نړۍ دجون مياشتې په17مه نېټه :

 


_ نن ورځ دوچکالی اودځمکودشاړې کيدوسره دمبارزې نړيواله ورځ ده ؛
_ (( ايسلينډ )) دخپلواکۍ ورځ نمانځي ؛
_ په دې ورځ په جاپان کې هرکال د((کيوتو)) فيستوال دی ؛
_ په رومانيااو ارمنستان کې دهوايي ځواکونوورځ ده ؛
_ په اندونيزياکې دماشوم ورځ ده ؛
_ په1579 زکال کې انګريزپيرات (سمندري غله ) (( فرانسيس درېک )) دنړۍ نه په چارچاپېرسفرکې د(( سانفرانسيسکو)) په ساحل کې ښکته شواوداسيمه يې دانګلستان خاروه اعلان کړه ؛
_ په 1925 زکال کې په (( ژېنو)) کې داسې يوپروتکول ﻻسليک شو، چې په جګړه کې يې دداسې ګازاتوکارول ، چې زهرناک ، تربتونکي ( خفک کوونکي ) وي ، منع کړای شول ؛
  _ په 1953 زکال کې دجرمني په دموکراتيک جمهوريت ( ختيځ جرمني  ) کې دشوروي په مرسته يو پاڅون وځپل شو؛
_ په 1991 زکال کې دسويلي افريقاپه جمهوريت کې دنوي زيږدل شويوماشومان دثبتولو په مهال د راس (توکم ) ليکل منع شول ، ځکه داپه حقيقت کې اپارتايد و .