
د روهي ويبپاڼې يادونه: د ليکواﻻنو د نظرياتو مسووليت موږ پر غاړه نه اخلو موږ يې يوازې د خپرولو چارې تر سره کوو.
ليک : پائند خان خروټي
چېرمين خلق ريسرچ اينډ اينفارميشن فورم
journalist_paind@yahoo.com
???? ............ د ډاکټر صاحب د شهادت غړ غشه .
ذاتي ليکلې ډائري دي .......................????
سينور حقا يق ...........?????? و ګوري دا او د
په ډاکټر نجيب الله شهيد سنټرل ايشيا خواره سوله
که چيري موږ د خپل وجدان په ږغ لبيک و وايو يا خپل ايمان په ترخه کي نه کېږدو نو بيا به هرومرو دې خبري منلو او ويلو ته چمتو سو چي د ډاکټر نجيب الله شهيد(16 اګست 1947 تر 27ستمبر 1996)باغ و بهار شخصيت و کردار ، خدمات ، کارنامې ، شهادت ، باقاعده هر کال تلين لمانځلو او په زياته د ځيني خيرن مخونه په ګوته کولو په اړوند بشر نويد صاحب يو ځانګړی کردار لري. بشر صاحب د پښتو او پښتونوالی درد او احساس خو لري مګر د مريد يا پانډي جوړيدلو لالچ نه کوي. په دې مفاد پرسته او چاپلوسه ټولنه کي هم د خان، ملا، پير ياد سرکار دروازه نه ټکوي بلکه په خپل همت او مړانه مخ په وړاندي درومي.
هسي هم په دې روان خوني مناظر او رجعتي تور تم کي د حق او صداقت خبره کول، سياسي مريدانو ته د بت شکني درس ورکول ، له پانډي څخه انقلابي جوړه ول ، اندروني او بېروني استحصالي ډائينوسار سره سر وهل د هر چا کار نه دی . هر د علم و دانش خاوند د اظهار او تنقيد کولوپوره پوره حق لري. په رياست او سياسي تنظيمو کښي د حق تلفي او استحصال ښکار خلګ هم خپل راز او نياز شريکه ولی سي. ځني مجبوره خلګ د خپل طبقاتي جدوجهد ، عهد شکني او بت شکني د مبارزې تشنګي په خلکي بېټکو کښي تر ډېره حده کم ولی سي. د خوار غريب او زېردست طبقې ژغ را اوچتول او د قلم او فکر د خپل واکۍ په خاطر د هم فکر ليکوالانو سنګر مضبوط کول په موږ باندي حق لري . پکار ده چي هر ذمه واره وګړی د خپل وس او توان مطابق د استحصال څخه پاکه ټولنه جوړه وولو لپاره يو او بل ته په اخلاص لاس ورکړي چي د افراد او چند خاندانو په ځای زموږ قامي تنظيمي او تحقيقي ادارې تقويت وموندي.
نن د خلقيانو, پرچميانو, قام پراستانو, ډيولپمنيټ سيکټر بلکه د ټول مترقي پښتون افغان يوالي ا ړين دي. نن زموږ په مترقي پښتون افغان کښي د خپل هم فکر بردا شت هم نشته???? خدايه! Respect the difference به کله راځی???? په دې هکله مجلس, ليک او دسياسي تنظيمو مشترکه سيمنارز جوړه ول پکار دي. کنې د افغانيت ، قام پرستي او ترقي پسند ادب و سياست د بانيانو په خدمات او کارنامو باندي خو کندهار ، کابل، پېښور ، کوټه او د کراچي وغيره سياسي او ادبي تنظيمونه او پښتو اکيډيمياني د يوه سيمنار جوړه ولو زحمت هم نه کوي . هر سړی ښه پوهېږي چي په پښتو ادب او سياست کي هم نن سبا د غوړ لستونړی قدر کېږي. په يوه سړی شل سيميناره کېږي او هغه بل څوک يادوي هم نه . دا خو هم د پام وړ تاريخ دی .
