نړۍ د جون د مياشتې په 14مه نېټه:

 
 
چه ګواره
_ دامريکاپه متحده اياﻻتوکې دبيرغ ورځ ده ؛
 _ په پارګوای هېوادکې دسولې ورځ ده ؛
_ په1775 زکال کې دامريکااردو( پوځ ) جوړ شو؛
_ په1859 زکال کې چېچنيا په روسيه پورې وتړل شوه ؛
_ په1912 زکال کې دفرانسې په ((ليون )) ښارکې دسيمه ييزوچارواکوله خوا ، په ټولوهغو فلمونوبنديزولګيد، چې جنايي پېښې به يې ښودلې ؛ 
_ په 1928 زکال کې دﻻتينې امريکانامتوانقلابي ((چه ګواره )) زېږيدلی ؛
_ په1951 زکال کې دامريکاپه واشنګټن کې، لومړی ځل دپلورلولپاره کمپيوټرونه بازار ته وړاندې شول ؛
_ په1956 زکال کې انګريزان د((سوئز)) له کانال نه بهرشول اومصر نوموړی کانال ملي اعلان کړ ؛ 
_ په1994 زکال کې په ايران کې وروسته له هغې ، چې په 1979زکال کې بانکونه ملي شول يوځل بيادخصوصي بانکونوپرانستلوته اجازه ورکړل شوه .