
توراوسپین
لیکوال :- احمدمحمود
ژباړه :- صدیق الله خلیق
دغنمودانې رسیدلوته نږدې وې، او دوږوشین رنګ پرژړیدوښکاریده . آرام باددغنموله کروندې
سره لوبي کولې،دغنموکمزوري تنې کږیدلې ، اووږوپه عاجزی سره یودبل غیږې ته پناه وړله
سهارپیلیدونکی وو، لمردراختلو مخکي دافق په رنګولو بوخت ښکارېده ، سپیدوشپه څېرلې وه
او دکلي خاورین کورونه دسترګوپه وړاندي دځان ښودلو هڅه کول.
مورنن ترنوروورځوناوخته راویښه سوې وه ،
داځکه چي ترنیمي شپې له ناروغی او ناآرامیوکړیدلې
وه ،خواوس دادی لمرڅرکونه وهل ، تنوریی څوشېبې
مخکي بل کړی وو او دکورنی ډوډی بوي هوا ته خیژي ...................