
د غبرګولی د میاشتی د ۱۷ نیټی په دوو جلاوو پیښو کی چی زموږ په لسګونه
بیګناه او مظلوم هیواد وال پکی شهیدان او ټپیان شول، د یوی پیښی مسولیت خو ذبیح
الله جان په غاړه واخیست او په نره سره یی ومنله چی دا توره موږ وکړه، خو د دوهمی
پیښی پړه بیا د یووشتمی پیړی وحشیانو ومنله او دادی نن یی له خلکو څخه بښنه هم
وغوښته او د معاوضی د ورکولو خبره یی هم وکړه.
اوله خبره خو داده چی په اصل کی د دواړو پیښو مسولیت د
طالبانو په غاړه ده او هغه ځکه چی که طالب ناولی هلته پټ نه وای نو ولی به جاسوس
راپور ورکول او ولی به په دی کور باندی حمله کیدله.
او بله دا چی تر طالب خو همدا وحشی امریکایان هم ښه شول
، ځکه لږ ترلږه خو یی بښنه هم وغوښته او د تاوان ورکولو ته یی هم ټټر وواهه، او
برعکس طالب وحشی بیا نه له چا څخه بښنه وغوښته او د تاوان ورکولو خبره خو لا لیری
ده.
اکثره وخت همداسی پیښیږی چی طالب د ښځو او ماشومانو په
مینځ کی خپل سنګر جوړوی او یا هم له کلی نه په بهرنیو او کورنیو ځواکونو غلچکی
برید وکړی ، پخپله وتښتی او بیا قربانی ته ښځی او ماشومان پرځای پریږدی.
دلته تر ډیره حده پرخلکو هم ملامتی ور اوړی ، ځکه په یوه کلی کی
په سلهاوو خلک اوسیږی خو د یوڅو طالبانو مخه نشی نیولی.
اوس خو خلکو ته د طالب اصلی څیره هم بربنډه شوه نو بیا
یی ولی پخپل کور کی ساتی او یا هم نوری مرستی ورسره کوی؟ دا ځکه چی دوی له طالب
څخه ویره لری او د دوی همدا ویره د دوی د تباهی سبب ګرځی.
همدا اوس د زرمت په لسوالی کی هم همدا لوبه روانه ده ،
طالبان اوس په عملیاتو کی له ایرانی وسلی چی (دوربرد) ورته وایی کار اخلی او له
لیری ځایه په ګډو ځواکونو برید وکړی او له سیمی پښی سپکی کړی.
او پوځیان بیا مجبوره دی چی د ځان څخه د دفاع په خاطر
یوڅه ترسره کړی.
خو سږ کال به انشاءالله د طالب ټغر له زرمت څخه هم ټول
شی ځکه ټول خلک ورته ښیری کوی او د خلکو کرکه له دوی نه ورځ تربلی زیاتیږی، همدا
راز د ګډو ځواکونو په عملیاتو کی ډیری طالبان ووژل شول.
کوم اقدام چی د اندړو په ولسوالی کی د ملکی خلکو او
اسلامی ګوند له لوری د طالبانو پرضد پیل شو باید ټولو پښتون میشتو سیموته پراخ شی
او پدی توګه به پښتانه په راتلونکی کی له داسی پیښو نه په امان کی وی.
تاسی قضاوت وکړی چی ولی د افغانستان په نورو سیمو کی
داسی عملیات نه ترسره کیږی ؟ ځکه چی هلته طالب نشته او طالب روزل شوی د پښتنو د
تباهی لپاره ده نو بیا ولی پښتانه خپل دښمن ته پخپل کورکی ځای ورکوی؟
زه پخپله د اندړو ولسوالی ته تللی وم او خبر شوم چی د
ولس په پاڅون کی د اسلامی ګوند ملاتړ هم وو
زه د حزب اسلامی او د ولسی خلکو له دی اقدام څخه ملاتړ
کوم او له حزب اسلامی او نورو خلکو نه می دا غوښتنه ده چی دا کامیابه پروسه نورو
سیموته هم پراخه کړی ترڅو خلک د جنایت کاره او د پردیو د لاسپوڅی طالب له شره خلاص
شی.