زه نن ستاسو د موقر ويب سايټ په سمسوره لمن کښي د ډاکټر نجيب الله شهيد په هکله څو ګلان ټاومبل غواړم . د پښتونخوا وطن په کونج کونج او په غرو درو کښي د نجيب په نامه هلکوان او ځوانان موجوده دي . زما به نن خواهش او کوشش هم دا وي چي د ډاکټر نجيب الله شهيد د پېژند ګلوي او خانداني پس منظر بيان کولو په ځای د ده د باغ و بهار شخصيت او ملي رهبري ځني ځانګړتياوي ترتيب وار بيان کړم . زه خپله نجيب شناسي په چا نه مسلط کول غواړم بلکه ستاسي اتفاق او اختلاف ته د اي ميل له لاري سترګي په لار يم .
نامرد فخر په نسب که مرد نه مور لري نه پلار
د ړندو کره به لېږم زه څراغ يم
هر ګز نه که په پردي مړی ژړا څوک
ډاکټر صاحب چي در څو ژوندی وو . پای تخت ريښمي کابل په پاکستان کښي ميښت بلوچانو او سندهيانو هيلي او توقعات هم له لوی افغان سره تړلې وې. ډاکټر صاحب ټول قام دوست مخور او مخکښ خلګو ته يې احترام درلودی. تنظيمي ملګرو او پاکستان سره ورغولو مېلمنو ته يې وي آئي پي پروټوکول ورکول، هر ډول زميني او هوائي مدد او مرسته يې نه ورڅخه سپموله. چي کله ډاکټر صاحب په يو اين UN دفتر کابل کښي پناه واخيستله نو بيا په دومره پراخه پښتونخوا وطن له امو تر اباسينه ولي د ډاکټر صاحب په شيرين اولاد هيلۍ،اونۍاوموسکاباندي تنګه سوله او په نتيجه کښي هندوستان پناه ورکړل. د ډاکټر صاحب د ژغورني د پاره د ده ملګرو مېلمنو څه وکړل?? د دې دپاره دي هغه ټول مراعات يافته خلګ په خپل خپل ګرېوان کښي وګوري.د يادوني وړ ده چي ځيني خلګ په خپله ملګرتيا پښيمانه دي او د خپل قامي کاروان څخه پر بله شېله روان سوي دي. زه په پای کښي دا ويل غواړم چي د ډاکټر نجيب الله شهيدآخري دېرينه خواهش په پاکستان کښي ميشت پښتون افغان د مشترکه سياسي تنظيم جوړه ولو تکميل دي وسي . د ډاکټر صاحب ژباړل سوی کتاب \"ګرېټ ګيم \"Great Gameاو ذاتي ليکلې ډائري دي په ريکارډ راوړل سي. د ده کورنۍ ته دي په پای تخت کابل کښي پشپړه مراعات او سهوليات ورکړل سي.د ډاکټر صاحب د شهادت په حواله ټوله د Uncle sam اتحادي قوتونه عرب ، پاکستان ، چائنه ، ايران ، هفت ګانه ، هشت ګانه، او دلته جماعت اسلامي او جمعيت علما اسلام وغيره د پښتون افغان پوره وړی دي. موږ د اقوام متحده او انټرنېشنل انساني حقوق سازمانو څخه پرزور غوښتنه کوو چي په نړۍ واله کچه دي يو تحقيقاتي ټيم تشکيل کړي او ټوله هغه مولوث عناصرو ته دي ټينګه سزا ورکړل سي. د افغان وطن د ورانولو ټول تاوانونه دي هم پر دوي کښېښول سي. که عارضي طور پر ځني قوتوونه زوره ور سوی يي. نو له خپل نظريې او وطن څخه بېزاري نه ده پکار .زما ايمان دی چي رهبر امير امان الله خان غازي، رهبر کبير استاذ نور محمد تره کی ، استاذ حفيظ الله امين او ډاکټر نجيب الله به زموږ د سباون هم قامي هيرو وي. ډېري تيارې به درباندي راسي خو بيا هم د خوب نه ورته بيدار اوسئ.
دا منم چي حالاتو جبر ډېر دی
د شو ورځو اميدوار اوسه ځلميه
