
_ په1783 زکال کې په ((ايسلينډ)) کې د (( لکي )) Laki cratersاورشړونی (ولکان ، اورکان ) فعاليږي ، چې له امله يې نهه زره کسان وژل کيږي ؛
_ په 1786 زکال کې په نيويارک دلومړي ځل لپاره شيريخ دپلورلولپاره وړاندې شو ؛
_ په 1936 زکال کې دلومړي ځل لپاره ، دموټردپارک کولو( درولو) لپاره دپيسو چارجولو ساعتونه ولګول شول ؛
_ په 1940 زکال کې دنيپتونيمNeptunium عنصر( دعناصرو په دوراني جدول کې 93ځای لري ) دکشفيدلواعلان وشو؛
_ په1950 زکال په ((پراګ ))کې دسوسيال دموکراتانوپرمشرې ((ميلاده هوروکوا)) Milada Horáková ته داعدام سزا اورول کيږي ؛
_ په 1996 زکال کې په انګلستان کې دفوټبال اروپايي اتلولۍ پيليږي .