
عندلیب-دیر
ژوند رنځوي که قتلوي وختونه
خو په مزار شمعې ضرور بلوي
کوڅه يې ځکه له تیارو ده ډکه
د زړه په نور د کور تنور بلوي
-
سړی پوهیږي چې سړی څومره وي
سړو ته ښکاري د سړي بصیرت
د ژوند منظر په خپل نظر لټوه
ړوند عقیدت مفلوجوي بصیرت
-
راز د هستۍ مې په هستۍ کې ګوري
چې کږلیچونه د ادراک پيژني
چال کې چې چل نه وي منزل شي لرې
واک د هغه شي چې څوک واک پيژني
-
شمعې چې ګڼې شي نو سیوري ګڼ شي
بیا پکې سیوری د سړي ورکیږي
لاره یوه د جانان درته تلې
څوک چې په ګڼو لارو ځي ورکیږي
-
شږه وړه ده خو وړه هم نه ده
ما يې تندي کې ده صحرا لیدلې
چاودي غنم کې مې ادم لیدلی
سوي زړګي کې مې حوا لیدلې
-
ولي به نه یم ولې کم هم نه یم
ربه انسان ته دې انسان وایمه
څوک چې له خپلې بې خبرۍ شي خبر
زه عندلیب ورته لقمان وایمه