ په1583 زکال کې دلومړي ځل لپاره دانسان ژوندبيمه شو .په لندن کې (( رېچاردمارتين )) د383 پاونډو په مقابل کې د(( ويليام ګيپسون )) دژوندبيمه په غاړه واخيسته ؛
_ په 1815 زکال کې دلومړي ناپليون پوځ د(( واټرلو)) په جګړه کې ماته خوري ؛
_ په 1817 زکال کې په لندن کې د واټرلو پل پرانستل کيږي ؛
_ په 1946 زکال کې ايټالياکې جمهوريت رامنځته کيږي ؛
_ په 1956 زکال کې په شوروري اتحادکې ، ((ډيالکټيک ماټرياليزم )) او ((دشوروي اتحاد دکمونست ګوندتاريخ )) په پوهنتونونو اولوړ زده کړو کې دجبري مضمون په توګه په تعليمي نصاب کې شامليږي ؛
_ په 1936 زکال کې روسی ليکوال (( ماکسيم ګورکي )) ومړ .