استعمار پلوې رسنۍ


\"PDF\" Monday, ۰۸ Rajab ۱۴۳۳دوشنبه, 28 May 2012 20:26 د ژورنالیزم  یو بنیادي اصل دادي چې رسنۍ  به  د یوې پیښې په اړه حقایق  لوستونکو ته رسوي. له خپله طرفه به قضاوت  نه کوي دا ځکه چې قضاوت د لوستونکو یا اوریدونکو کار دي. خو د افغانستان په اړوند دا هر څه بالعکس دي. دلته ځیني رسنۍ هم خبر خپروي، هغه هم   ډیر ځله درواغژن خبر،  هم قضاوت کوي او هم حکم.   د تیرې لسیزې  زړه بوګنوونکو  پیښو په کراتو او عملا وښودله،  چې په افغانستان کې ،  یرغلګرې قواوې  او د هغوئ لاس پوڅي د بشر د حقوقو صریح تیري کوونکي دي، په عمل کې   د بیان آزادي  نه مني ، خو دغو  بهرنیو او په دوئ پورې تړلیو ځینو افغاني رسنیو هیڅکله دغو ظالمانه اعمالو ته ګوته ونه نیوله،  بلکې که ووایو نو مناسب به وي چې د افغانستان اشغالګر هیوادونه  ددغو رسنیو څخه  د حقایقو د تحریفولو، د ولس او نړیوالو د ذهنونو د مغشوشولو او په افغانستان  کې د روان  جهادي مقاومت د مقابلې لپاره د یوې حربې په توګه کار  اخلي.  دوئ کله داسي خبري رپوټونه هم ورکوي چې هغه  په  میدان کې موجو د نه وي، د ولس  او ملي ګټو په زیان وي   خو په افغانستان کې اشغالګرو او استعمارګرو قواوو ته یې  سیاسي او نظامي ګټه  ښکاره  وي . بیا همدغه رسنۍ  هغه درواغژن خبر یا په مبالغو او اټکلونو پړسیدلې لیکنه  دومره تکراروي چې ددوئ په اند،  یقین پرې راشي چې رښتیا به وي.  په عین حال کې ،  د کونړ د غازی آباد، د قندهار د زنګ آباد، د هرات د عزیز آباد او د ارزګان د دهراوود په  شان پیښو چې هلته په سلګونو بیګناه ښځې او ماشومان  شهیدان شول، سترګې پټوي. کله چې افغانان د خپل مقدس کتاب قرآن کریم څخه د دفاع په خاطر لارو کوڅو ته راوزي او په لس ګونو یې د کابل د ګوډاګۍ ادارې  دعسکرو له خوا شهیدانیږي، نود همدغو رسنیو خولې ګنډلې وي ، یا داچې  دغه د عقیدې او شهامت لاریونونه په پردیو پوري تړي. کوم جنایت نشته چې هغه په افغانستان کې  یرغلګرو قواوو نه دي ترسره کړی. ګلالي ماشوما یې  په خواږه خوب کې شهیدان کړل او بیا یې وسوزول،  په زندانونو کی یې  بندیان د شکنجو لاندې په شهادت ورسول،  د کابل په زړه کې یې عام خلک په شخصي زندانونو کې واچول، د مقدساتو او شهداوو د اجسادو بیحرمتي یې وکړه ، خو  استعمار پلوه رسنۍ هغه پلوته ور ګوري هم نه،  ته به وایې چې نه ویني او نه اوري. په بګرام، پلچرخي او ګونتانامو کې  دترهه ګرۍ په پلمه،  بیله محاکمې په کلونو، کلونو د بیګناه افغانانو بندي ساتلو دردوونکي او بشر ضد  پیښې هم د دوئ مزدور او نښتیځلی  ضمیر نشي راویښولای. همدا تیره ورځ د یرغلګرو په بمبارۍ کې، د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ په سیمه کې،    د میرمنې او اولادونو په ګډون،  د یوې کورنۍ اته تنه شهیدان شول . یقینا افغانستان آزمون ځآی دي.  دلته ابتلاوو  ټول  هغه کاغذي او مصنوعي اتلان او بشرپالان  ناکام کړل چې شپه او ورځ به یې د ملت پالنې، ملي کلتور او د بیان د آزادۍ ټټر واهه.  دوئ ته دا ډیره مهمه ده چې په درواغو خبر جوړ او خپور کړي چې طالبان ښوونځي نه پریږدي او یا سوزوي یې  خو د امارت له خوا یې تردید نه خپروي.  دا ورته ښه ښکاري چې روان ملي او اسلامي مقاومت په پردیو پوري وتړي،  پدې نه شرمیږي چې د روان جهاد اتلان د ترهه ګرو په نوم و نوموي خو دا ورته مهمه ده چې د یرغلګرو و حشت او مظا لم څنګه توجیه کړي او څنګه برائت ورکړي. سبا به دوئ  خپل وجدان ، ملت او تاریخ  ته څه وایي؟    باید ووایو چې حقپالې او مستقلې  رسنۍ  ددغو   استعمار پالو رسنیو  څخه جلا دي چې  هغه  په تیرو لسو کالونو کې نه  استعمار په  ډالرو  واخیستی  شوې او نه یې  په زور ایل کړې.    اسلامي امارت  د دین ، ولس او هیواد په وړاندې ددوئ رول ته د ډیر قدر په سترګه ګوري.