(له افغان ولسمشرحامدکرزي څخه دکنړدیوې ټپي مرمنې پوښتنې اوغوښتنې)

 
دشنبې په ورځ سهارمهال دننګرهارمرکزي روغتون ته دیوه رپوټ دچمتوکولولپاره لاړم.په روغتون کې دیوه ناروغ سره پرمرکه بوخت وم چې یوډاکترمې ترڅنګ ودریده.راته یې وویل یوه مورچې دمرګ کومې ته دلویدوپه حال کې ده غواړې له خپل ولسمشرڅخه څوپوښتنې،او غوښتنې وکړي،نوکه درته ښه ښکاري زه مو هغوی ته ورولم چې ورسره خبرې وکړئ.دستې ورسره روان شوم.نیغ یې دمیرمنودبسترڅانګې ته بوتلم ،دیوه ناروغ ترڅنګ ودریدو، اویوه ناروغ ته یې لاس ونیوه.دغه ناروغ ټول په یوه کمپله کې پوښل شوی و.زه دناروغ خواته زړه نازړه ورنږدې شوم،دهغه له دکورله یوه غړي مې اجازه واخسته.ناروغ خپل مخ لوڅ کړ،سترګې مې دیوې ښکلې میرمنې پرڅو سختوټپونو ولګیدې .دناروغ پښوته مې وکتل سرې وینې ترې روانې وې خوله سترګویې بیا لپې لپې اوښکې تویې دې .ځان مې وروپيژنده په زوره زوره یې ژاړه پيل کړه،څوشیبې وروسته یې دټپونوله امله ژبه بنده شوه، او یوازې لږې لږې سترګې یې غړیدې .یوه شیبه ورته ودریدم ، وورسته یې ترڅنګ پر یوې څوکۍ کې کینستم.یوساعت وروسته ناروغ بیالږې لږې خبرې پیل کړې .ورته مې وویل ماته څه دې ویل.
 
دخپل ټپي کیدوکیسه کې پیل کړه .
((سهارشاوخوانهه بجې وې ،دخپل کورپه حویلۍ کې دلوخوپروینځلوبوخت وم ،چې یوناڅاپه،درزشو،مرمۍ مې ترڅنګ ولګیده ،ډیرې چرې یې زما په مخ او تشوکې ولګیدې له وجودمې وینې روانې شوې ،نورپوهه نه شوم خویوه ورځ ورسته چې په خود شوم دکنړپه روغتون کې وم ،هلته راته ډکترانو وویل چې ستا درملنه دلته نه کیږي ،دننګرهاردې روغتون ته یې راولیږلم .اوس دلته یم وجودمې ټپي ټپي دی ،په تن مې ماشوم و،پنځه کلونه کیږي چې واده مې کړی و،ماشومان مې نه درلودل، ډیردرمل مې وکړل خدای مې ماشوم په تن کړ، ډيره ورته حوشحاله وم ،دټول عمرهیلې مې ورسره تړلې وې ،خوزما ترټپي کیدو دوه ورځې وروسته یانې همدانن (شنبې وورځ ) ډاکترراته وویل چې ستاماشوم ستاپه رحم کې ستاترټپي کیدو وروسته پرهمغې مرمۍ په سرلګیدلی او دسرمعزه  یې ستاپه رحم کې وه ،ستا عملیات مو وکړ ستاماشوم مړی شوی و،هغه مولرې کړ،اوته تراوسه ژوندۍ یې خدای دې تا روغه کړې کړي.))له دې سره یې په زوره زوره وژل ،لږه شیبه ورسته یې بیا ژبه بنده شوه. نیم ساعت وروسته یې بیاخبرې پیل کړې .
 
 
 
(له ولسمشرحامدکرزي څخه زه داڅوپوښتنې کوم .)
۱= افغان ولسمشر کرزیه ! زه له تااو نورونړیوالوپوښتنه کوم چې زما دماشوم ګناه څه ده چې اوس دپاکستان له لوري زما په رحم کې وژل کیږي او زما په رحم کې هم زما ماشوم له هغوی خوندې نه دی.؟
 
۲= پاکستان ولې ؟اوزموږپه کومه ګناه له خپلې خاورې زموږ پرخاوره دتوپونوباران جوړ کړی او زما دورو، پلار،خور،مور،تره، او نورو سربیره اوس زما په رحم کې زما ماشوم هم وژني .؟
 
۳= زما دبې ګناه ماشوم چې زما په رحم کې مو راته ووژلو په بدل کې یې زه له تا او مجرمینوسره څه وکړم .؟
 
۴= کرزیه ! ته ولې دپاکستان دې بریدونوته غلی ناست یې اوهغه حلک چې ددې پرضد عبرګون ښه یې ولې یې  له دندې لرې کوې.؟
 
۵= ته که ددې توپونودځواب ورکولوتوان نه لرې ولې پرولس دپاڅون غږ نه کوې؟
 
۶= ستا نړیوال دوستان ولې په دې اړه له تاسره مرسته نه کوي .؟
 
 ۷ = نړیوال بشردوستان دې ولې؟ ددې مسلوپه اړه چوپه خوله پاتې دي ،ایادیوه قوم دمیرمنوپه رحمونوکې دهغوی دماشومانووژل له بشري حقونوڅخه سرغړونه نه ده ؟ اوکه ده ولې یې په اړه چوپه خوله دي .؟
 
 ((اوس درڅخه  څوغوښتنې کوم))
 
۱ = زه دخپل وژل شوي ماشوم انتقام اخستل غواړم .
 
۲= زه دمجرمینومحاکمه کول غواړم .
 
۳= زه پرافغان خاوره دپاکستان دبریدونوژرترژره بنديدل غواړم.
۴= زه له تااونړیوالې ټولنې څخه په دې برخه کې دورته بریدغوښتنه کوم.
 
۵= که ته زما پوښتنې اوغوښتنې په سمه توګه نه شي ځوابوالی اویایې نه شې پوره
کولی نوله تامې وروستۍ اواسانه غوښتنه داده چې له خپلې دندې استعفا ورکړه.